تاند – د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړ، که چیرته تر سبا پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي هم به د تفتیش بهیر یو مخ بایکاټ کړي او هم د راییو د باطلیدو بهیر.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم تیره اونۍ هم له دې بهیره وتلی و او بیا یې د ملي یووالي د حکومت پر سر د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره خبرې پیل کړې وې، خو نن د عبدالله عبدالله ویاند سید فاضل سانچارکي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د ملي وحدت پر حکومت هم هغه وخت موافقه کولی شي چې د تفتیش پروسه پای ته ورسیږي.
سانچارکي ټینګار وکړ چې دوی د خپلو غوښتنو لپاره تر سبا پورې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وخت ورکړی دی.
تیره اونۍ چې د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د راییو د تفتیش بهیر بایکاټ کړ، ویې ویل چې کارونه سم مخته نه ځي او نوي وړاندیزونه یې د راییو د باطلیدو لپاره کړې دي که هغه ونه منل شي له دې پروسې سره به یو ځای نه شي، خو ملګرو ملتو اعلان وکړ چې د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم څخه یې هم غوښتي دي چې نور څارونکي د انتخاباتو کمیسیون ته وانه ستوي او دوی به په خپله دغه بهیر مخته یوسي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتو د څارونکې د ډلې مشر فضل احمد معنوي چې د تیرې اونۍ د سې شنبې په ورځ خپل څارونکي له کمیسیونه وایستل تر هغه وروسته د عبدالله عبدالله ویاند فضل الرحمان اوریا رسنیو ته وویل چې د انتخاباتو بهیر ناکامه شوی له هغه پرته د ملي وحدت د حکومت پر سر د دوی ډله خبرو ته چمتو ده. د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه مسوول داوود سلطانزوی بیا رسنیو ته پر دې خبرې ټینګار کاوه چې د منتخب حکومت له جوړیدو پرته قانون دوی ته اجازه نه ورکوي چې د ملي وحدت حکومت جوړ شي.
خو د عبدالله عبدالله د ډلې د نن ورځې خبرې بل ډول دي او د ملي یووالي د حکومت لپاره هم د راییو د تفتیش د پای ته رسیدو موضوع اړینه بولي.
This whole mess was created by Karzai and IEC.
At the beginning Karzai did not want Ashraf Ghani to win, that is why there were multi candidates. His favorite candidate was Zalmai Rasool, if won he would be like another Karzai. Karzai do not want a smart educated person become the president because he is afraid his bank accounts in India and else where will be audited. I heard the former minister of interior affairs Athmar was fired by Karzai because his English and political views were better than Karzai’s.
IEC did not go by the rules and election laws during election process.
I think IEC should not listen to any body, just follow the rules of law and finish.
د ایی بله د ډبل خبره اوس خبری ورنه ورکی دی
دپاکیستان قومانده منی بله نه منی
وایی :نن ده او که سبا داملک دزرغون شاه
دمرګ نیټهیی نده پوره شوی څو دقیقی وخت یی پاته دی کله چه یی وخت پوره شو نوعزراییل حتمی حمله کوی او روخ یی قبضوی انتظار ولری لر او بر پښتانو کی غوغه شروع شویده چه دپښتو او فارسی مسله ییجوړه کړه اوس وار دپښتانو ده چه څه عمل او عکسالعمل ښایی وبه ګورو الله دخیر وکړی
عبدالله جانه ؟
ضرب العاجل خه شو ،ته غواري دبردي ترشا وطن فرستان به خبله وطن فروشي بتكه ودار كري لطفاء كه غيرت لري داسي كواخونه به خبل غلام وكره احمدزي نه ستا غلام اونه دهغه ترشا ولار خلك ستا نمك خواره دي ً بوهان او عالمان به قلم سره تاسي ته خواب دركوي جاهلان دقلم به خاي دتفنك دخولي خبري كوى.بشتوكي يو متل دي :
يو خان شرموي بل قوم شرموي
تا دبنجشير شريف خلك دا غدار او زمونز تاجكو ورونو ته دي دشمني تخم وشندلو. ولي مونز دشمني نه كوو سبك نه يو جه ستا به سر دخبل تاجكو ورونو خان سوا وبولو هغو ي زمونز ورونه دي او وي به او دوروري به فضا كي به شبي سبا كوو صرف ته او د ستا خو كوتي به شمار ملكري به د خجالت دك عمر به مخ بيا ءي