تاند- د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر ته یې خپل استازي نه لېږل، پرون وروسته له دې موافقه وکړه چې په دې پروسه کې شریک شي چې ملګروملتو د دوی نورې غوښتنې ومنلې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې د رایو د تفتیش په بهیر کې، چې پرون یې له یوه نسبتاً اوږده ځنډه وروسته پیل کړ، نن د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکو هم ګډون وکړ.
ملګري ملتونه وايي چې د رایو د ابطال د معیارونو په اړه یې د عبدالله عبدالله نورې غوښتنې هم ومنلې. وروسته له دې چې ملګروملتو د دواړو کاندیدانو له لوري د رایو د باطلولو د معیارونو لیستونه ترلاسه کړل د هغوی له منځه یې یو شمېر د ابطال د معیارونو په توګه وټاکل. د عبدالله او اشرف غني ټیمونو وویل چې ملګرو ملتو د دوی ټول معیارونه په پام کې نه دي نیولي خو د اشرف غني ټیم وویل چې له دې سره سره د ملګروملتو له لوري ټاکل شوي معیارونه مني.
د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوې سرچینې وویل پنځه نور معیارونه چې اوس ملګروملتو له عبدالله عبدالله سره منلي د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په هغه لیست کې نه ول شامل چې مخکې یې ملګروملتو ته سپارلی و.
په دې شرطونو کې یو دا دی چې که د کوم ځای د رایو صندوق بې درکه شوی وي باید یوازې د دوو کاندیدانو د څارونکو او د انتخاباتو د کمیسیون د مامور پر لاسلیک بسنه ونه شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کنینګمز د رایود تفتیش په پروسه کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د بیا ګډون هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د روان اګست تر پایه د افغانستان نوی ولسمشر واک ترلاسه کړي.