سرور دانش

تاند- د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن په ولسي جرګه کې وویل، د عامه نظم ټول تشکیل ۱۳۰۴۹ تنه دي چې د هغو په منځ کې ۷۰۳۰ تاجک دي.

سرور دانش دا څرګندونې نن ولسي جرګې ته د ۱۱ تنو کاندید وزیرانو د معرفي کولو ترڅنګ وکړې.

ښاغلي دانس د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د قوماندان لیک ته په اشارې وویل چې په بلوا ضد ۵۰۰ کسیزې قطعې کې ۳۹۱ تنه تاجک دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک هم وویل چې د عامه نظم د قطعې د تاجک قوم ونډه پوره وه خو د دې قطعې قوماندان غالباً په نامناسب ډول مکتوب لیکلی دی.

له بلې خوا د ولسمشر غني مرستیال ویاند نجیب ازاد نن ازادی راډیو ته وویل چې د عامه نظم په ټول۱۳۰۴۰ کسیز تشکیل کې ۷۰۳۰ په خټه تاجک، ۳۲۷۸ پښتانه، ۹۱۸ هزاه، ۷۸۳ ازبک، ۱۹۹ پشه يي، ۲۰ بلوڅ، ۲۵ نورستانیان، ۸۹ عرب، ۲۹ ایماق او ۷۷ ترکمن دي.

ښاغلي ازاد د کابل لپاره د بلواضد قطعې د قومي ترکیب په اړه د مرستیال ولسمشر سرور دانش ارقام تایید کړل، ویې ویل چې په دې قطعه کې، چې شمېر یې ۵۰۰ تنه په پام کې نیول شوی دی۳۹۱ تنه تاجک، ۶۰ پښتانه، ۲۹ هزاره، ۱۱ ازبیک، ۵ پښه یان، ۳ عرب او یو تن بلوڅ دی.

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم په مکتوب کې لیکل شوي و چې له تاجک قوم پرته دې د بلوا ضد قطعې ته د نورو قومونو افراد جذب شي.دې مسلې قومپالو ډلو ته پلمه په لاس ورکړه چې ګواکي له امنیتي ادارو څخه د تاجک قوم د حذفولو هڅه کېږي.

د ولسمشر مرستیال سرور دانش نن ولسي جرګې ته وویل چې د قومونو ترمنځ تبعیض ته لمن وهل ملي خیانت دی.ده همداراز وویل چې د افغانستان ښکاره او پټ دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ بې باوري او درز رامنځته کړي.

سرور دانش دا ۱۱ تنه د کاندید وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړل او ورڅخه ویې غوښتل چې هغوی ته داعتماد رایه ورکړي.

  1. د دفاع وزارت کاندید طارق شاه بهرامی
  2. د کورنیو چارو وزارت کانید ویس برمک
  3. د قومونو او سرحدونو د چارو وزارت کاندید محمدشفیق گل‌آغا شیرزی
  4. د فواید عامې وزارت کاندید یما یاري
  5. د اقتصاد وزارت کاندید مصطفی مستور
  6. د لوړو زده کړو وزارت کاندید نجیب الله خواجه عمري
  7. د کانونو او پیترولیم وزارت کاندیده نرگس نهان
  8. د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو وزارت کاندید فیض‌الله ذکي
  9. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کاندید مشهزادگل آریوبي
  10. د ترانسپورت وزارت کاندید محمد حمید طهماسي
  11. د کرنې او مالدارۍ وزارت کاندید نصیر احمد درانی
  12. د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت کاندید مجیب‌الرحمن کریمي
3 thoughts on “د عامه نظم ۶۰ سلنه او د بلوا ضد قطعې ۸۰ سلنه غړي تاجک دي”
  1. په ګردو ادارو او نظامی برخو کی دتاجیکانو فیصدی له ۶۰سلنه زیاته دا په داسی حال کی دی دتاجیکو نفوس ۱۲په سلو کی دی دی وایه عدالت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *