ګرانه هارون جانه او د کندهار او افغانستان ټولو ځوانانو! زه به څه ووایم. پتیال د جهل او تیارو ښامار وخوړ. دې ښایسته او مستعد زلمي، چي په لومړۍ ځواني کي یې د ډیرو پخو لیکوالانو او شاعرانو سره سیالي کوله، موږ ته د ویلو ډیر څه په زړه کي درلودل او لا یې د هیواد د تیارو د روښانولو لپاره ډیري شپې او کلونه په مخ کي درلودل. د قسمت خبري به قسمت ته پریږدو، خو زما په عقیده د افغانستان بې واکه او یوازي پر ځان مین واکمنان د هغه د بې وخته شهادت اصلي مسولین دي. کله چي د خپلو مامورینو د سر ساتنه نه سي کولای نو باید چي دغه ډول پاک او سپیڅلي زلمي له لویه سره مقرر نه کړي. زه حتی د هغه د مطبوعاتو له رباست سره لا مخالف وم او د هغه د مقرریدلو په لومړۍ ورځ مي معصوم هوتک ته وویل چي دا هلک یې مرګ ته وتاړه. په هر صورت اوس دي خدای ښه ورسره وکړي؛ اوس د هري تبصرې او هري خبري لپاره ناوخته دی. زه په دې توګه ځان د ټولو ځوانانو، په تیره بیا د کندهار د شازلمو په درد او غم کي شریک بولم.