تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دوی له وروستیو شمېرنو سره سم د طالبانو له لوري د کندوز ښار د نیولو له کبله په جګړه کې نژدې ۲ زره افغانان ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت په وینا په دغه شمېر ټپیانو کې امنیتي ځواکونه هم شامل دي خو لوی اکثریت یې د ملکیانو دی.

ویل کېږي چې طالبانو د څو ورځو لپاره کندوز ښار د دې لپاره ونیوه چې نوی مشر یې خپل مشرتوب تثبیت کړي او دا وښيي چې دا ډله که وغواړي ښارونه هم نیولی شي.

خو یو شمېر نور افغانان بیا وايي چې کندوز ښار د دې لپاره د یوې دسیسې په ترڅ کې طالبانو ته پرېښودل شي چې افغانان په دې باوري شي چې د بهرنیانو له مرستې پرته بیا پرې د طالبانو توره دوره واکمنېږي.

د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل، د کندوز په جګړو کې تر ۵۰ تنو زیات وژل شوي دي. د دغه وزارت په وینا دا هغه کسان دي چې په روغتون کې یې ساه پرې کړې یا مړي یې روغتون ته رسول شوي دي خو افغانان عموماً خپل مړي روغتون ته نه وړي. ښايي ډېر مړي د جګړې له میدان یا کوڅو څخه هدیرو ته وړل شوي وي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې د کندوز ولایت په جګړو کې لږترلږه ۱۹۲۰ ملکیان او امنیتي خواکونه ټپیان شوي دي.

دې وزارت په جګړه کې د طالب جګړه مارو د ټپیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په یو وار تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې پر روغتون د بمبارۍ په نتیجه کې واوښتې.

د رسمي شمېرنو پر اساس پر دغه روغتون په بمبارۍ کې لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *