د کندهار د مرستیال والي عدالعلي شمسي چنازه د یکشنبې په ورځ د کندهار  د میرویس مېنې په سیاچپ هدیره کې خاوره ته وسپارل شوه.

شمسي د تېرې سې شنبې په ورځ /جنوري ۱۰/ په یوه تروریستي بمی چاودنه کې د کندهار په مېلمستون کې ووژل شو. په دې برید کې د ۵ اماراتي دیپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

د کندهار مطبوعاتي دفتر د شهيدعبدالعلي شمسي ژوند لیک خپور کړی: 

عبدالعلي شمسي د حاجي سيد محمد زوی په ۱۳۵۶ هجري لمريز کال د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان کلي کي زېږېدلی او اوسمهال په عينو مېنه کي اوسېده.

ارواښاد شمسي په ۱۳۷۸ کال کي کالج ولوست، وروسته کابل ته راغی او په ۱۳۸۸ کال کي د کابل پوهنتون له پښتو ادبياتو څخه فارغ سو. شهید شمسي لنډه موده په فرانسه کي د سيمه ييزي حکومتدارۍ مضمون ولوست او د امنيت په برخه کي يې لنډ مهال کورسونه هم ويلي وو.

ارواښاد شمسي د 13800 په حوت مياشت کي د ملي امنيت د برجسته کارکوونکو د محافظت او امنيت د مدير په توګه کار پيل کړ. د ۱۳۸۷ په ميزان مياشت کي په همدې اداره کي د رهبرانو د امنيت د عمومي مدير په توګه وګمارل سو.

په همدې کال کي يې د هلمند ولايت د امنیتي مشاور په توګه دنده پيل کړه. د ۱۳۹۳ د لسمي مياشتي پر ۹ نېټه د کندهار ولايت مقام د سرپرست مرستيال په توګه وګمارل سو او تر څه وخت وروسته د آزادي سيالۍ له لاري په رسمي ډول د ولايت مقام مرستيال سو.

ارواښاد شمسي د خپلي مورنۍ ژبي پښتو تر څنګ پر دري، انګليسي او اردو ژبو برلاسی وو.له شهيد عبدالعلي شمسي څخه دامهال ۶ اولاده پاته دي چي ۴ یې زامن او ۲ یې لوڼي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *