عبدالظاهر کاکړ

په رسنيز ډګر کې دطالبانو دحکومت دپرزيدو نه وروسته هلمند په بې ساري ډول پرمختګ وکړ، په چاپې برخه کې مجلو، جريدواو دولتي اخبار په کارپيل وکړ،په ږغيزه برخه کې راډيو ګانې را پيدا سوې چې په خپله برخه کې د پام وړ کار تر سره کړ شعر ادب، کلتور، دستونزو راسپړنې ، دستونزو حل، تفريح او په داسې نورو برخو کې يې بې کچې کار وکړ ،او بيا ورپسې تصويري رسنۍ را پيدا سوې چې ددوی کار او چوپړ څخه هم سترګې نه سي پټېدای ، داچې هلمند دافغانستان دټولې خاورې لسمه برخه تشکيلوي نو اړتياوې يې هم همداسې ډيري دي ، دنورو نوو اړتيا تر څنګ ښاغلي عبدالظاهر کاکړ احساس کړه چې يوه نوې راډيو بايد جوړه سي او پر هغو موضوعاتو په کې تمرکز وسي چې نورو رسنيو پرې نه وي کړی، ولسي ستونزې راټولي سي او بيا تر چار واکو ورسول سي ، قانون تعريف سي دقانون په تړاو عامه پوهاوی خپور سي، هنر، ادبياتو او لوبو ته په ژوره توګه کار وسي ، دهمدې فکر په رڼا کې يې ږغ راډيو راپيل کړه چې دم ګړی په هلمند کې دنورو رسنيو سره په قطار کې ولاړه ده او هڅه کوي چې پام اړونکې خپرونې وړاندي کړي درسنيو زياتيدل او بيا ديوه فکر له مخې خپرونې خپرول ددې وطن انتهایي اړتيا ده .

چې په يوه زخم يوه رسنۍ پټۍ کښيږدي بل ټپ به بيا بله رسنۍ پټۍ کړي، زموږ وطن نو کوم يو ټپ لري بې شميره ټپونه لري نو همداسې غمخوارانو ته يې هم اړتيا سته، چې دهمدې پټۍ لګوونکو په ليکه کې عبدالظاهر کاکړ هم ځان شامل کړ.

ظاهر کاکړ په لښکرګاه کې دحاجي عبدالجبار په کور کې په کال ۱۳۶۰ لمريز کې زيږيدلی دا چې بې زده کړې انسان بيا په ننۍ نړۍ کې بيخي ړوند دی نو دبينايۍ په موخه يې په اووه کلنۍ کې دلښکرګاه په مرکزي ليسه کې لمړنۍ زده کړې پيل کړي او په ۱۳۸۶ لمريز کال کې له همدې ليسې فارغ سو دزده کړو په لړ کې يې بيا په وادي هلمند دلوړو زده کړو خصوصي موسيسه کې د پښتو ادبياتو څانګه ولوستله   ،ددې تر څنګ يې يوه اندازه انرژي په کاروبار ولګوله چې هلته يې هم خپله وړتيا څرګنده کړه . دکاروبار نه ور ها خوا يې داولسي ستونزو داورېدو په موخه دافغان ږغ مدني ټولنې بنسټ هم کيښود ،تر څو اولسي ستونزو ته ځان ورسوي او حد اقل ددې ستونزو څخه دخبريدا په رڼا کې دراډيو خپرونې ترتيب او تنظيم کړي ، داداري تجربو دلاسته راوړلو په لړ کې يې دګڼو لویو او وړو ادارو مسوليتونه تر سره کړل چې دم ګړۍ هم ددې ټولو بوختياو او چوپړتياو تر څنګ دبشري همږغۍ دپراختيا موسيسې مشر دی اميد لرو چې خپله انرژي دافغانستان او افغان انسان له لپاره دچوپړ په موخه وکاروي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *