د عاشورا د معظمې او مبارکې ورځې رارسېدل، چې د اسلام په تاریخ کې یوه مهمه او ارزښتناکه ورځ ده، د شهیدانو د سالار امام حسین (رض) د لارې پیروانو او عاشقانو، د افغانستان ټول مسلمان او متدین ولس او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو مسلمانانو ته تسلیت او تبریک وايي.
له شک پرته چې د عاشورا ورځ د اسلام په ویاړلي تاریخ کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده، خو ددې ورځې دردونکې او غمجنه پیښه د شهیدانو د سالار او د حضرت محمد (ص) د لمسۍ امام حسین (رض) شهادت دی. دا پیښه دومره لویه او دردونکې ده، چې که هرڅومره په عظمت سره ولمانځل شي، بیا یې هم حق نه شي ادا کیدای. د عاشورا د لسمې پیښه په حقیقت کې پر تورې د وینې او پر باطل د حق بری ثابتوي.
امام حسین (رض) او وفادارو یارانو یې د آزادۍ په لاره کې ځانونه قربان کړل او ټول اسلامي امت ته یې یو نیک او ستر سنت پر ځای پریښوده.
په دې ورځ د اسلام په تاریخ کې څو نورې مهمې پېښې هم شوي دي، چې ددې ورځې عظمت او لوی والی ښيي. په دې ورځ د حضرت آدم (ع) توبه قبوله شوه، عرش، آسمان، ځمکه، لمر، سپوږمۍ او ستورې پیدا شول. ابراهیم (ع) پیدا او په همدې ورځ یې د نمرود له اور څخه خلاصون پیدا کړ، موسی (ع) او امت یې په همدې ورځ له غلامۍ خلاص او فرعون او لښکر یې په نیل کې غرق شول. د نوح (ع) کښتۍ د جودي په غره ودریده او پاچاهي سلیمان (ع) ته ورکړل شوه. او همدارنګه په دې ورځ حضرت امام حسین (رض) له ۷۲ ملګرو او یارانو سر په کربلا کې شهیدان شول.
امام حسین (رض) په خپل شهادت سره ټولو مسلمانانو ته د آزادۍ او د ظلم پر وړاندې د مبارزې درس ورکړ او مسلمانانو له دې ورځ په الهام اخیستلو سره ښوولې چې د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې هېڅ کله هم تسلیم نشي.
هیله ده، چې زموږ هیوادوال له سولې په یوه ډکه فضا کې ژوند وکړي او اړینه ده، چې له دې لارې ټول شیعه او سني علما د سولې او ورورولۍ پیغام تر خلکو ورسوي. دافغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت په دې باوري دی، چې ددې ورځو لمانځل د مسلمانانو د یوالي او اتفاق سبب ګرځي.
و من الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *