د تبصرې لیکوال (حماد) د ښاغلي مظمین په لاس لیکل شوی کتاب «د عبدالحي مطمئن، د اتهاماتو ، افتراګانو او بهتانونو ټولګه» بللی دی.


له تېرو څو ورځو راهیسي مې د ملاعبدالحي مطمئن چې د طالبانو وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وو د نوي چاپ شوي کتاب په اړه بېلابېلې خبرې اورېدې ، مجالسو کې چا ښه او چا بد ورباندې ویل خو ما کتاب نه وو ترلاسه کړی نو د یوه لوري خوا مې هم نشوی نیولی، اګرچه د مطمئن د کتاب له چاپه ښه مخکې خبر وم ، دا چي مطمئن زه له نږدې پیږنم ځکه مې د هغه د کتاب موندلو او لوستلو سره چنداني دلچسپي نه وه د عدم دلچسپۍ یوعمده لامل مې دا هم و چې د کتاب د پښتۍ انځور مې فیس بوک کې لیدلی وو، هلته ښاغلي مطمئن ځان د امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد ویاند معرفي کړي وو په داسي حال کې چې ښاغلي مطمئن یوه ورځ هم د ملاصاحب مرحوم ویاند نه دي پاتې شوی نو له همدې ځایه مې د ټول کتاب پر محتوا او رښتینولي باندې شک پیدا شو.

خو وړمه ورځ مې یوه ملګري له کابله د ښاغلي مطمئن کتاب رالېږلی وو، او ټينګار یې کړی وو چې باید ویې لولم.

د کتاب لوستلو ته مې بیګاه ډډه ووهله ، یوه شپه او ورځ کې مې مکمل خلاص کړ، چې له مطالعې وروسته په دې پوهیدم چې د کتاب محرک تر ډېره عقده او له ځيني کسانو سره شخصي ستونزې او تعصب دی.

مطمئن نه یوازې دا چي د اسلامي امارت د ډيری مشرانو د سیاسي او جهادي کیریر د داغداره کولو لپاره یې هغوئ پسې دروغ ، تهمتونو، بهتانونه او افتراوې کړې وی بلکې د ځينو مشرانو پر شخصي حریم یې هم په دومره سپین سترګۍ سره تیری کړی دی چې ښایې یو کوڅه ډب ، اواره او انتهایي پست او لویدلی کس به یې هم فکر ونه کړي.

په داسي حال کې چې ښاغلی مطمئن یوه ورځ هم د لوی ملاصاحب مرحوم ویاند نه دي پاتې شوی په دې د اسلامي امارت ټول مشران او کشران خبر دی، ویاند څه چې د نوموړي د بد اخلاقۍ او بي لمازۍ له امله ښاغلی حتی د طالبانو په ټول حکومت کې ونه توانیدی چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له ریاسته بره لاړشي په داسي حال کې چې تر ده ډېر کمزوري طالب مسئولین ، لکه مولوي قدرت الله جمال آن د اطلاعاتو او کلتور تر وزارته ورسېدل.

د هماغو ورځو خبره دی وای کله چې قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو، لوی ملاصاحب ته مولوي شهاب الدین دلاور صیب وویل چې جمال دې د کوټې له نمائندګۍ څخه دومره لوړې چوکۍ ته پورته کړ په داسي حال کې چې مسلک یې هم نه دی خو دغه مطمئن به دې وزیر کړی وای چې دغه یې کار او مسلک هم دی.

وای ملاصاحب ورته وویل ، د مطمئن په اړه زه خبر شوی یم ، چې لمونځ نه کوي نو څوک چې له فرض لمانځه سره دومره بې باکه وي هغه به دا دومره ستر کار په دیانت سره څنګه اداره کړی شي.

په کتاب کې ښاغلي مطمئن پر دلاور صاحب هم تورونه لګولي دي چې له برطانوي ، پاکستاني او افغاني استخباراتو سره لاس او پټې یارانې لري او زامن یې هم د افغانستان د حکومت پر بورسونو بهر کې درسونه وایي.

د کتاب له مطالعې وروسته سړي ته په ډاګه او په ډېره اسانۍ سره جوتیږي چې دغه کتاب ښاغلي مطمئن په طالبانو کې د یوې خاصې حلقې چې هغه د ده جیب او خېټه ډکوي د خوښۍ لپاره او د یوې مضره استخباراتي ادارې په امر لیکلی دی.

په کتاب کې ټکول شوي شخصیتونه ټول هغه کسان دی چې د پورته ذکر شوو دوو حلقو لخوا هر وخت تر بریدونو لاندې نیول شوي او بدنام شوي دی.

ملا عبدالحي مطمئن د قطر د سیاسي دفتر پروسه چې په سیاسي ډګر کې د طالبانو یوه ستره او ډکه سیاسي لاسته راوړنه بلل کیږي هم تحریم کړې ، د امریکا ، قطر او جرمني استخباراتي ادارو پورې یې تړلې دی ، د یادې پروسې مرکزي کردار طیب اغا یې هم ټکولی او توهین کړی دی.

ملاعبدالسلام ضعیف چې کلونه یې د امریکایي وحشت په کرغیړنه تعذیب خانه ګوانتانامو کې تېر کړل ، د اسلامي امارت او اسلامي نظام لپاره یې سختې قربانۍ ورکړې، اوس هم د طالبانو دسیاسي حیثیت ساتلو لپاره یې شپه او ورځ پرځان یوه کړې او خپله مبارزه یې جاري ساتلې دی، د مطمئن په کتاب کې یې ټولې هڅې ، قربانۍ او ستړیاوې له پامه غورځول شوې او د نوموړي شخصیت یې ترور کړی دی.

پر دې سربېره یې تر ټولو ستر تهمت او افترا د ښاغلي معتصم په حق کې لګولې دی ، ښاغلي مطمئن په کتاب کې لیکلي چې له معتصم سره نږدې اړیکې او نه هم نږدې کاري سابقه لري خو بیا یې هم  آن د هغه پر شخصي او کورني ژوند تیری کړی دی .

 دغه بې سنده او بې ضرورته کار یې  د کتاب محتوا دومره پیکه کړې ده چې له ورایه بیخي یو عادي لوستونکی هم ورباندې پوهیږي چې دلته مطمئن په عقده کې تر حد زیات افراط کړي دي.

نوموړي د معتصم اغاجان په اړه ویلي چې له ده سره د ملاصاحب مرحوم د طالبانو د بودیجې پر سر لانجه وه او یادې پیسې معتصم اغاجان په شخصي توګه استفاده کولې.

د معتصم اغاجان پر اوسني دریځ او تګلاره نه غږیږو، د سم او ناسم قضاوت یې تاسي خپله کولی شي، خو دا یو واقعیت دي چې هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په قوي موقف کې وو ملاصاحب ته تر مطمئن په څو کرته ورتېر او د باور وړ وو،  له سقوطه را وروسته د امریکايي یرغلګرو پر ضد د جهاد پیل کې او د طالبانو په بیا انسجام او تمویل کې که وویل شي چې د معتصم ونډه نوي سلنه وه نو هیڅ مبالغه به ونه بللی شي.

ښاغلی معتصم وو چې له سقوطه وروسته یې ټولو ملګرو ته د بیا راټولېدو او د جهادي کارونو د شروع کېدو روحیه ورکړه ، زمینه یې ورته برابره کړه او ورسره موجود امکانات یې شریک کړل ، په دې ټول د امارت مشران معترف دي او په یوه خوله ښاغلی معتصم یو جرات مند ، پرکاره او جدي کس ګڼي.

له ښاغلي معتصم سره د مطمئن یوازینۍ ستونزه چې نوموړی یې دومره تخریب  ته اړ ویستلی دی شخصي عقده ده.

تر څومره چې زه خبر یم معتصم اغاجان د امارت ټولو مشرانو ته د کورونو د مصارفو لپاره پیسې ورکولې خو مطمئن له دغه امتیاز څخه بې برخې وو او همدا لامل دی چې نوموړی یې غچ اخستلو ته اړ ویست.

مطمئن ځکه ځيني محروم و چې نوموړي په لومړيو کلنو او سختو شپو ورځو کې له طالبانو سره له کار کولو رټ منکر وو نو طبعي خبره ده چې داسي کس ته بیا امتیازات هم نه ورکول کیږي.

او بل ښاغلي مطمئن په هماغو شپو کې د کندهار د مطبعې لس لکه کالدارې هم نقدې چغدې له رحمت الله کاکازاده صاحب څخه وهلې وې چې دغه کار یې هم د ډيرو مشرانو د نا رضایت سبب ګرزېدلی وو.

کیسه داسي وه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طالبانو د حکومت وروستیو شپو کې د کراچي کونسلګرۍ ته د مطبعې د ماشین اخستلو لپاره لس لکه کالدارې رالیږلې وې خو د ماشین تر خریدارۍ مخکې جنګونه پیل شول چې پایله کې یې اسلامي امارت سقوط وکړ او یادې پیسې د اسلامي امارت له قونسل مولوي رحمت الله کاکازاده سره پاتې شوې چې بیا مطمئن ورپسي ورغلی ، له کاکازاده څخه یې تر لاسه کړې او خپل ځان ته یې ښه ژوند په برابر کړ.

ښاغلي مطمئن ته په کار وه چې تر داسي کتاب لیکلو یې باید هیڅ څه لیکلي نه وی ، د ځان د مطرح کولو او شهرت لپاره یې بله لار لټولې وای، اوس هغه وخت نه دی چې  لوستونکي دي په پټو سترګو له هرچا سره هرڅه ومني ، خلګ اوس سترګور شوي ، د شعور کچه یې  لوړه شوې هرڅه په پټو سترګو نه مني بلکې هره لیکنه او هره پېښېدونکې واقعه له څو ابعادو څيړي وروسته قناعت او قضاوت ورباندي کوي.

وماعلینا الاالبلاغ المبین.

یادونه : اوس سفر کې یم همدومره مې ولیکل، که ژوند یاري وکړه له اختره وروسته به ان شاء الله د ښاغلي مطمئن پر کتاب تفصیلي لیکنه کوم

24 thoughts on “د عبدالحي مطمئن پر کتاب د «حماد» نقد”
  1. د ښاغلي “حماد”صاحب تبصره مي ولوستل چي څه ېي وېلي دي حق ېي وېلي دي د مثال په توګه د ضعیف صاحب خدمت د امارات لپاره څه لږ نه دی لکه څرنګه چي ښاغلي مطمئن وړاندي کړی دی او د ښاغلي ضعیف په څېر معتصم آغاجان چي کوم خدمات دولس لپاره او دامارات لپاره سره د مجاهدینو لپاره وړاندي کړي دي فکر نه کوم چي ثاني ېي موږاوتاسي پیدا کړو.. په ډېر مشکل او سختو حالاتو کي ېي خپل مجاهد ولس مبارزې ته چمتوکړی دی مبارزه ېي کړې د او دا مبارزه به ښاغلئ د تل په څېر پر مخ وړي که خدای کول

  2. نومطمېن خوهم یو څوک دی تاسو یې ولې دومره سپکاوی کوی ،هغه خو رښتیا دامارت یومشهورکس و،مګرتاریخ نه شم ورته ویلای اونه حقائق ځکه چي زه په دې پوره معلومات نه لرم که تاسو معلومات لری نو هغه وړاندې کړی لکه ځیني ټکي چي تاسوورته اشاره کړې ،خوالبته دومره بایدووایو چي ټولې پټې څیرې دي بربنډې شي ترڅو راتلونکی ولس نور ونه غولیږي

  3. ياره دې خوموږ په ټولو مذهبیانو بې باوره کړو ،نوپاته څوک شوي تاسودامارت تاریخ لیکي اوکه یې بدنامه کوي ورک شه ته چي دومره غښتلې وي نوولې دې هغه مهال په دې اداره کې کار کاوو

  4. داطلاعاتو کلتور وزیریې ځکه توهین کړی چي نوموړي ته یې داستعداد مطابق دنده سپارلې اومعتصم اغا ټول امارت پيژندل چي یواځني کس وپه امارتي نظام کې یې اقتصادي وده اوبدلون راوست خومطمئین ته پیسې نه دي ورکړې اوهغه دامارت دخاص مقام سړی وباید نور هم توهین

  5. دا زوی مړی به تل ویل چي واک ټول دکندهاریانو ده اوباید په وړاندې یې څه وشي.

  6. ماپه کې دانکته هم دحماد صیب سمه اوپرځای خبره وګڼله :ښاغلی معتصم وو چې له سقوطه وروسته یې ټولو ملګرو ته د بیا راټولېدو او د جهادي کارونو د شروع کېدو روحیه ورکړه ، زمینه یې ورته برابره کړه او ورسره موجود امکانات یې شریک کړل ، په دې ټول د امارت مشران معترف دي او په یوه خوله ښاغلی معتصم یو جرات مند ، پرکاره او جدي کس ګڼي

  7. دحماد صیب خبرې ځکه پرځای دي چي اوس وخت امریکایان کوشش کوي چي ټول مذهبي اواسلامي قدرونه توهین کړي خوحماد صیب لیکي::تر څومره چې زه خبر یم معتصم اغاجان د امارت ټولو مشرانو ته د کورونو د مصارفو لپاره پیسې ورکولې خو مطمئن له دغه امتیاز څخه بې برخې وو او همدا لامل دی چې نوموړی یې غچ اخستلو ته اړ ویست.
    مطمئن ځکه ځيني محروم و چې نوموړي په لومړيو کلنو او سختو شپو ورځو کې له طالبانو سره له کار کولو رټ منکر وو نو طبعي خبره ده چې داسي کس ته بیا امتیازات هم نه ورکول کیږي.
    او بل ښاغلي مطمئن په هماغو شپو کې د کندهار د مطبعې لس لکه کالدارې هم نقدې چغدې له رحمت الله کاکازاده صاحب څخه وهلې وې چې دغه کار یې هم د ډيرو مشرانو د نا رضایت سبب ګرزېدلی وو.
    کیسه داسي وه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طالبانو د حکومت وروستیو شپو کې د کراچي کونسلګرۍ ته د مطبعې د ماشین اخستلو لپاره لس لکه کالدارې رالیږلې وې خو د ماشین تر خریدارۍ مخکې جنګونه پیل شول چې پایله کې یې اسلامي امارت سقوط وکړ او یادې پیسې د اسلامي امارت له قونسل مولوي رحمت الله کاکازاده سره پاتې شوې چې بیا مطمئن ورپسي ورغلی ، له کاکازاده څخه یې تر لاسه کړې او خپل ځان ته یې ښه ژوند په برابر کړ.

  8. زنده باد مطمئن صیب ټول طالبان یې په یوه کتاب وقهرول داکار به نوچا کاو.هههههههه
    اوس موقع ده چي دکوم امریکابوجۍ خولې ته خپله لمن ونیسي

  9. سلامونه: پر کتابونو بحثونه کول د هرچا حق دی او بائد چي دا کار وشي. خو عجيبه ده چي حماد صاحب ځني ځايونو کي داسي الفاظ استعمال کړي چي د خپل نقد په اړه به خلک په ده شکونه وکړي. تنقيد که په دلائلو وشي نو کيدی شي خلک پري اعتبار هم وکړي، ليکن حماد صاحب څخه په بخنه غوښتو به ووايم چي د وي هم لږه بي احتياطي کړي ده. حماد صاحب سره البته په دي موافق يم چي د ځني شضصياتو په اړه چي مطمين صاحب کتاب کي څه ليکلي دي نو داسي نه وو مناسب. زما خو ډيرو مشرانو سره ليدل کتل او خبري نه دي شوي ولي ضعيف صاحب سره مي ډير ليدل شوي کله چي پاکستان کي سفير وو او کابل کي هم، ډير ښه انسان دي . سره له دي چي ملا اغا جان معتصم صاحب سره ما نه دي ليدلي البته د تلفون او سکايپ د لاري ورسره خبري شوي چي هغوي هم نفيس او همکاري کونکي انسان دي. ډير خلک يي د طالبانو پر وخت د رول ستائنه کوي. د ژرنالست په حيث زه به نورڅه نه وايم هسي نه چه زما لپاره هم فتوا تياره وي.

  10. ښاغلي مطمئن د خپل کتاب لپاره، دوه مهم ټکي د اصلي موضوع په توګه انتخاب کړي ، هغه لکه څنګه چې یې له نامه نه ښکاري، ملامحمد عمر مجاهد او طالبان. د افغانستان په اړه بحث یې داسی ښکاري چې طفیلي .او د آري موضوع لپاره د مدخل په حیث راوړل شوی
    خو په دې کې یوه نیمګړتیا ما ته دا ښکاره شوه چې ملامحمدعمر یوازي په نوم یاد شوی او ورسره د مجاهد
    لقب چې نژدي د نامه یو نه بیلیدونکی ټکی ګرځیدلی ؛ نه دی ورسره ذکر شوی. کیدای شي د لیکوال به اختصار یا بل کوم غرض و، خو د دې په وجه سړی داسی محسوسوي چې دا کتاب ګویا د مشر د ویاند له لوري نه، بلکي د ه کوم بهرني هیواد مزدور ژورنالیست په لاس لیکل شوي دی.

  11. ناندريزې ليکنې موږ ته څه ګټه لري؟!
    حماد صيب ښه وايي؛ ځکه په داسې حال کې چې ښاغلی مطمئن که همداسې د هغو اشخاصو ځپلو ته دوام ورکړي چې لسيزې يې انډيوالي او ملګرتيا ورسره کړې نو ښايي يوه ورځ به نوموړی هم خامخا څوک وپوښتي چې ښه نو تا ولې په يوه داسې ډله کې خپل وختونه لګول چې زياترو مشرانو يې تر دې کچې اخلاقي نيمګړتياوې درلودې؟
    بيا به دی څه ځواب لري!
    هوښياران وايي څوک چې پورته لاړې توکي بيرته يې پر خپل مخ رالويږي. دا سره له دې چې کوم مشران د ښاغلي مطمئن تر نيوکو لاندې راغلي، د زياترو په ګومان له يادو نيمګړتياؤ پاک دي.
    زه هم چې تر کومه يې ځينو سره پېژنګلوي لرم نو که خدای ته ښه وي، د خير سړي دي او الله تعالی دې نور هم په خير لري. البته د مطمئن صاحب د کتاب په هکله مې خپل ځاني نظر دا دی چې نوموړی بايد په بل وار چاپولو کې دغه شان ناندريز ټکي ټول ترې وباسي. يو خو له دې امله چې په کتاب کې ځپل شوي اشخاص که هر څنګه وي مسلمانان او اسلامپالي دي. دوی که اوس هر چېرې دي خو اسلام ته ژمن او خپل هېواد او خلکو سره خواخوږي لري. د هېواد خپلواکي، د اسلامي شعايرو لوړتيا او د افغانانو لپاره د پت او عزت ګټل يې د زړه له تله ارمانونه دي.
    داسې اشخاص که هر چېرې وي بايد په خير ياد شي، دعا ورته وشي او د اسلامي تحريک د روان کاروان کلک ملګري او لاروي وګڼل شي.
    زه خو آن پر هغه وخت، قلم او کاغذ هم افسوس کوم چې په اوسنۍ زمانه کې يې څوک د يو مسلمان په بدرنګۍ ضايع کوي. ولې نور داسې کوم څه نه ؤ چې د دې پر ځای يې خپل وس او هر په هغه کې مصرف کړی وای! زما په ګومان ټول ملګري او دوستان بايد له دغه شان ليکنو په کلکه ډډه وکړي، ځکه غليمان خو که هر څه وايي، رقيبان او دښمنان به وي. خو کله چې د يوې ډلې له منځه يو د بل تخريب شروع شي، دا نو بيا هماغو غليمانو ته پرته له نقل ورکولو بل څه نه دي. ليکوال دې بيا هم فکر وکړي چې په دغه شان ليکنو کې به ګټه څه وي، د چا زړه به پرې ښاد شي او زموږ په کومه ستونزه حل کړي.

  12. دیوه بې دینه لیکوال کتاب لیکنه به بې دینه وي داسلامي نظام دناکامیدو عمده علت همدا وچي په دې کښتۍ کې مطمېن هم مېشت و؟؟؟؟

  13. دمعتصم اغا په اړ دیوه عیني شاهد په ډول قسم کوم نورمنل اونه منل یې ستاسوکارپه هرات یوشیخ الحدیث عالم ورته یوفاج پګړۍ په تحفه کې مخته کښېښود هغه ورته وویل چي داڅه دي شیخ صیب ورته وویل چي صیب داستاسو لپاره تحفه ده معتصم اغارنګ تکسورشو،هغه شیخ ته وویل چي ددې فاج روپۍ ستاسودکورنۍ دبادامو حاصل دي اوکه دبیت المال هغه ول بیت المال نوموړي وربیرته کړل چي زه دبیت المال تحفه نه کوم تاسو ته دې مبارک وي،مطیئن صیب ولې داسي (دانساني اومسلماني حیثیت لو) پیل کړي لږدې په خپل ګریوان کې وګوري چي اوس نړۍ کې څه تیرېږي .

  14. ترکومه چي زه خبریم
    دمطمئین کتاب اوس ډیرشهرت ځکه پیداکوي چي هغه په مشهورو څیرو نیوکې کړې
    خودکتاب په یوه برخه کې یې په ذاکري چي دمعتصم اغا ملګری وحواله ورکړې خوذاکرې دیوې ځانګړې وینا په مهال ویلي چي (عبدالحي مطمئن صاحب خپل کتاب (ملا محمد عمر طالبان افغانستان) کي د ملا اغاجان معتصم په اړه زما په حواله لیکلي ( همدا راز دهغه خاص ملګري ملا بخت الرحمن ذاکري وایې یو ځل په هیئتي کي د فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ ته لاړو، هلته معتصم صیب امنیه قومندان ته فاحشه کنځل وکړل، قومندان او ملګرو یې معتصم سخت وډباوه.

    دغه خبره کي مطمئن صاحب فاحشه سهوه کړي، ځکه داندخوي شخړه د کنځلو په صورت کي نه بلکي د سوء تفاهم په صورت کي رامنځ ته سوه، او شخړه له وسلوال سره نه بلکې له حاجي ملا عبدالسلام اخوند کوم چې د ملا برادر اخوند نظامي قومندان او د اندخوي په شمول د درو نورو ولسوالیو مسؤلیت هم ورته سفارل شوی وه.
    او دغه شخړه کي یواځي ملا اغاجان معتصم نه ده وهل شوی، شخړه رامنځ ته سوه ملا عبدالسلام اخوند او ملګرو یې مونږ نه وه پیژندلي او دا بیا زمونږ تیروتنه وه چې هغو ته مو ځانونه نه وه معرفي کړي.
    پنځلس نفره مونږ وه، شل پنځه ویشت نفره د ملا عبدالسلام اخوند وه، جنجال پیښ سو، د ولسوالۍ په صالون کي یو پربل باني دسوکانو وارونه تبادله سوو مونږ هم ووهل سوو او دوي هم.
    لږګړی وروسته وضعیت نورمال سو، مونږ د ولسوالۍ مقام خوشی کړ، ولاړو شپه مو له ښاروال سره وکړه، سهار چې کله ملا عبدالسلام اخوند له اصلي صورت الحال څخه خبر سوو چې دا خلګ څوک او څنګه راغلي وه، بیا راغی له ملا اغاجان معتصم څخه یې بخښنه وغوښته.
    او نه یواځي په دغه پیښه کې معتصم اغاجان فاحشه کنځل نه دي کړي، بلکي زما دټولي ملګرتیا په دوران کې ما له نوموړي څخه فاحشه کنځل نه دي اوریدلي، هوکي ډيري تیروتنې او سهوي به یې کړي، وهل ډبول به یې کړي وي، خو فاحشه کنځل یې عادت نه وه.
    نوموړی ذاکري وايي چي مبالغه یې کړې اوخبره یې سرچپه غوندې کړې ،ذاکري وايي راسره میلمه و ،ماورسره ډيرې ګپې شپې وکړې مګرهیڅ کله یې ددې خبرې یادونه ماته نه ده کړې،داسي ښکارې چي ښکاري و.ذاکري یې بدنام کړخوځان یې ترهرچا ډيربدنام کړ.،ذاکري مې اشنای دی وروستۍ میلمستیامې دکراچۍ په یوه هوټل کې ورسره خوړلې خوامې په بده شوه ،مګرمعتصم اغا دیوه توندخو انصافانه مزاج خاندوالبته هغه دومره کنترول اوحوصله لرله چي دیادې پېشې په اړه مثبت عکس العمل وښي ،خومطیمېن صیب ته کیدای شي دا دنده ورسپارل شوې چي دطالبانو بنسټیزمشران توهین کړي ،مګرمطمېین چالاک ټوکمارو خوبډمار لانه و راته معرفي شوی اوس پرې خوابده شوه .

  15. مطمئین باید حقائق څرګند کړي حماد صیب تاسو ولې دحقائقو په وړاندې نیوکې کوي باید هغه یوې مناظرې ،مجادلې ،مباحثې اومقابلې ته حاضرشي اوبیا یې په اړه تنقید وشي خوداچي هغه کتاب دامارت اویانورو عیني شاهدانو لخوا نه دی تائید شوی نوهغه هم بې معنی بلل کیدای شي

  16. ښاغلې مطمئن صاحب ډېره لوی او ستره سهوه مو کړې
    کم کس چي د امارات ستوری دی او امارات پرې نازيږي(معتصم آغا جان) تاسي د خپل ذاتي مفاد لپاره پر هغوی نیوکه کړې ده
    الله دي هدایت درته وکي

  17. هغه متل دی وایې د درواغو منزل لنډ دی، نو د مطئن درواغ خدای تعالی رسوا کړل . حماد صاحب ته دي الله ج د خیر جزاء ورکړي چې واقعا یو اسلامي او ملي مسؤلیت یې تر سره کړ .

  18. ښاغلي مطمئن صاحب په خپل کتاب کي د خير القرون مشران په ګوته کړي دي، او موجوده خاينان زندي هېر دي. خو البته په دې کشي به هم شايد د مطمئن صيب مجبوري وي؛ځکه دی زه په دې اړه مرفوع القلم ګڼم.د امارات همدا سابقه مشران وه چي امارت خلګو وپيژندي او په نړۍ کي يي عزت او نوم پيدا کړی، او د دې موجوده مشرانو برکت دادی چي امارت په ټول نړۍ کي بدنام سو، طالب او مجاهد يو ښکنزل او بدترين مصطلحات وګرزېدل-احوال او واقعات د هيچا څخه پټ دي، حقايق ټول څرګند دي- تاسو اوس خپله قضاوت وکړی چي مطمئن صيب سومري ريښتني او صادق ليکوال دي او د ده له کتاب څخه به ولب ته سومره ګټه وشي.
    معتصم صيب، ضعيف صيب او اکبر آغا هر يو داسي لکه د امارت جز لاينفک ګڼل کېدل، بطور خاص معتصم آغا صيب خو امارت ته يوه نوې روح وروبښل، او په داسي وخت کښي چي د امارت او طالب نوم اخستل عذاب وو آغاصېب ټول پاشل سوي مشران په ډېر حکمت اوتدبر سره په يوه ټغر را غونډ کړل او امارت ته يي نوی ژوند او نوی روح ورکړی.
    خو متاسفانه زموږ ليکوالان د يوسو خيشمړو به بدل کښي خپل مشران او دهغو کارنامې او قربانيان داسي هيري کړي چي وچ دښمن ترې جوړ کړي. خدای فرمايي: من لم يشکر الناس لم يشکر الله.
    د يوچا احسان او ښېګڼې هېرول دا د مشرکينو عادت وو، نبي عليه السلام به د کفارو او منافقينو معمولي او ادنی احسان هم نه هيروی او دهغه بدل به يي ورکوی، خو افسوس صد افسوس …….

  19. حماد صیب
    په قلم دې افرین شه ،خومطمین غوښتل چي صلیبي ځواکونو امتیاز ترلاسه کړي ،خوهغه نه پوهیدی چي ولې خپل ټول عمرکړی چوپړ په یوه کتاب وبایلي.

  20. سلامونه
    ګرانولوستونکو تاسو ولې څوک حقاېقوته نه پریږدی هرڅه چي یې لیکلی دا دهغه معلومات اونظریات دی تاسو خلکوله معلوماتو اونظریاتو ولې راګرځوي

  21. دافغانستان کشاله تل همداسي بې بنیادو خبرو په شخړو بدله کړې وي

  22. دمعتصم اغا په اړه چي څه ویل هغه زه خبریم ،نومړی داقصادي اومادې پریشانۍ له امله په هغه پسي هسي له ځان قصې جوړې کړې هغه دمعتصم اغا په ملګري ذاکري باندې حواله ورکړي ،خوذاکري داټولې خبرې دروغ اوبې بنیاده وګڼلي.

  23. افسوس صد افسوس
    بیا وای چي افغانستان ولي نه جوړیږي
    د معتصم آغا رقم کس په سي چي ته رد او بد ووایه نو نور څه در پاته شول په خدای دي مي قسم دی چي دا معتصم صیب نه وای نو امارت هم چا پېژندلی وای
    او د معتصم اغا رقم چي 2,3 نور داسي مخلصه کسان وای نو امارت به وس پر آسمان ځلېدای
    په خپل ذاتي مسائلو کي پر مشرانو بد رد واي همدغه وجه دي چي امارت ېي په ټول نړی کي رابدنامه کی او په نړی کي ېي په ترهګر ور وپېژنړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *