د لاریون والو پریکړه لیک

ژوند مدني ټولنه چې تل یې د هیواد له ملی ګټوڅخه ننګه کړي غواړي لاندې پنځه مادې چې د افغان کلتورڅخه د ملاتړپه موخه تیاري سوي لوړو مقاماتوته ورسوي .

۱ – په هرحالت کې هیچاته دا اجازه نه ورکوو چې زموږ ویاړلی کلتور د غلامو کړیو په وسیله د پردي کلتور تر اغیزلاندي راولي .

۲ – په هیڅ وجه د خپلوملي څیرو سپکاوی موږ ته د زغمولو وړ نه دی .

۳ – ملي ترمنالوژي یا(ملي اصلاحات) دې په خپل ځای خوندي پاته وې هیڅ یوه کړۍ یاشخص داحق نه لري چې هغه زیانمني کړي .

۴ – داچې بهرنیان اودهغوپردي پالي کړۍ هڅه کوي ترڅوپه افغانستان کې دمیشتوقومونوترمنځ درزرامنځ ته کړي له واکمني اداري څخه په جدي ډول غوښتنه کیږي چې ددې پردي پالوکړیودلاسوهونومخه ونیسي.ش

۵1 ځیني خودغرضه اوغلامې کړۍ په افغانستان کې دمیشتوقومونوترمنځ دنفاق زهرشندي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له مقاماتوڅخه موجدي غوښتنه ده چې یادي کړۍ دې ترټینګ تعقیب لاندې ونیول سي.

پورته پنځه مادي چې دژوندمدني ټولني له لوري ترتیب سوی صحت لري .ش

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *