عبدالرشيد ناصري

نوره دنيا چې ارامه سوکاله او له ستونزو خلاصه ده تر ټولو لوی او بنسټيز لامل يې دروغ سياست کول دي هغه په دې مانا چې دنورې نړۍ هيوادونه دټاکنيزو سياليو له مخې دګوندونو له لوري اداره کيږي يو ګوند چې ستړی سي بيا يې واک خپله له لاسه وزي او هغه ګوند يې ګټي چې طرحه يې جامع وي او دهغه هيواد ټولې غوښتنې پوره کړای سي دټاکنو له تر سره کيدو سمدسي ببا کابينه جوړه سوي وي خو په ټوله کي هر څه سيستم ته لويدلي وي ، ولې ؟ ځکه چې په ګوند کې غونډ اشخاص رهبرۍ يا مشر ته له وړاندې مالوم وي چې څوک وړ دی او څوک ناوړ دی په همدې ارمان چې افغانستان هم دقوي ګوندي سيستم درلودونکی سي عبدالرشيد ناصري له کلنو راهيسي ګوندي سياست ته داخل سوی دی دی په دې باور دی تر هغه چې هيواد ګوندي سياست ته مخه نه کړي تر هغه دا مسايل نه سي حل کيدای عبدلرشيد ناصري دحاجي احمد خان زوی دی چې له آره دهلمند ولايت دمارجې د ولسوالۍ دی ، زيږيدنه يې جنوبي پښتونخوا کې دلورلايي په پنډغالي کې سوې دا چې نور نو عيب دی چې چا زده کړي نه وي کړي ددې عيب نه ناصري ځان خلاص کړی او داړتيا وړ زده کړه يې کړې ده ، دحقوقو او سياسي علومو له پوهنځۍ څخه فارغ سوی او اوس هيله لري چې لا هم لوړې زده کړې وکړي ددې تر څنګ چې په هلمند کې دافغان ملت ګوند منشي دی، په مارجه اولسوالۍ کې ددې لپآره چې داولسونو ستونزې ژر ورسوي دټولنيزې شورا ځوان وکيل هم دی دکار تمرکز يې تر ډيره دهلمند دمعارف په لوړواو دمارجې اولسوالۍ دځوان قشر لپاره هر اړخيزه زمينه برابرول دي ، دسياسي فعاليتو تر څنګ په تجارتي چارو هم بوخت دی اميد سته چې په راتلونکي کې ددې مريض وطن په درد وخوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *