تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هیواد کې د ملریا ناروغي په سلو کې ۹۸ لږه شوې ده.
افغانستان، چې تر جګړو پخوا په وقایوي طب کې د پام وړ پرمختګ کړی و، د ملریا ناروغي پکې تقریباً صفر ته ټیټه شوې وه خو د جګړو په کلونو کې دا ناروغي خورا عامه شوه.
په ملریا ناروغۍ هر کال په زرګونو افغانان مړه کېدل او ډېرې پیسې یې د دې ناروغۍ په درملنې لګولې.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت معین احمد جان نعیم نن /دوشنبه/ په کابل کې د تېرو ۱۲ کلونو په لړ کې د ملریا ناروغي کمېدو ته په اشارې وویل:«په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان کې ۳ لکه ۱۹ زره تنه په ملریا اخته شوي دي. که دا شمېره له ۱۲ کاله پخوا سره پرتله شي نو په سلو کې ۹۸ کمه ده.»
د عامې روغتیا د وزارت مرستیال وویل چې په دغه شمېر کسانو کې ۲ زره یې په فالسیپارم ملریا اخته شوي چې ډېره خطرناکه او وژونکې ډول ملریا ده.
د احمد جان نعیم په وینا په ۲۰۱۳ میلادي کال د ملریا ۴۳ پېښې د وایواکس او پاتې کلینیکي وې.
ده دا هم وویل چې په ملریا د اخته کېدو په سلو کې ۸۰ پېښې په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست او زابل کې ثبت شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په هر ګوټ کې روغتونه او کلینیکونه جوړ شوي. سره له دې چې خلک په روغتونونو کې د تکړه ډاکترانو، درملو او وسایلو له کموالي شکایت لري خو د دغو روغتیايي مرکزونو له برکته افغانان د پخوا په شان په عادي او معمولي نارنوغیو نه مري.
ملریا د یوې ماشې په وسیله، چې انوفل نومېږي، انسان ته سرایت کوي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي چې د افغانستان په سلو کې ۲۴ وګړي په داسي سیمو کې اوسي چې د ملریا د ناروغۍ خطر پکې زیات دی.
ملریا په نړۍ کې یوه خورا وژونکې ناروغي بلل کېږي.