تاند- ملګروملتو نن خبرداری ورکړ چې که کارکوونکي یې وځورول شول یا چا لاس ورواچاوه نو له افغانستان سره به مرستې بندې کړي.
ملګروملتو دا خبرداری یوه ورځ وروسته له دې ورکړ چې د عبدالله عبدالله یو شمېر پلویانو په کابل کې مظاهره وکړه، او په داسي حال کې چې د یوناما د مشر یان کوبیش پر عکس یې چلیپا کښلې وه، د ملګروملتو پرضد شعارونه ورکړل.
د عبدالله پلویانو پر ملګروملتو تور پوري کړ چې په انتخاباتي درغلۍ کې شریک دي.
ملګري ملتونه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو په څارنه کې مهم رول لري. د دوهم پړاو شاوخوا اته ملیونه رایې د ملګروملتو د څارونکو تر نظارت لاندې تفتیش شوې.
ملګروملتو وروسته له دې دا رول په غاړه واخیست چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو د پایلو له منلو انکار وکړ، ویې ویل چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې دې رایې تفتیش شي.
په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر یا یوناما نن وویل:«د ملګروملتو پر کارکوونکو حمله یا د هغوی بېرول که لفظي وي یا فزیکي د منلو نه ده.»
ملګروملتو د عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهرې ته په اشارې ویلي:«که دا ډول بد سلوک دوام وکړي، ملګري ملتونه به مجبوره شي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډېر لږ کړي، او د افغانستان خلکو ته مرستې محدودې کړي.»
ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د انتخاباتو نتیجې اعلان شي.
ملګرو ملتو ته يو احترآمانه پشنهاد اوهم يو احترامانه انتقاد .؟
۱/ پشنهاد
ملګری ملتونه هغه سازمان دی جه حق او نا حق سره جدا کوی حق په حقدار سپاری جانب مقابل ته قناعت ورکوی . لنده دا جه دملل متحد پايسلی باید اعتبار ولری او بايد ومنل شی او که خوک دملل متحد فيصلی نه منی لازم ده جه نه منونکی بين المللی محکمی ته سوق شی که خوک تمرداويا سلآح ته لاس وړی دجنګی متهم په توګه بايد محاکمه شی دمثآل په توګه عطآ محمد نور او دپنجشيرانو هغه عمل جه په ۱۸ دسنبلی په مخ بو تلو. لنده دا جه ملل متحد بايد قاطعانه عمل او اقدام ولری.اود۳۰ ميلونو نفوسو ژوند ديو څو اوباشانو نه خوندی وساتی
۲/
انتقاد
داچه ګناه يو شخص اوېايو تعداد په ګوتو شمار اشخاص غيری قانونی يعنی دملی او بين امللی قوانېنو خلاف عمل کوی او ديو مملکت دوګړو نوم په تارېخ کی بد نامه وی هغه ته جزا نه ورکول کيږی د ملت په بی وزلو وګړو جزا تطبېق کېږی
دمثال په توګه عبدالله او ملګري ېاغيان او باغېان دې او دملت وګړي دمختلفو پرا بلمو سره مخامخ کړی په عوض ددی چه ددوي مخه ونيول شې ملل متحد خپلی مرستی په افغانستان بنده وی. فکر کوم دا عمل دبشر دوستی يو ضد عمل اوسي شه به دا وي چه محرکينو، ياغېانو ،اوباشانو ته جزآ ور کړل شي تر خو دملت بي وزله وګړی په ارامی کی خوندی ژوند وکړي او بشري حقوق پايمال نه شي
UN should warn Atta Noor, Amanulla Guzar, Amrullaa Saleh and Salahudin Rabani, Sheerzai and Muhmood Karzai the bank robber. These are the ones that create problems.
اوس د دنیا وال قضا وت وکړي چې څوک په دې ملک کې نا آرامي را ولي، هغه پخوانۍ متل ده چې وایي کږې خولې په سوک سمیږي، هسې هم په دې ملک کې د یوه بل انقلاب ضرورت شته دا که نن وي یا سبا دا به راځي ځکه هغه د ستر علامه سید جمال الدین خبره ده چې وایی حق اخستل کیږي ، ور کول کیږي نه.
ملګروملتوڼه هغه بیکفایته او د پرې سازمان دئ چی همدغه سازمان وو، دغه دنظار دشورا یلغرګروته یی موقع ورکړه دافغانستان دپاره دصلح پنځه فقره یی پلان شڼد کړی، په موقت حکومت کی دا دنظارشوراغله ټوله پوشالی حاکمیت په لاس کی ولری او بیا تر ننه پوری دافغانستان ټوله پوشالی حاکمیت ددوی په لاسکی دئ! او اوسهم غواړی دغربی ڼړئ دا درغجنه دیموکراسی کی ټولتاکنی هم وننګوی او بیا قدرت غصب کړی!؟ کوم ملګری ملتونه؟ دملګرو ملتونو ټول خبری درواغ او غولونکی دی
ملگری ملتونه یو بی طرفه نهادده چی افغانستان یی 80 کلن غریتوب لری په نری کی هر دول ستونزوکی پراخ او فعاله رول د سولی د راوستولو پخاطر لوبولی ان هغه کسان یی محاکمی ته کش کری چی پهزرگونوخلک قتل عام کری د مثال په دول په پخوانی یوگوسلاویا ،مرکزی افریقا په سلوریون کی چی دافریقاپه غرب کی شتون لری هغه توپک سالارن چی په زرگونه خلک به یی د ورزی وژل په عبدی بند محکوم کری چی یو نامتو قوماندان یی ناصر لوکی نومیدی پنسوس کا په بند محکوم شو. په هر حال را به شو د شمال لندغری وطن فروشی دغلو دسردارانو دلی ته چی په زرگونو بی گنا افغانان یی وژلی د روسیه او دایران له برکته په قسما قوی مافیایی دله بدله شوه چی اپس دافغانستان ملت نه منی دوی د کرزی د حکومت په شان ونده غواری سره ددی چی په دوی د سره سری نیشته دوی دملگرو ملتونو یا د شو اریکو په سه پوهیژی دا هغه زناور وحشیان دی چی دیو سو توپک مارا په واسطه دیر شه استعمال لیژی تر سو د هغو توپک مارا حرام جایدادونه خوندی خبری دیری دی په راتلونکی کی به زیات فصیل سره ثبوت ورانذی کواو خپل نظریات به در سره یو زای کرو پهافغانستان د سولی په هیله مره دی وی تش په نوم مجاهدین او هغه کسان چی دا ملک نپریژدی ودان شی.