2015-08-22
نمبر: Log/youth/008
راپور: نجیب الله پیمان
د عبدالرحیمزیو ځوانانو شورا د خپلو اوونیزو غوڼدو په لړکې دا ځل خپله غونډه د تیرې جمعې په ورځ د اسد (زمري) میاشتې په 30 نیټه، د سفید سنګ د غره لمنې په کلي کې د تورن صاحب محمد بشیرعبدالرحیمزي (د ډاکټر عجب ګل نیاز عبدالرحیمزي ورور) په کور کې په داسې حال کي ترسره کړه چې د نورو غونډو برخلاف تر دوه سوه زیاتو مشرانو ځوانانو او قومي سپین ږیرو پکې برخه اخیسته وه.
غونډه د استاد احسان الله له لوري د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د پیل او د غونډې په پیل کې د غونډې کوربه ډاکټر صاحب عجب ګل نیاز عبدالرحیمزي (د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو د ټولنې ستر سلاکار او د ولسي جرګې راتلونکوټاکنو ته د لوګر ولایت څخه احتمالي نوماند) میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ځوانان د هیواد او ټولنې د ملا تیر وبلل او زیاته یې کړه، ځوانان له فکري او فزیکي اړخه کولی شي په ټولنه کې د شته ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي او ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي، څو ټولنه د پرمختګ په لور یون پیل کړي.
ښاغلي ډاکتر صاحب نیاز وویل په لوګر کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو شورا هڅه کوي ځوانان سره یو موټی او متحد کړی او د دوی دوره یي حرکت به ټولو کلیو او بانډو ته وغځیږي څو له دې لارې ټول مشران او ځوانان، د دې ټولنې په موخو او کړنو خبر کړي.
ورپسې د تیرې غونډې د پریکړې په اساس داځل د غونډې مشري محترم نصرت الله وفا تر سره کوله.
د پروګرام سره سم محترم نصرت الله وفا د غونډې مشرانو میلمنو هریو محترم تورن صاحب کتاب جان او محترم ډګروال صاحب عبدالاحد، محترم استاد احمد جان احمدي، محترم جلال الدین، محترم ملک صاحب جمیل او نورو مخورو ته په لوګر او کابل ولایتونو کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې د رامنځته کیدو او په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي وفا وویل د لوګر د عبدالرحیمزیو ځوانانو ټولنه د عبدالرحیمزیو مشرانو ټولنې ته په بشپړ احترام له هغوی سره په ټکر کې نده، او د ځوانانو دا شورا به هم د دوی په پله پل ږدي او مشرانو کړنې به تعقیبوي او د قوم د یووالي لپاره به تر خپله وسه هلې ځلې کوي.
وروسته د ټولنې موقت مشر نجیب الله پیمان هم د ټولنې د موخو او لاسته راوړنو په اړه لنډی خبرې وکړې.
ده وویل خوشحال یم چې تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا ځان د هغه لس کسیز کاروان له پیل څخه اوس د خپلو سلګونو عزیزانو په مینځ کې وینم او له ښاغلي تورن محمد بشیرعبدالرحیمزي څخه هم د زړه له تله مننه کوم چې دا ډول موقع برابره کړیده.
پیمان د شورا د جوړیدو، تشکیل او لاسته راوړنو په اړه لنډې خبرې وکړې او ددې شورا جوړیدل یې په اوس وخت کې یوه اړینه اړتیا وبلله، خو زیاته یې کړه چې دا هرڅه اوسمهال په موقتي شکل سره دي.
ورپسې د غونډې د ګډونوالو لخوا د رایو په غوڅ اکثریت د ټولنې جوړیدل او د دوی د کړنو ستاینه وشوه او دا کار د قوم او ولس د یووالي او خدمت په موخه یو نیک او ستر ګام په داسې حال کې وبلل شو چې د مجلس دوه تنه ګډونوالو محترم تورن صاحب کتاب جان او محترم ډګروال صاحب عبدالاحد په ټولنه باندې یو شمیر نیوکې هم لرلې، چې د ټولنې د غړو لخوا په پوره متانت او ورین تندي سره د دوی نیوکې واوریدل شوې.
په سرکې قومي مشر ښاغلي کتاب جان که څه هم د ټولنې جوړیدل یو نیک ګام وباله خو زیاته یی کړه چې ټولنه باید د مشرانو په سلا او مشورې سره جوړه شوې وه او خدای ناخواسته هسې نه چې دا ټولنه په ډلو ټپلو وویشل شي او قوم د نفاق لور ته بوځي، ده یادونه وکړه چې د ټولنې د هر ګام په اړه باید مشرانو سره سلا مشورې وشي څو ټولنه د پرمختګ په لور ګامونه واخلي او د قوم د پرمختګ سبب شي.
ورپسې محترم ډګروال صاحب عبدلاحد او محترم ډاکټر صاحب نادرخان هم په خپل وار سره په ټولنه نیوکه درلوده او زیاته یې کړه چې د یادې ټولنې د جوړیدو او تشکیل په اړه يې تر دې وړاندې هیڅ مالومات نه درلودل او دا لومړی ځل دی چې د ټولنې په اړه خبریږي او په غونډو کې ګډون کوي، ښاغلي عبدلاحد وویل ټولنه په داسې حال کې رامنځته شوې چې زه په خپله د ښاغلي ملک صاحب بهاول په مشرۍ د عبدالرحیمزیو د شورا برحاله مرستیال یم.
همدا راز د دوران خیلو د کلي فعال ځوان محترم دل آغا هم د یادې شورا د ټاکلي پلاوي په ټاکنه باندې یو شمیر نیوکې درلودې چې د ځوانانو په همغږۍ کې پاتې راغلي او ورسپارل شوې دندی په ښه توګه نه ترسره کوي.
د غونډې د ګډونوالو د نظرونو تر اوریدو وروسته د لوګر د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې موقت مشر نجیب الله پیمان په ډیره سړه سینه د مشرانو پوښتنو ته ځوابونه وویل ده وویل د ځوانانو په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې د عبدالرحیمزیو ځوانانو شورا په هیڅ کومه ډله ټپله پورې نده تړلې او یواځې او یواځې یې د قوم او ولس خدمت ته ملا تړلی ده، ده وویل تر اوسه مو د قوم د ځوانانو په استازیتوب ښه نوم راوړی او تر دې وروسته به هم هڅه کو چې د قوم د خدمت جوګه وګرځو او د قوم د یووالي لپاره به کار کوو، ده له مشرانو غوښتنه وکړه موږ ستاسې سلا مشورو او ملاتړ ته اړتیا لرو، که موږ په غلطه لاره تلو تاسو مو مخه ونیسی.
پیمان د ښاغلي ډګروال عبدلاحد په ځواب کې وویل که څه هم په ټولنه کې د هر کلي استازي شتون لري او د دوی دنده ده چې د هرې غونډې تر پای ته رسیدو وروسته د کلي مشران او کشران د غونډې په پریکړو خبر کړي، خو تر دې وروسته به د هرې غونډې او هرې پریکړې په اړه موږ له تاسې ښاغلي سره اړیکه نیسو، او د تیرو غونډو د نه خبریدو په اړه هم درنه بښنه غواړو.
پیمان زیاته کړه لا هم د لوګر او کابل لپاره د ټولنې غړي په موقت ډول په دندو ګمارل شویدي، چې په نږدې راتلونکې کې به يې تر منځ د اعضاو د یو کلني دورې لپاره ستاسې په سلا او مشوره او څارنې لاندې ټاکنې ترسره شي.
همدا راز د ښاغلي دل آغا ته هم ډاډ ورکړل شو چې یاد کسان په موقت ډول دي او تر دې وروسته به هڅه وشي چې په راتلونکو ټاکنو کې نوي ځوانان په دندو وګماري، د پیمان په وینا یاد ځوانان یې په زور اړ کړي چې یادو دندو ته اوږه ورکړي، اوپه راتلونکې کې ژمنه کوي چې د یوې اجراییوي کمیټې او ازادو ټاکنو له لارې به وړ او مناسب ځوانانو ته د دوی د وړتیاو سره سم مناسبې دندې و سپاري.
ورپسې ښاغلي ملک صاحب جمیل، ښاغلي تورن محمد بشیر، ښاغلي جلال الدین ښاغلي استاد احمد جان احمدي او نورو مشرانو هریوه په خپلو خبرو کې د لوګرعبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې د رامنځته کیدو ابتکار، کړنې او لاسته راوړنې وستایلي او له ټولنې څخه یې په غوڅ اکثریت خپل ملاتړ اعلان کړ او د هر راز مالي او ځاني مرستې ټټر یې وډباوه دوی له یادو مشرانو هم غوښتنه وکړه چې ځوانان تشویق او ملاتړ یې وکړي، چې د دوی خبرې د پورته مشرانو د قناعت وړ هم وګرځیدې.
همدا راز په غونډه کې ټولو مشرانو د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د ښاغلي ډاکټر عجب ګل نیازعبدالرحیمزی د کاندیداتوري څخه په یوه خوله یو ځل بیا کلک ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې نوموړی له قانوني او مشروعو لارو څخه ولسي جرګې ته د خپل استازي په توګه رسوو، د غونډې ګډونوالو د ډاکټر عجب ګل نیاز د زده کړو، کاری تجروبو، شخصیت، اسلامیت، تیرو کړنو او لاسته راوړنو ته په کتو د ولسي جرګې لپاره د لوګر ولایت څخه د عبدالرحیمزیو د قوم په استازیتوب یو وړ اومناسب کس وباله، که څه هم یو شمیر کسانو پدې برخه کې د ځینې ستونزو یادونه وکړه خو ژمنه وشوه چې یادو ستونزو ته به ژر تر ژره د حل مناسبه لار ولټول شي.
د غرمنی تر خوړلو وروسته د ټولنې کلیدي غړو د اجنډا سره سم په یو شمیر هغو موضوعاتو هم خبرې وکړې چې په تیره غونډه کې ورته سپارل شوې او هر یوه غونډې ته دخپلو کړنو راپور واوروه.
همدا راز د حق العضویت او له ټولنې سره د مالي مرستې د ترسره کولو په موخه په تیره غونډه کې د نیول شوي لیست په اساس پریکړه وشوه چې په لیست کې هر غړی به د میاشتې (500) افغانۍ د دفتر او نورو مصارفو په موخه ورکوي، چې پدې برخه کې د ډاکټر صاحب عجب ګل نیاز او تورن صاحب محمد بشیر بل مخلص ورور محترم الحاج منګل نیاز عبدالرحیمزی هم د خپلو ورونو په پله پل کیښود او له ټولنې سره يې د دفتر شپږ میاشتی کرایې ته اوږه ورکړه اویادې (15000) افغانۍ یې لاس په لاس د ټولنې غړو ته وسپارلې، چې د ټولنې ټولو غړو ترې مننه وکړه، او له نورو کسانو يې هم غوښتنه وکړه چې د ټولنې ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې دې د یادو مشرانو لاره تعقیب کړي.
ددې تر څنګ د لیست موجوده ډیری غړو هم هریوه تر خپلې وسې پورې نقدي مرسته وکړه.
د یادونې وړده چې د دورانخیلو د کلي استازي محترم دل آغا هم ژمنه وکړه چې د خپل کلي له لسګونو ځوانانو سره به د ټولنې د حق العضویت او مالي ملاتړ لپاره سلا مشوري کوي او د ټولنې لپاره به تر خپله وسه مالي امکانات برابروي.
همدا راز په غونډه کې لاندې پریکړې هم تر سره شوې.
۱: د سنبلې له لومړۍ نیټې څخه تر یو کال پورې د دفتر د قرارداد لاسلیکول؛
2: د ټولنې د اعضاو لپاره د هویت د کارت جوړول؛
3: د قرارداد د کاپي تر څنګ د محمد اغې امنیې قومندانۍ ته په لیکلې بڼه د دفتر په اړه خبر ورکول؛
4: د دفتر لپاره د یو مناسب فرش، فرنیچر او یو شمیر نورو وسایلو رانیول؛
5: د چارو د لاښه تنظیم په موخه د یوې اووه کسېزې مالي او اجراییوي کمیټې را منځته کول؛
6: د راتلونکې غونډې د ځای او وخت مالومول؛
7: غونډې ته د ناوخت راتګ پرمهال د کلیدي غړو جریمه کول؛
او په خپله خوښه د یو شمیر ځوانانو له لوري له دفتر سره د ځینې وسایلو لکه د ګاز ډبه، پیالې، دیګ بخار او قرطاسیې د مرستو ژمنه هم تر سره شوه.
غونډه د ماسپښن په درې بجو د استاد احسان الله په دعایه وینا سره پای ته ورسیده.
په درنښت
نجیب الله پیمان
د دفتر لپاره لوحه
د لوګر د عبدالرحیمزیو ځوانانو ټولنه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬-ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پته: لوګر، محمد آغه، د زاهد آباد او نظرخیلو د پله تر منځ د احمد شاه احمدزي مارکیټ، دوهم پوړ