د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۲-۱
کندهار، افغانستان- د ځوانيمرګ شهيد عبدالقديم پتيال د ژوند او اثارو په مناسبت يو ورځنی علمي او څېړنيز سيمينار جوړ سو.
په دې سيمينار کي چي د ولايت مقام، ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ نن د ښاروالۍ د غونډو په تالار کي جوړ سوی وو، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون رئيس زرين انځور، له کابل څخه راغلو مېلمنو او ګڼ شمېر ليکوالو او شاعرانو ګډون کړی وو.
د څېړنغونډي په پيل کي د ولسمشر محمد اشرف غني او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني رالېږل سوي پيغامونه ولوستل سول او د شهيد پتيال پر فرهنګي ژوند او اثارو يو شمېر ليکل سوي مقالې وړاندې سوې.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د وينا پر مهال پتيال يو مستعد، بااحساسه او د فرهنګي هستې يو ځلاند ستوری وباله. نوموړي زياته کړه د پتيال هر خاصيت له نورو څخه جلا وو. شهيد د ژوند په ارزښت پوه، د خلکو په درد دردمن او له ولس سره تر هر چا په يارانه او مينه کلک انسان وو. هغه غوښتل خپل خلک له تاريکۍ څخه د رڼا لوري ته بوځي. نوموړي زياته کړه شهيد پتيال نه يوازي ليکوال، شاعر او څېړونکی وو، بلکي په ژباړه، رسامۍ او خطاطۍ کي يې هم له ځانه کارنامې کولې.
ښاغلي ويسا د شهيد پتيال له هغو فعاليتونو څخه يادونه وکړه چي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پر مهال يې ترسره کړي ول. هغه زياته کړه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دوره کي يې د فرهنګي امورو لړۍ پراخه، په لسګونه ناچاپ کتابونه چاپ، بېلابېلي دوديزي مشاعرې، سيمينارونه او څېړنغونډي يې جوړي کړې. نوموړي شهيد پتيال د ته د فردوس جنت، کورنۍ او اهل بيت ته يې د زغم هيله وښوده.