د محرم لومړۍ نېټه د هجري قمري کال اوله میاشت ده چې محرم الحرام نومېږي او دا د درناوي، حرمت او تعظیم میاشت ده. د محرم لسمه د عاشورا (لسمه) ورځ ده. دا ورځ په افغانستان، ایران، پاکستان، هند، او عراق کې رسمي رخصتي ده. په دغه ورځ الله جل جلاله موسي علیه السلام او دده پیروانو ته له خپلو دښمنانو او فرعون څخه د سره رود له څېرېدو او له هغه څخه په تېرېدو نجات ورکړ، نو موسي علیه السلام د خوښۍ او شکراني په توګه روژه نیوله. دا هغه ورځ ده چې د نوح علیه السلام کښتۍ د جودي په غره کښيناسته او نجات یې و مونده، نو د شکراني په توګه نوح علیه السلام روژه و نیوله. د کعبي د پوښولو مراسم پر همدې ورځ تر سره کېدل. یهودانو په دې ورځ روژه نیوله او نصاراوو دا ورځ برکتۍ ګڼله. له اسلام څخه وړاندې قریشو دا ورځ روژه نیوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې ورځ روژه نېولي ده.   له ابن عباس رضی الله تعالی څخه روایت دی چې فرمایی: (( ما د الله تعالی پیغمبر نه دی لیدلی چې کومه روژه په نورو روژو غوره وګڼي، مګر د عاشورا او دې میاشتي روژه: یعني رمضان)). د عاشورا روژه د تېر کال ګناهونه معاف کوي. له حضرت ابي قتاده څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عاشورا د روژې په اړه پوښتنه وشوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل: (( د تېر کال ګناهونه معاف کوي)). له ګناهونو څخه هدف واړه ګناهونه دی، که واړه نه وي، نو هیله ده چې له لویو ګناهونو څخه څه کم کړئ او که لوی ګناهونه ونلري، نو مرتبه او مقام به یې لوړ کړئ.  ملا علي قاري په مرقات کې له امام حرمین څخه نقل کوي که عاشورا د وړو ګناهونو پاکوونکې ده او له قاضي عیاض څخه نقل کوي چې د اهل سنت نظر په دې اړه هماغه واړه ګناهونه دی، اما لوی ګناهونه په توبه او د الله تعالی په رحمت بخښل کېږي.

ډیری اسلامی تاریخ پوهان او لیکونکې د کربلا پېښه چې د رسول الله صلی الله لمسي، د حضرت علي کرمه الله زوی، حضرت امام حسین د خپلې کورنۍ له غړو او ټول ۷۲ کسانو سره په مظلومانه توګه د ابن زیاد او لښکرو له خوا په شهادت ورسول شول، په ۶۱هجري قمري کال د محرم په لسمه نېټه ثبتوي. دا چې امام حسین اصلا چا شهید کړیدی او آیا یزید په دې کې مستقیم لاس درلود کنه د تاریخ پوهانو ترمنځ اختلاف شته. سره له دې چې یزید د خپلې واکمنۍ په دوران کې ډیر بد او ناوړه کارونه ترسره کړیدي، اما کم تاریخ لیکونکې په دې فکر دی چې یزید اصلا په دې پيښه کې هیڅ ډول مسوولیت او برخه نه درلودله. له بل پلوه ډیری په دې باور دی چې یزید ددې پيښې اصلي لامل دی.  هغوی وايي چې یزید له پیله د ابن زیاد د کړنو پلوی او له هغه څخه یی ملاتړ کولو.  هغوی په یزید دا نیوکه هم کوي چې یزید وروسته د مسلم بن عقبي تر مشرۍ لاندې پوځ تيار او ورته د مدينې پر ښار د بريد امر وركړ او هلته يې ډېر نور د لوړو مرتبو اصحاب كرام يې په شهادت ورساوه. همدا راز دى د خپلې واكمنۍ ترپايه پورې ، دې ته حاضر نه شو، چې خپل هغه كسان چې د حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه د شهادت مسببین وو، مجازات كړي. په هر حال تر ډېره برېده دا پيښه د مسلمانانو ترمنځ د منافقو کړیو له خوا رامنځته شوه.

دا ورځ او په ټوله کې د محرم میاشت زموږ لپاره لاندې ۱۱ درسونه او پیغامونه لري:

1.  کله چې د عاشورا نوم اخیستل کېږي نو دوه خبرې باید اصلاح کړو. لومړی: دا یوازې د امام حسین او د کربلا تر پيښې پورې اړوند نه ده، بلکې دا یو تاریخي تلسلسل لري. دوهم داچې دا یوازې د اهل تشیع نه بلکې د نړۍ دټولو مسلمانانو اړوند پېښه ده. په حضرت عایشي رضی الله تعالی عنها دروغ تړل، د حضرت عمر فاروق شهادت، د جمل او صفین جګړه او بیا د مسلمانانو ترمنځ د نفاق اچونې ګڼې پیښې تر دې چې د امام حسین په شهادت پای ته ورسېده.

2.  دنیکو عملونو تشویق او ترغیب او د ټولو جاهلي او ناروا دیني او سیاسي دودونو او انحرافاتو پر خلاف اواز پورته کول او عملي ګام اخیستل دي. په ځانګړي ډول له هر ډول ظلم څخه ځان او بل ساتل. هر وخت په ځانګړي توګه په دغه میاشت کې د بي ګناه انسانانو وژنه به څومره ستره ګناه وی!. څومره چې دا میاشت ستره ده، همدومره په کې ګناه او ثواب؟

3. الله پاک ځیني میاشتي، اونۍ او ورځي مسلمانانو ته د یوه فرصت په توګه وړاندې کوي ترڅو له هغو څخه په ګټې اخیستني نیک عملونه ترسره کړي او دا د الله تعالی د رحمان او رحیم د نومونو ژوندۍ بیلګې دی. الله پاک په میاشتو کې رمضان او دمحرم میاشتي، په اونیو کې جمعه، په ورځو کې لیله القدر (دقدر شپه)، په انسانانو کې پیغمبران، په خبرو کې د الله تعالی ذکر، په ځمکو کې جوماتونه، په کتابونو کې قرآن هغه فرصتونه ګرځولي دی، ترڅو انسانان له الله تعالی څخه بخښنه وغواړي، عبادت یې وکړي او د نصوح توبه وباسي.

4. د هغو منافقینو چې ((بي اتفاقی واچوه او حکومت وکړه)) سیاست یې خپل کړیدی، حقیقي څېره مسلمانانو ته بربنډول. ځکه په نني زمانه کې د ډېرو کسانو د سیاست ټکی او ستراتیژی همدا ده. د مسلمانانو د عقایدو د خرابولو هڅه کېږي او په عقایدو کې یې شکونو او شبهو پیداکولو ته لمن وهي.

5.  هغه کسان چې بیت المال غصب کوی، په شخصي او دولتي ځمکو یې خېټه اچولې ده، قدرت یې په یوه ځانګړي ډله/ټپله او مذهب کې را منحصر کړیدی، پر خلاف عملي پاڅون کول. سیاسي واک ته رسېدل او د زعیم ټاکنه د ملت حق ګڼل، نه د یوه شخص/کورنۍ/قوم. هرڅوک تر هر شعار لاندي چې سیاسي واک ته د ظلم او د ټوپک له لارې ځان رسول غواړي، هغه ظالمانه لاره ده.

6.  د ملت د یووالي لپاره هڅې کول او هرڅوک ولو که د یوې ښې کورنۍ څخه هم وي چې د قدرت د ساتلو لپاره وینه تویوي، ظلم کوي او غواړي چې په زوره ځان واک ته ورسوي مردود دی.

7.  له افراط او تفریط څخه په خپلو کړنو، سیاستونو او ټولنیزو هڅو کې ځان ساتل او د اعتدال لار غوره کول. حضرت علی رضی الله تعالی فرمایی: (( ډېر خلک به زما په مینه کې او ډېر کسان به زما سره په کینه کې دوزخ ته ځي)). یعني موږ له هرچا سره باید د هغه د مقام او منزلت مطابق چلند وکړو. پیغمبر د صحابي درجې ته راټیټ نه کړو او صحابي د پیغمبر درجې ته لوړ نکړو. که د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اهل بیتو سره رښتیا مینه لرو، نو دهغوي تګلاره دا ده چې د ټولو صحابه ای کرامو باید احترام وکړو او دلته مذهبي افراطیت زموږ پر ګډو اصولو غالب نشي.

8.   دا یوه مقوله ده چې د یوه قوم قهرمان د بل قوم لپاره ظالم او یا د یوه قوم ظالم د بل قوم لپاره قهرمان دی.اما د امام حسین شهادت په ريښتیني بڼه د شهید او شهادت متفق علیه تعریف اسلامۍ نړۍ ته وړاندي کړ او دی د ټولو مسلمانانو (شیعه او سني) شهید او قهرمان دی. دلته د کومې ځانګړې فرقي د حقانیت خبره مطرح نه ده!

9.  د هر ظالم، په ځانګړي ډول دظالم پاچا او واکمن پر وړاندې په نره د حق خبره کول ځکه ((دجابر او ظالم پاچا پر وړاندي د حق خبره کول جهاد دی)). اما دلته باید په شهید او شهادت سیاست ونه شي، بلکې موږ دهغوی ځانګړتیاوي خپلي او هغه د خپلو سیاستونو اساسي خطوط وټاکو.

10. حق کله هم نه پټېږي،سره له دې چې ځینې ظالمې او منافقې ډلې یې د پټولو هڅه کوي ، اما د امام حسین رضی الله تعالی عنه شهادت د حق او حق اخیستلو ځانګړتیاوي، او د باطلې ډلي ځانګړتیاوي سره تفکیک کړي. حق، پیژندل او دحق اخیستلو په لاره کې که له ستونزو سره مخ کېږيو، هغه به زغمو.

11. د ((عقیدي)) یا (( ازادۍ))، ((عمل)) یا ((شهادت))، ((ظلم)) او ((عدالت)) عملي مثال وړاندې کول. عقیده پرته له عمله او عمل پرته له عقیدې او دا ټول پرته له عدالته که مو شرعا وژغوري، دیانتا مو نشي ژغورلای.

محمد حليم فدايي

2 thoughts on “له عاشورا څخه ۱۱ درسونه”
  1. فدایی صیب دیره مننه ستاسو دمعلوماتو نه فدایی صیب کاشکی موژ نور تاغوندی مزهبی او عقیده وی اوعلمی کسان په حکومت کی درلودی ستاسو نور ی لیکنی اوکتابونه ما کتلی مناسک دحج می هم کتلی الله رب العزت. جل جلاله اجرونه په دارینو کی درکی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *