خبریال : علي محمدنظري ـ ښرنه، پکتیکا –
دپکتیکا فرهنګیانو ددې ولایت دوتلي ،نازکخیال او تکړه لیکوال اوشاعر عبدالرحمن (غضري) په ویاړ غونډه او مشاعره ترسره کړه.
په دې ادبي ناسته کې چې دپکتیکا داطلاعات اوفرهنګ ریاست په مسؤلینو،ښاروال،قومونو اوسرحدونو چارو رییس، لیکوالو اوشاعرانو سربېره دپکتیا او غزني یوشمېر لیکوالو او شاعرانو هم ګډون کړی وو، دغضري ادبي هڅې وستایل شوې او نوموړی نور هم وهڅول شو ترڅو دټولنې دخدمت او ادب دودې په موخه نور ادبي اثار هم ټولنې ته وړاندې کړي.
دپروګرام په لومړي سر کې لیکوال او شاعر او دپکتیکا دژورنالیستانو دخپلواکې ټولنې مشر محمدیاسین یاسین دغونډې پرانیستونکې خبرې وکړې، او له راغلیو مېلمنو اوګډونوالو یې په دې غونډه کې دګډون په موخه مننه او قدرداني وکړه.
یاسین همدارنګه وویل، دغضري شاعري له نازک خیالۍ اورنګینیوڅخه ډکه ده،دشعر اولیکوالۍ ښه وړتیا او ځانګړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه : ((موږ په پکتیکاکې دغضري په څېر نور ښه استعدادونه هم لرو،او فرهنګپال پلان لري، په راتلونکو کې دهغوی په ستاینه هم ورته غونډې جوړې کړي.))
یاسین دنننۍ ادبي ناستې له تنظیموونکو څخه هم مننه څرګنده کړه، چې دخپلو لیکوالو او شاعرانو دهڅونې او ستاینې لپاره یې زیار ایستلی، او له هغوی سره یې خپله رښتینې مینه ښکاره کړې ده.
دولایت دسکټور رییس اوفرهنګپال ځوان، واصف الله واصفي اسلام له نظره دشعر او شاعر په اهمیت رڼا واچوله، له قرانکریم وروسته یې شاعرې تر ټولو خوږه ژبه وبلله.
دپکتیکا داطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدي دغضري دشاعري دستاینې ترڅنګ له پکتیکا مېشتو فرهنګیانو سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دپکتیا پریس کلب مشر ،لیکوال اوژورنالیست احسان الله مهجور هم دغضري ټول شعرونه او لیکنې په زړه پوري یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه،دغضري لیکنې یې دخواله رسنیو له لارې لوستې اوکتلي، چې دده پروینا له مفهومه ډکې او دټولنې درد پکې نغښتی دی.
مهجور دپکتیکا داطلاعاتو اوفرهنک پر ریاست هم نیوکه وکړه،څرنګه چې لازمه ده دفرهنګیانو او لیکوالو لپاره یې هماغسي څه نه دي ترسره کړي.
ده وویل: (( موږ په پکتیکاکې دغضري ترڅنګ نور ډېر دښې وړتیا لرونکي شاعران او لیکوالان هم لرو، ولې دکار او تشویق زمینه ورته نه ده برابره شوې.))
دغزني څخه راغلي لیکوال عبدالمجید ژړاند په پکتیکاکې دغضري په ویاړ جوړه شوې غونډه نوښت وباله ، او ددې غونډې مبارکې یې غضري او دغونډې نورو برخه والو ته وړاندې کړه.
درسنیو په استازیتوب محمدالله همت یار دشعر او ادب په برخه کې دسیمه ییزو راډیوګانو دادبي خپرونو اوهڅو څخه یادونه وکړه.
نوموړي زیاته کړه : (( دپکتیکا درې خپلواکي سیمه ییزې راډیوګانې هره یوه یې دشاعرانو او لیکوالو دهڅونې او ادبي بهیر دپرمختګ لپاره ځانګړې خپرونې لري،او هم یې هر وخت دهغوی شعرونه، مشاعرې او ادبي ناستې په وار سره خپاره کړي دي.))
دپکتیکا ځوان اونازکخیال شاعر اولیکوال انعام الله ګوهر چې دنننۍ ناستې په جوړېدوکې یې ډېره هڅه کړې وه، دپکتیا اوغزني له فرهنګیانو قدرداني وکړه چې زیار ایستلی او له دوی سره په ښرنه کې دغضري په نمانځغونډه کې برخه واخیسته.
ګوهر وویل: (( موږبه دتکړه شاعر عبدالرحمن غضري سربېره خپل نور شاعران هم په ورته غونډو وستایو اوهغوی به وهڅوو ترڅو په پکتیکاکې د ادب بهیر دنورو ولایتونو سره سیال کړو.))
ګوهرهم وویل، چې پکتیکا لسګونه ښه استعدادونه لري، چې تراوسه یې دتشویق لپاره کوم دپام وړ کارنه دی ترسره شوی.
دپکتیکا یوبل ځوان لیکوال عظمت کټوازي دعبدالرحمن غضري لنډ ژوندلیک ولوست.
وروسته دعبدالرحمن غضري په یادمشاعره پیل شوه چې ټولوشاعرانوپکې خپل شعرونه ولوستل.
دیادي مشاعرې په پای کې شاعراولیکوال عبدالرحمن غضري په خپلوخبروکې زیاته خوښي څرګنده کړه اوله ټولوهغوخلکونه چې دده په یاد په جوړه شوې مشاعره کې یې هلې ځلې کړې دي مننه وکړه.
نوموړي وویل : ((ترمانورحقدارهم ډېردي خوداچې پکتیکاوالوفرهنګیانودتشویق دغه ویاړماته راوباښه ،زیاته قدردانې یې کوم اوتردې وروسته به هڅه وکړم چې په دې برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم زیاتي کړم.))
بایدوویل شي چې عبدالرحمن غضري دپکتیکاولایت دخېرکوټ ولسوالۍ دپاینده خېلودکفترۍ دکلي اوسېدونکی دی ،چې له نږدې ۲۲ کلونوراپه دې خواپه سعودي عربستان کې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډوډۍ دپیداکولولپاره دمسافرۍ ترخه وختونه تېروي .
خوراښکلي اوهنري شعري اونثري لیکنې هم کوي چې چاپ شوی کتاب یې شعري ټولګه (ورېښمین کاڼي) دی اوڅونورناچاپ اوچاپ ته چمتوشعري اونثري کتابونه هم لري.