تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې له نن سهاره د رایو د باطلولو بهیر درېدلی دی.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د تخنیکي ټیم مرستیال نن اعلان وکړ چې دوی د رایو د تفتیش او ابطال پروسه سر له ننه رسماً تحریم کړې او تر هغو په دط پروسه کې ګډون نه کوي چې غوښتنې یې منل شوي نه وي.
د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم مرستیال محمد الله حیدري وویل چې د انتخاباتو له کمیسیونه د دوی ټول څارونکي وتلي او نور په دې پروسه کې برخه نه اخلي.
د عبدالله د څارونکو د نه حاضرېدو له کبله د رایو د ابطال بهیر ځنډول شوی
د انتخاباتانو د خپلواک کمیسیون مرستیال ريیس عبدالرحمن هوتکي وویل چې د رایو د باطلولو لړۍ یې د دې لپاره درولې چې د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څارونکي تراوسه پوري نه دي راغلي.
دا په داسي حال کې ده چې پرون ملګروملتو، چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم په اصرار یې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتنو د دوهم پړاو د تفتیش او څارنې زیات مسوولیتونه په غاړه اخیستي دي، اعلان وکړ چې که د کوم کاندید څارونکي د رایو د تفتیش او ابطال پروسه بایکاټ هم کړي، دا لړۍ به دوام وکړي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پرون خبرداری ورکړی و چې که تر سبا /چهارشنبه/ سهاره د رایو د باطلولو په برخه کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې، خپل څارونکي به له دې بهیره وباسي، کار به ختم شوی اعلان کړي او د انتخاباتو نتیجه به ونه مني.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال رييس وايي، هڅه کوي چې تر نن غرمې پوري د رایو د باطلولو پروسه بېرته پیل شي.
تېره شپه عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي له ولسمشر کرزي او د هغه له دوو مرستیالانو سره په ارګ کې اوږدې خبرې وکړې خو ارګ د دوی د خبرو اصلي جزییات نه دي په ډاګه کړي.
داټوله کړنی دخرسیز دلاسه پیښیږی چی ټول نظامی واک یی دشمالیانو ته ورکی لکه دفاع داخله امنیت عمومی خارجه اونور
الله دی نور ور کړی دی بی دینه بی غیرته پر ټول اولس بابلیان کړه
د ګل مرجان ټیم فکر کوی چی سیاست او انتخابات هم ټوکی دی او لکه نجونی ناز کوی. یوه ورځ راځی او بله ورځ بانی لټوی. دوی هسی هم د افغانستان د مشرتابه لیاقت نه لری. دوی له خپل ملت سره تل ظلم کړی، چل ول یی کړی او د هغوی سرمایه یی لوټ کړی چی اوس د میلیونونو دالرو خاوندان دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا باید د بیا رایو شمیرلو پروسه دوام وکړی او د تحول او تداوم ټیم باید په حوصله مندی سره خپل کارته دوام ورکړی. د ملګرو ملتونو سازمان او داروپا او امریکا متحده ایالتونو استازی رسما په جریان کی واچول شی چی نور هغوی نه غواړی په دموکراتیکه توګه له دولت سره همکاری وکړی او یا برخه پکی واخلی او په راتلونکی کی به د خرابو عواقبوټول مسوولیت د اصلاحاتو او همپالنی د ټیم په غاړه وی.
Mr. Abdullah has no respect to the votes of millions Afghans, he is not acting like educated person. Doesn’t he realize that boycotting the vote process over and over will heart the newly established democratic system and damage his so called political career. he call him self a doctor but his mentality is just like of the illiterate warlords.
A real educated and bright person will not agree to the illiterate warlords and corrupt individuals be governors or cabinet members or be elected for parliament.
The people of Afghanistan have been burning on fires for the lost 35 years and they went to poling stations to cast votes with the possible prices of lives. Doesn’t Mr. Abdullah see this?