د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي وضیعت د څرنګوالي په موخه لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان سرپرست والي سره د ولایت په مقر کې ولیدل.

ډاکتر فیروز الدین فیروز چې تیر مازیګر ناوخته د دې ولایت د روغتیائی وضیعت د څرنګوالي د څیړلو په موخه د یو پلاوي په راس کې راغلي و د لغمان د عامې روغتیا له روغتون او په لغمان کې د نوې جوړيدونکې شفاخانې څخه هم لیدنه وکړه او د عامې روغتیا په روغتون کې یې د کوچنیانو څلويښت بستریز وارډ او د دوا زیرمتون چې چارې یې سرته رسیدلې وې د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر ته وړانديز وکړ تر څو د نوي جودېدونکي روغتون چارې چې دا مهال بندې دي ژر تر ژره بیا پیل شي او دغه راز د الینګار په ولسوالۍ کې د شته کلنیک د روغتون په کچه لوړ او د امکاناتو د زیاتوالي په اړه هم باید د عامې روغتیا محترم وزارت ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو په مرکزي روغتون د ناروغانو اضافي بار کم او د غربي نورستان د ناروغانو درملنه هملته له نیږدې وشي.

په اخر کې ښاغلي فیروز ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو په حل کې به پوره کوښښ وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *