د عاشورا روژې، فضايل، وختونه او شمېر يې هغه څه دي چي د اهل سنتو او شیعه ډلې ترمنځ په کي زښت زیات اختلاف شته، له دې اختلافه که را تېرو شو خپله د اهل سنتو ترمنځ هم ټول مذهبونه او ديني فکري مکتبونه سره په يوه خوله نه دي. څوک يوه د لسم روژه نیسي، څوک نهم او لسم دواړې، يو شمېر يې لسم او یولسم نیسي، البته داسي څوک لا هم شته چي يوه مخکي او يوه ترې وروسته نیسي.
په دې اړه تر دومره اختلاف وروسته انسان فکر کوي چي کوم لوری غوره کړم او د کومو دلایلو له مخې؟ په دې مقاله کي هڅه کوم چي د موضوع اړوند ټول صحیح روايات راړوم، يو د بل تر څنګ يې کښېږدم، د درايت او روايت په اصولو يې وتلم څو هغه پټ رازونه ترې ښکاره شي چي عام مسلمانان يې له ډېره وخته بې پردې کولو ته تږي ول.
د رواياتو له مخې رسول الله په مکه کي د عاشورا روژه نیوله، ځکه په دې ورځ مشرکانو هم روژه کوله او د کعبې غلاف يې هم بدلاوه.
خو بل لور ته وايي چي رسول الله مدينې ته راغی نو یهودو روژه نیوله له پوښتنې وروسته ورته جوته شوه چي دا ورځ د موسی د بري ورځ ده له دې امله دوئ روژه نیسي، نو رسول الله هم روژه کړه او خلګو ته يې د روژې امر وکړ.
په مسلم کي له عائشې رض څخه روايت دئ:
أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ عَاشُورَاءَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِصِيَامِهِ.(مسلم ح: ۱۱۲۵)
ژباړه: قریشو په جاهلیت کي د عاشورا روژه نیوله بیا يې رسول الله هم د نیولو امر وکړ.
له دې ښکاري چي رسول الله په مکه کي د عاشورا روژه نیوله او هم يې خلګو ته امر کړی وو، خو بل لورته بیا وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ، فَرَأَى الْيَهُودَ يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ: ” مَا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِي تَصُومُونَ؟ ” قَالُوا: هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللهُ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ. قَالَ: فَصَامَهُ مُوسَى، قَالَ: رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” أَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ ” قَالَ: فَصَامَهُ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَمَرَ بِصَوْمِهِ.(مسند احمد ح: 2644)
ژباړه: ابن عباس رض وايي رسول الله چي مدينې ته راغی يهود يې وليدل د عاشورا روژه نیسي، وې ویل: په دې ورځ روژه ولي نیسئ؟ دوئ ویل: دا ښه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چي الله بني اسرايلو ته له خپله دښمنه نجات ور کړ. ویل يې: نو موسی علیه السلام روژه ونیوله، رسول الله وویل: زه تر تاسو موسی ته نژدې يم، دی وايي رسول الله روژه کړه او امر يې هم په وکړ.
له دې ښکاري چي رسول الله په مدينه کي د دې روژې امر کړی دئ او هم يې خپله روژه کړه.
البته په دې اړه له ابن عباس رض څخه بیا داسي روايت دئ:
حِينَ صَامَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ إِنْ شَاءَ اللهُ صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ» قَالَ: فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ، حَتَّى تُوُفِّيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.(مسلم ح: ۱۱۳۴)
ژباړه: کله چي رسول الله د عاشورا روژه ونیوله او امر يې هم په وکړ، اصحابو وویل: دالله رسوله! یهود او نصارا د دې ورځې درناوی کوي؟ نو رسول الله وویل: راتلونکی کال به د نهم روژه هم ورسره نیسو. راوی وايي: راتلونکی کال رانغی چي رسول الله ومړ.
له دې څو خبرې ښکاري، رسول الله روژه کړه خلګو ته يې امر هم وکړ، البته په دې خبر نه دئ چي یهود هم د دې ورځې درناوی کوي، کله چي خبر شو نو دمخالفت له وجې يې د نهم روژې امر هم وکړ، په داسي حال کي چي مخکي وویل شول، رسول الله له یهودو پوښتنه وکړه دوئ ځواب ور کړ او تر دې وروسته رسول الله روژه کړه. یاني د روژې سبب له موسی علیه السلام سره موافقت وو، ځکه هغه په دې ورځ روژه نیوله، دا يې د الله شکر ادا کاوه، یهودو همدا سنت ژوندی وساته، نو د نهم روژه خو د موسی له سنتو مخالفت دئ، هغه مخالفت څه ګټه لري چی د نبي سنت په کي ترک شي؟ يو بل ټکی دا هم دی چي عبادت خو د الله لپاره وي، نه د دې لپاره چي د يو قوم مخالفت په کي وشي، نو د نهم روژه ولي اضافه شوه؟
بله پوښتنه دا ده چي نصاراؤ ولي روژه نیوله؟ او همدارنګه مشرکانو ولي نیوله؟ رسول الله په مکه کي روژه کړه او که په مدينه کي؟ لاندي روايت بیا بالعکس خبره کوي:
عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: كَانَ أَهْلُ خَيْبَرَ يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، يَتَّخِذُونَهُ عِيدًا وَيُلْبِسُونَ نِسَاءَهُمْ فِيهِ حُلِيَّهُمْ وَشَارَتَهُمْ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَصُومُوهُ أَنْتُمْ»(مسلم ح: ۱۱۳۱)
ژباړه: ابو موسی ویل: د خیبر خلګو(یهودو) د عاشورا روژه نیوله، دا ورځ يې اختر کوله خپلو ښځو ته يې ګيڼې ور کولې او ښې جامې يې په اغوستلې، نو رسول الله وویل: تاسو يې هم روژه کړئ!
ښه! د يوې موضوع اړوند دار وايات څنګه سره تطبیق کړو؟ په مکه کي يې د روژې پيل وکړ، که مدينې ته چي راغی، د خیبر تر پیښي وروسته او که يې روژه نیوله، خو د یهودو په دې کار بیخي خبر نه وو تر خبر رووسته يې د مخالفت امر وکړ؟ دا څنګه ممکنه ده چي رسول الله دي اته کاله په مدينه کي وي، خیبر يې هم فتحه کړ، په مدينه کي يې هم درې ځلې له یهودو سره سترې جګړې وکړې بنديان يې هم ترې ونیول، البته په دې پېښه چي یهود د عاشورا روژه نیسي او د دې روځې درناوی کوي په نهم کال خبر شو او راتلونکی کال په عمل کي د هغوئ تر مخالفت مخکي ومړ؟ دا پيښي دومره يو بله سره تعارض لري چي د عقل خاوند ورته حیرانېږي، که يې هره يوه ومنو نو نور روايات مو رد کړل. د نصارا او مشرکانوله دې روژې سره څه کار وو؟ د دوئ هرې ډلې نبي بیل وو، مشرکانو د ابراهیمي ملت دعوه کوله او نصارا وو د عیسوي، نو دا ورځ او روژه يې د څه لپاره وه؟
روایات دا خبره هم کوي چي د عاشورا روژه اصحابو په ماشومانو هم نیولې، ان هغه کسانو هم روژه کړې ده چي د ورځې له پيله يې روژه ما ته کړې وه، خو وروسته د روژې امر ورته شوی دئ:
عن الرُّبيع بنت معوِّذ رضي اللَّه عنها قالت: “أرسل رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم غداة عاشوراء إلى قرى الأنصار التي حول المدينة : من كان أصبح صائماً فليتم صومه، ومن كان مفطراً فليتم بقية يومه، فكنّا بعد ذلك نصومه، ونصوِّمه صبياننا الصغار، ونذهب إلى المسجد، فنجعل لهم اللعبة من العهن، فإذا بكى أحدهم أعطيناها إياه، حتى يكون الإفطار” .
وفي رواية: ” فإذا سألونا الطعام أعطيناهم اللعبة تلهيهم، حتى يتموا صومهم”. (بخاري :4/200، ح1960 ، مسلم: 1136)
ژباړه: ربیع رض وايي رسول الله د عاشورا په سهار د مدينې شاوخوا د انصارو کلیو ته ليږل وکړل چي که د چا له سهاره روژه وي پسي پوره دي کړي او که چا ماته کړې وي نو پاتې ورځ دي بشپړه کړي، نو موږ تر دې وروسته روژې نیولې او په خپلو وړو ماشومانو مو هم نیولې، جومات ته به تلو له وړۍ به مو د لوبو شی ورته جوړ کړ، چي کله به يې ژړل موږ به هغه ورکاوه تر روژه ماتي مو همداسي کول. په بل روايت کي دي چی کله به يې خوراک طلب کړ موږ به دلوبو شی ور کړ چي مشغول به يې کړل څو به يې روژه بشپړه کړه.
په دې روايت کي يوه بله خبره هم د حیرانتیا وړ ده، د عاشورا په ورځ يې دا کار ولي وکړ، ولي يې وختي په دې اړه اعلان نه کاوه؟ ان دومره لازمه يې ګڼلې چي ماشومانو نیولې؟ که فرض هم وای خو ماشوم ترې خلاص وو نو دلته بیا د ماشوم روژه څه مانا؟ د هغه کس روژه څه ګټه چي لومړی يې ما ته کړې؟ د روژې خپل وخت او خپله طریقه ده، چي هغه مرعات نه شي نو بیا يې ګټه څه ده؟
د محدثينو د هغې قاعدې له مخې چي امام ابن حجر رحمه الله په نخبة الفکر او شرحه کي يې بیان کړې چي د ظاهرا ټکر رواياتو په اړه د محدثينو تګلاره دا ده چي یا د دواړو تطبیق کوي، یا ناسخ و منسوخ مالوموي، یا د ځينو دلایلو له مخې يوه ته پر بل لومړيتوب ور کوي او که دا يو ونه شو نو بیا په يوه حدیث هم عمل نه شي کېدای.(شرح نخبة الفکر، الناسخ والمنسوخ:۱/ ۳۸۷) نو ویلای سم چي د دې رواياتو د ټکر په اړه زما د مالوماتو له مخې کوم محدث نه تطبیق کړی، نه يې ناسخ و منسوخ څرګند کړي، نه يې ترجیح ور کړې، نو موږ ته يوازي اخیري يوه لار پاته شوه چي په دې رواياتو عمل ونه کړو او تر هغو پر دې دريځ پاته سو چي له یادو لارو کومه بله يوه د دلایلو پر بسنټ وټاکله شي.
د پام وړ يوه نکته دا هم ده چي محرم د هغه کال د میاشتې نوم دئ چي د رسول الله له هجرته وروسته يې موږ په هجري قمري یاد وو او د یهودو سنه یا تاريخ شمسي دئ، که فرضا د محرم لسمه د شمسي کال له هغې ورځې سره برابره شوې هم وي چي موسی په کي نجات وموند لکن هر کال بیا داسي نه کېږي، ځکه قمري او شمسي کلونه توپیر سره لري.