تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ تایید کړه چې د دوی مخکښ غړی او د علي وزیر د تره زوی عارف وزیر د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د درې ساعته جراحي عملیاتو پر مهال ساه ورکړې ده.
علي وزیر پر ټویټر لیکلي چې عارف وزیر نور له موږ سره نشته، محسن داوړ هم تایید کړې چې عارف وزیر ساه ورکړې ده.
ګیله من پښتین بیا ټولو افغانانو ته د زړه د صبر دعا کړې او تایید کړې یې ده چې عارف وزیر ساه ورکړه.
همدا راز ادریس پشتین، ندیم عسکر او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو هم منلې چې عارف وزیر پيشنمي مهال اسلام اباد ته له وزیرستان څخه رسول شوی او د سر په برخه کې د ژورو ټپونو له امله یې د درې ساعته عملیات پر مهال ساه ورکړې ده.
پر عارف وزیر برید او غبرګونونه
وسله والو کسانو تېر مازیګر د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی او د علي وزیر د تره زوی، سردار عارف وزیر د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی.
په لومړیو کې د عارف وزیر د تره زوی علي وزیر رسنیو او فعالانو ته د هغه د مړینې خبر تایید کړ، خو وروسته یې دا خبره بېرته اخیستې او ویلي یې دي چې عارف وزیر په سر، لاس او مټ درې څلور ډزه لګېدلی او په کوما حالات کې د وزیرستان ځايي ډاکټرانو د اسماعیل خان دېرې روغتون ته رخصت کړی دی.
د عارف وزیر د تره زوی فرهاد وزیر وايي، دی د برید پر مهال له عارف وزیر سره په موټر کې و او ماښام اذان ته څو دقیقې پاتې وې چې دوی له یو جمپ څخه د اوښتو لپاره موټر په کراره کړ او ډزې پرې وشوې: (( موټر ته عارف وزیر پخپله ناست و، پر موږ چې ډزې وشوې، ما هم دېرش ډزه په مقابل لوري وکړل، د هغوی موټر ولګېد او وتښتېدل، خو ټول کلی پسې وتلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.))
د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړه د هغه شدید ژوبلېدل تایید کړي او پر خپلو پلویانو یې د حوصلې او صبر غږ کړی دی.
د پي ټي ایم غړی عبدالله ننګیال بیا وايي، په وروستي عملیات کې د عارف وزیر له سر څخه مرمۍ ایستل شوې او د لا زیاتې درملنې لپاره اسلام اباد ته استول شوی دی: (( عارف وزیر ساه اخیستې خو وضعیت یې لا هم خطرناک دی.))
پر هغه برید ګڼو لوریو په افغانستان او پښتونخوا کې غندلی دی.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر ډیره اسماعیل خان ته د عارف وزیر له لېږدولو وړاندې د دغه برید پړه پر پاکستاني ریاست ور اچولې او ویلي یې دي ریاست درې کاله په پرلپسې ډول پر پي ټي ایم د روژې په میاشت کې بریدونه کوي: (( په ۲۰۱۸ کې یې په واڼه کې خویندې میندې راوژړلې، په ۲۰۱۹ کې یې د خړ کمر پېښه وکړه، ابله ورځ یې په شمالي وزیرستان کې یو کس راوواژه او نن یې په عارف وزیر برید وکړ، دوی په موږ پسې حساب نیولی او روژه کې راباندې بریدونه کوي.))
سندرغاړي ګلزار عالم دغه برید بیا په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې عارف وزیر د کورنۍ د مشر میرزا عالم وزیر او نورو غړو په وژلو دوی هیڅکله چوپ پاتې نه شول: ((د امن، ورورولۍ او پښتونولۍ اواز جرم نه دی، دا زموږ ملي او جمهوري سیاسي حق دی.))
د ولسشمر غني سلاکار ضیا الحق امرخیل بیا پر عارف وزییر برید بزدلانه او وحشیانه عمل بللی دی: ((پښتون تحفظ یو سوله ییز موومنټ دی، چې د خپل مظلوم قام د حقونو لپاره مبارزه کوي او ژوند ورته غواړي، دغه شان مبارزه یو نړیوال بشري حق او خنډونه ایجادول ورته ظلم او وحشت دی.))
سردار حسین بابک بیا هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید سره د پښتنو د وژلو لړۍ بیا پیل شوه چې هره ورځ به پښتانه هدف ګرځي، حکومت به یې تماشه کوي او پښتانه به جنازې پورته کوي.
پښتون مشر سیاستوال محمود خان اڅکزي بیا ګواښ کړی دی که په عارف وزیر څه وشول نو دا به د پاکستان ریاست ته ډېره مشکله شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبرۍ غړي میا افتخار حسین بیا لیکلي: (( ظلم به تر کومه روان وي؟ خدای دې عارف وزیر ته ژوند ورکړي، له اور سره لوبې کوونکي به له دې اوره بچ نه شي.))
ندیم عسکر بیا لیکلي، څوک دې دا نه وايي چې عارف وزیر نامعلومو ویشتلی دی، بلکې د هغه په وینا د عارف قاتلان ریاست پاکستان دی او د دوی دعوه هم پر پاکستان ده.
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې د عارف وزیر کورنۍ نوره د جنازو د پورته کولو تاب نه لري.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړي عثمان خان کاکړ بیا ویلي د روژې په مبارکه میاشت کې د ریاست بدمعاشي عروج ته رسېدلې ده.
پروفیسور اسماعیل بیا ویلي خبر ور رسېدلی چې پر عارف وزیر مرګونی برید شوی دی: (( له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو له اعلان سره هم مهاله وزیرستان کې طالب وسله والو او د پښتونخوا جوماتونو کې ترهګرو ډلو ته د چندو راټولولو بهیر چټک شوی دی.))
د پي ټي ایم کویټې غړي مولوي بهرام خان هم پر عارف وزیر د برید پړه پر پاکستان ور اچولې: (( افسوس دا دی چې یو طرفته کورونا ده بل طرفته ریاست پښتانه په وینو لمبوي، اخر تر کومه؟ د دې ترهګرۍ تر شا د پوځي دریشۍ لاس دی.))
د پېښور پښتون دیني عالم مفتي شهاب الدین پوپلزي عارف وزیر ته د ښه کېدو او پښتون وطن ته د سولې دعا کړې ده.
عارف وزیر څوک دی؟
عارف وزیر د پي ټي ایم له بنسټګرو غړو څخه دی او د علي وزیر د تره زوی دی.
نوموړي د جنوبي وزیرستان واڼا اوسېدونکی او د پي ټي ایم په اوایلو کې د ۱۳ میاشتو لپاره د پاکستان په جېلونو کې د ریاست پر ضد د نفرت خپروونکو فعالیتونو په تور بندي وو.
د عارف وزیر د کورنۍ ۱۱ غړي تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت لخوا روزل شویو ترهګرو وژلي دي.
نوموړی څه موده وړاندې افغانستان ته راغلی او د حمل د میاشتې په ۳۰مه پاکستاني پوځ په دې جرم نیولی و چې افغانستان ته د ولسشمر غني د لوړې مراسمو لپاره ولې تللی او هلته یې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې دي، خو له څو ورځې زندان تېرولو وروسته بېرته راخوشې شو.
لویه او مهربانه خدایه ته په خپل فضل او حکمت سره پښتون مشر عارف وزیر ته عاجله روغتیا او شفا په نصیب کړې .
انالله وانا الیه راجعون .
ربه ظالمان تباه کړي خپل قهر پرې نازل کړي . او دغه مسلمان ورور او د پښتون ژغورنې مشر باندې خپل رحم وکړي او د عارف وزیر ارواح ښاده کړي او ویې بخښې ربه .
انالله وانا الیه راجعون
الله ج دې د شهید عارف وزیر ټولی کورنی ته غټ صبر او حوصیله ورکړی.
د پنجاب حکومت به ډیره غټه بیه پری کړی، ورونو د حقوق بشر څخه کار نه کیږی، چریکی جګړی شروع کول پکار دی. تر څو دپنجابی حکومت زیلۍ ختمی شی. ځکه ظلم هم حد لری، خو د پنجابیانو ظلم او وحشت بی انتها شو.