تاند- راپورونه وايي چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ملي یووالي د حکومت پر شرایطو په خپلو خبرو کې موافقې ته ونه رسېدل. نن د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنۍ د ټیم له لوري له مقابل ټیم سره د خبرو وروستۍ ورځ اعلان شوې وه.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اعلان وکړ چې له نننیو ناکامو خبرو وروسته به ژر خپل وروستی دریخ اعلان کړي.

د دغه ټیم ځینو سرچینو ویلي چې موازي حکومت به اعلان او افغانستان به تجزیه کړي.

همدا اوس په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د عبدالله عبدالله پلویانو د شرو فساد د دورې بیرغونه پورته کړي دي.

دا د کابل ښار پل باغ عمومي دی
دا د کابل ښار پل باغ عمومي دی

عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي سره په خپلو خبرو کې د اجرايي چارو د ریاست ترڅنګ د نیمايي واک او چوکیو غوښتنه کوله. ده ویلي چې که نیمايي واک ور نه کړای شي اعلان به وکړي چې انتخابات یې ګټلي دي.

د عبدالله د ټیم یوه غړي وویل چې نن ورځ به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

پرون سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته ویلي چې دا ډېره مهمه ده چې د واک وېش معامله ژر تر ژره بشپړه کړي څو هیواد یې نوی حکومت جوړ کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، نهايي موافقه به د افغانستان د نړیوال ملاتړ له زیاتېدو سره مرسته وکړي او دا هیواد به باثباته کړي.

عبدالله عبدالله، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري او له موافقې سره سم باید د اجرايي چارو مشر شي، وايي چې د کابینې مشري او نیمايي قدرت دې ورکړای شي خو اشرف غني او ټیم یې وايي چې دا غوښتنه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

5 thoughts on “د عبدالله او اشرف غني خبرې ناکامې شوې، عبدالله خپل حکومت اعلانوي”
  1. داخاينين دی او هيڅکله به حتی په خپلوکی هم جوړ رانشی ،دوطن دتجزيه عمل ددوی ټول هغه خيانتونه ثابته ولی شی چي، دکومومزدورو کړيو ورسره لاس دی، که دوی داعمل وکړ نو دوی به تاريخ ته ځانونه مخ توری کړی اوبس ،اودا به خلکو ته ثابته شی چي دعبدالله تر انتخاباتو مخکی خبری چي يو ملی اوسرتاسری افغانستان غواړی دابه هم په ډاګه شی چي يو ملی خاين دی نو دملی خاين سره بايد قطعی اوقانونی چلند وسي. دي يو لو افغانستان په لور.

  2. عزتمند د اکتر صاحب اشرف غنی مونږ افغانان دستادی عالمانه او دپوهی لوئ حبصلی اوستا دتیم دملګرو او نږدی مصلحینو خخه چه تاسره ئ درلودی یو عالم مننه.
    هغه خوک جه دبل به درسترخوان لوی شوی او دخبل بلآر دسترخوان ئ نه وی لیدلی اوطفيلی ژوندئ به مخ بوولی وی هغه دپدرکرده ووخلکوپه قدراو عزت نه پوهيږی هر څوک په خپله اينه کی ګوری بل داچه دا دبی عزتی راتولی کړی دارائ هم داسی چه دمور اوپلار په ژوندئ خه نه وی ليدلی لږشانته داسی انسانان مسته وی ته افغان ئ او افغان ملت ستا تر شا دی خه چه اساسی قانون اجازه درکړوی هغه دخپل کړنلاری مسطآق دعمل وګرزوه مخ په وړاندی ځه انشآلله موفق ئ،.ستا دبعدی موفقيت په هيله اميدواريم چه نور اخلال ګروته موقع ور نه کړی قاطعانه عمل او اقدام وکړه زه دسر په قرباني ستا دکړنلاری تر شا ولآړ او قانونی دفاع درخخه کوم .
    په خورا درناوی جنرال حبیب الله جلا لزوي

  3. پر ټولو وطن مین افغانانو په ځانګړي توګه کابل میشتو باندی غږ کوم چی تر خپله وسه پری نږدی دی چی دا جنایتکاران خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی. او ډاډ درکوم چی مونږ هر افغان به د سر په قیمت د هیواد له لویشت لویشت خاوری نه دفاع وکړو.

  4. زه یو پشنهاد لرم د اشرف صاب ټیم ته هغه دا چه: ستاسی خو هرڅه تجربه کړل ستاسی د زیاتو حکمتونو او نزاکتونو نه کار واخیست، ستاسی خبرو ته همیشه ترجیح ورکوله خو کار یی ورنه کړ ، او دا هم درته وایم چه کچیری ستاسی نور هم پدی تمه یاست چه سیاسی دیالوګ به نتیجه ورکړی نو دا به خیال است ومهال وجونون ، مګر په هغه صورت که چه دوی ته تر نیمایی زیات قدرت ورکړی. او دا د نیمایی نه زیات یا نیمایی برخه به د اینده لپاره زهر قاتل وی- نو پریژدی چه دوی مستقل حکومت اعلان کړی چه دا څه نتیجه ورکوی او په چا یی کوی.مننه

  5. Agar een ha kodata kardani mebodand ta ba hale waqt kardabodand . Dr Abdullah insan besyar za’eef ast way tamam omri khodra dar rai hawas gozaranda way Hech waq tawanai een ra nakhahad dasht. Gerem ke anha kodata kardand wa qudrat ra gerrftand , sahay qudratshan chand Nahya dar Kabul wa chand welayat dar shamal khahad bood. Agar Afghanistan tajzia ham shawad (Kari ke namkin ast) bradaran panshiri aslan qudrat wa istedad dawlat dari ra nadarand , wa manand dahay 70 awza dar zarf chand mahi az pesheshan khahad shareed . America wa gharb Hech waqt nakhahand gozasht ke Iran manand Iraq dar sharq khudham yani Afghanistan neez dawlat farmanbardar choon Noori al Almaliki dashta bashad. Gorohi Da’ish ya dawlat islami ba hamin manzoor tawasot istekhbarat gharbi bawojood aawordashoda ta dast wa dodrat Iran ra az Iraq wa suria qat nemayand . Ba hamaqat e choon ghazb qudrat tawasot chand motarwan, panchairmain wa kelenar, band shora e naswar wa hawakhahan kotah nazareshan harakat shanra Basoy partgah sor’at khahand bakhsheed . Aan waqt na dactar America khahad bood wa na vitamin B-52.

  6. It seems like, to Mr. double Abdullah and his warlords team, constitution means just letters on the papers, and all those Loya Jirga’s gatherings to approve the constitution was just jokes, waste of time and money.

  7. پرون ورڅ دسهار د۵ بجونه لږ وړاندی دخپلی منطقی له مهمو او تکړه با غیرته پښتانو وروڼو دروازی می ټکولی او دپښتو او پښتانو ضد حراکاتو په مورد سره په یوه خوله او یو غږ تصمیم ونیول شو چه ددوی حراکات به شنډاوو دلوی خدای په فضل صرف دیوه ډاتسن موتر کی څوړند بیرغ مو راکوز او تر پښو لاندی مو کړ بل کوم دایسیڅه نه وو کنه موږ په ډیر پښتانی شوق او علاقه دفداکاری مله تړلی وه دټولو دمنطقی پښتانونه یوه دنیا مننه ددوی دغیرت او یوالی قدر باید وشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *