تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، شاوخوا ۷۵۰۰ افغانان د ایچ آی وي په ویروسو اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن /چهارشنبه/ وویل«بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو سفر او د دې ناروغۍ په اړه بې خبري د ایچ آی وي د ویروسو د خپرېدو لوی عامل دی. نو موږ ته پکار ده، هغه کسان چې په ټولنه کې نفوذ او اغېز لري وهڅوو چې د دې ناروغۍ او د هغې د ویروسو په اړه خلک وپوهوي.»

ښاغلي فیروز وویل چې یوازې په ۲۰۱۷ م کال په افغانستان کې د ۳۵۰ تنو ایچ آی وي تشخیص شوې ده.

د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې (سارک) له نامتو افغان هنرمن فرهاد دریا څخه غوښتي چې د دې ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

فرهاد دریا وویل، حاضر دی چې په دې برخه کې رول ولوبوي «دا زما لپاره ویاړ دی چې په یوه پروګرام کې چې له درو تر ۵ کلونو پورې وي، پر ایچ آی وي د اخته کسانو او نورو خلکو ترمنځ د یوه پُل په څېر رول ولوبوم.»

ده د ایچ آی وي په ویروسو له اخته کسانو سره پر بد او توپیرناک چلند خوابدي ښکاره کړه او له رسنیو یې وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

حاضردمه په افغانستان کې د ایچ آی وي/ ایډز د درملنې لپاره ۱۳ مرکزونه شته خو حکومت غواړي چې په دې برخه کې نور کار وکړي.

په افغانستان او نورو وروسته پاتې هیوادونو کې ایچ آی وي تر ډېره د جنسي مقاربت او همداراز د استعمال شویو پیچکاریو د ستنو او د وینې د تزریق له لارې یو بل ته سرایت کوي.

One thought on “د عامې روغتیا وزارت وايي، ۷۵۰۰ افغانان په ایچ آی وي اخته دي”
  1. له دې سره به مو دا هم زیات کړي وای چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان کې ۱۳۰ زره، په ایران کې ۶۶ زره، تاجکستان کې ۱۴ زره،‌ په هندوستان کې ۲ میلیونه او سل زره کسان په اېچ آی وي اخته دی.‌
    د نورو معلوماتو لپاره دا لست وګورئ
    https://en.wikipedia.org/wiki/List_of_countries_by_HIV/AIDS_adult_prevalence_rate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *