2015-08-28
نجیب الله پیمان
د عبدالرحیمزیو ځوانانو شورا د خپلو اوونیزو غونډو په لړکې دا ځل خپله غونډه د تیرې جمعې په ورځ د سنبلې (وږي) میاشتې په 6 نیټه، د دوران خیلو د کلي په مسجد کې د محترم دل آغا عبدالرحیمزي په کوربه توب د ګڼ شمیر مشرانو، مخورو اوځوانانو په ګډون تر سره کړه .
غونډه د استاد شرین محمد له لوري د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د غونډې په پیل کې د غونډې کوربه محترم دل آغا عبدالرحیمزي د مشرانو اوځوانانو په استازیتوب د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې موقت مشر نجیب الله پیمان د غونډې ګډونوالو ته لنډه وینا وکړه او له دل آغا څخه یې مننه وکړه چې ګڼ شمیر مشران او ځوانان یې غونډې ته رابللي، ده په خپلو خبرو کې د ځوانانو د تاوده هرکلي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاغلي دل اغا په عمل کې دا ثابته کړه چې د ګڼ شمیر ځوانانو ملاتړ له ځان سره لري.
نوموړي د ټولنې د تیرو درې میاشتنیو کړنو او لاسته راوړنو په اړه لنډ مالومات ورکړل اود راتلونکې پروګرامونو په اړه یې هم د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې، ده وویل ټولنه مو له ګڼ شمیر لاسته راوړنو او پیغامونو سره ستاسې تر کلي راورسوله چې اوس يې د پرمخ بیولو په موخه ستاسې مشرانو او ځوانانو ملاتړ ته اړتیا لرو.
ورپسې ډاکټر صاحب عجب ګل نیاز عبدالرحیمزي (د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې ستر سلاکار او د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته د لوګر ولایت څخه احتمالي نوماند) د دوران خیلو د کلی مشرانو او ځوانانو ته د عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې د جوړښت، اړتیا او په کابل کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو د سرتاسري شورا او د لوګر د ځوانانو د شورا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کولو ترڅنګ یی ځوانان د هیواد او ټولنې د ملا تیر وبلل او زیاته یې کړه، ځوانان له فکري او فزیکي اړخه کولی شي په ټولنه کې د شته ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي او ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي، څو ټولنه د پرمختګ په لور حرکت پیل کړي، ښاغلي ډاکتر نیاز ځوانان یووالي او اتحاد ته راوبلل او د ځوانانو ترمنځ یی په همغږي ټینګار وکړ او د ستونزو په وخت کې باید یو له بل سره اوږه په اوږه چارې مخ ته یوسی. ښاغلي نیاز ځوانان زده کړو ته وهڅول او له دوی یې غوښتنه وکړه چې ځانونه د علم په ګاڼه سمبال کړي.
ښاغلي ډاکتر نیاز د شورا په اړه د ځوانانو او مشرانو نظرونه واوریدل چې د یاد کلي د مشرانو او ځوانانو له لوري له تود هرکلي سره مخ شو چی د دوران خیلو د کلي د مشرانو او ځوانانو په استازیتوب محترم ډګروال شمس الدین د ځوانانو له یادې ټولنې څخه ملاتړ اعلان کړ او پدې برخه کې یې د هر راز ځاني او مالي مرستې ژمنه وکړه، ده د ټولنې جوړیدل او تر دې ځایه رسول وستایل او له ځوانانو یې مننه وکړه چې دا بیړۍ يې تر دی ځایه را رسولې ده او موږ به هڅه کوو تر ساحله يې ورسوو.
ورپسې د غونډې د ګډونوالو لخوا د رایو په غوڅ اکثریت د ټولنې جوړیدل او د دوی د کړنو ستاینه وشوه او دا کار د قوم او ولس د یووالي او خدمت په موخه یو نیک او ستر ګام وبلل شو، همدا راز په غونډه کې ټولو مشرانو او ځوانانو د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د ښاغلي ډاکټر عجب ګل نیازعبدالرحیمزی د کاندیداتوري څخه یو ځل بیا خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او زیاته يې کړه چې نوموړی زموږ کاندید وه او کاندید به وي، دوی ښاغلی ډاکتر نیاز د ولسي جرګې لپاره یو وړ او مناسب شخص وباله او زیاته یې کړه، ښاغلی نیاز د علم او معرفت خاوند دی نوموړی له قانوني او مشروعو لارو څخه ولسي جرګې ته د خپل استازي په توګه رسوو، د غونډې ګډونوالو د ډاکټر عجب ګل نیاز د زده کړو، کاری تجروبو، شخصیت، اسلامیت، تیرو کړنو او لاسته راوړنو ته په کتو د ولسي جرګې لپاره د لوګر ولایت څخه د عبدالرحیمزیو د قوم او عبدالرحیمزیو ځوانانو د ټولنې په استازیتوب یو وړ اومناسب شخص وباله اوهم زیاته یی کړه په ده کې د یو وکیل پوره اوصاف شتون لري او تر خپله وسه به دده په کامیابی کې هلې ځلی کوو.
ښاغلی نیاز هم ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به د یو وکیل په صفت له زورواکو څخه ستاسې د مشروع حق غوښتنه کوم او ستاسو غږ به تر چارواکو او اړوندو مراجعو رسوم.
ورپسې محترم استاد بیدار او نورو ټولو دوستانو د ځوانانو لدې یون نه ملاتړ اعلان کړ او ځوانان یې تعلیم ته راوبلل د دوی په وینا کله چې موږ د علم په ګاڼه سمبال شو هیڅ سیاستوال او هیڅ عالم موږ نه شي تیر ویستلی، ده وویل موږ هغه مهال پارلمان او نورو لوړو پوستونو ته ځان رسولی شو چې خپل راتلونکی نسل د علم په ګاڼه سمبال کړو.
همدا راز بل قومي مشر ښاغلي ملک صاحب جمیل خان هم ځوانان تعلیم ته راوبلل او ټینګار یې وګړ چې یواځې او یواځې ښوونه او روزنه کولی شي موږ لوړو پوړیو ته وخیژوي.
د شیرازي د کلي د محلي پولیسو مشر قومندان سراج الدین هم له ځوانانواو باالخصوص د ډاکټر عجب ګل نیاز د کاندیداتوري څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، ده وویل زه د یو سرتیري په صفت ستاسو خدمت کی یم او د سیمې د ښه امنیت په موخه ستاسې مرستې او کومک ته اړتیا لرم، چې د غونډې د ګډونوالو لخوا ورته د مرستې ډاډ ورکړل شو.
ورپسې د دوران خیلو د کلي ځوان محترم ذبیح الله له ټولنې سره د 100 امریکايي ډالرو مرسته وکړه او ژمنه يې وکړه چې په میاشتنی ډول به له ټولنې سره 1000 افغانی مرسته کوي، چې د ټولنې د غړو لخوا ترې مننه وشوه.
په پای کې یو شمیر ځوانانو ته دندې وسپارل شوې چې تر راتلونکې غونډې پورې د دفتر د لوحې، فرنیچر، ټاپې، یو سیټ ګرځنده ټیلفون او د راتلونکې غونډې د ځای مالومول او نورو برخو کې راتلونکې غونډې ته خپل راپور واوروي.
همدا راز ژمنه وشوه چې دسیمې ځوانانو ته به د عینک د مسو په پروژه کې د کار زمینه برابروي په داسې حال کې چې د نورو سیمو خلکو دلته کار کوي او زیان یې د یادې سیمې خلکو ته رسیږي.
غونډه د غرمې په ۱۱ بجو د محترم ډاکټر صاحب نیاز په دعایه وینا سره پای ته ورسیده.
په درنښت
نجیب الله پیمان