تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د عبدالله عبدالله ټیم وايي، د نوموړي د لوړې مراسمو ته یې په کابل کې د ټولو سفارتونو مشران او ۵ زره کسان وربللي دي، خو تر اوسه هیڅ یو سفیر دغو مراسمو ته نه دی ورغلی.
د ثبات او همپالنې لوړ پوړي غړي فضل احمد معنوي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه دوی د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم نه ترسره کوي او وار کوي چې په ارګ کې د لوړې مراسم کله ترسره کېږي.
فضل احمد معنوي د لوړې مراسمو ته بشپړ چمتووالی وښود او میلمنو ته یې بلنه ورکړه چې لومړۍ غرمنۍ وخوري او بیا به ماسپښين عبدالله عبدالله لوړه ترسره کوي.
ویل کېږي، دغه مراسمو ته وربلل شوي سیاسي مشران هم لا نه دي ورغلي او عبدالله هم یوازې د څو شیبو لپاره خپلو پلویانو ته په سپیدار ماڼۍ کې راښکاره شو.
He is making fun of him self.