تاند- د راپورونو له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان بالاخره موافقې ته ورسېدل.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمیل فیضي وویل چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر اختلاف پای ته ورسېد.

ښاغلي فیضي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د نن ورځې له خبرو وروسته له نېکه مرغه د دوی ترمنځ لانجه حل شوه، ډېر مهم پرمختګ وشو.»

د دوشنبې په ورځ دواړو کاندیدانو د ولسمشر کرزي او د هغه د دواړو مرستیالانو په ګډون په یوه غونډه کې د ملي یووالي د حکومت په اړه اوږدې خبرې وکړې.

سره له دې چې د انتخاباتو پایلې ښيي چې اشرف غني احمدزی بریالی دی خو عبدالله عبدالله وايي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او نتیجې نه مني. د دواړو ترمنځ اختلاف د اجرايي ریاست د صلاحیت او په حکومت کې د مساوي ونډې پر سر و.

عبدالله عبدالله، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري، ویل چې د اجرايي چارو ريیس دې د کابینې مشري په غاړه ولري او نیمايي کابینه او نیمايي لوړې چوکۍ دې د ده د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته ورکړای شي.

خو اشرف غني احمدزي د عبدالله غوښتنې د اساسي قانون خلاف بللې او ویل یې چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس کابینه باید د ولسمشر تر مشرۍ لاندې وي.

فیضي وویل چې دواړه کاندیدان به ژر د ولسمشر حامد کرزي او نورو مهمو افغان شخصیتونو په مخکې موافقه لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویندوی د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د موافقې د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه خو تاند ته یوې بلې سرچینې د دواړو کاندیدانو د موافقې په اړه معلومات ورکړل.

یوه چارواکي تاند ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه شوې چې په درو اقتصادي وزارتونو لکه سوداګري، مالیه او اقتصاد کې به یو وزارت عبدالله ته ورکول کېږي. همداراز به په درو امنیتي اورګانونو یعني کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست کې د یوې ادارې مشري د عبدالله عبدالله په خوښه ټاکل کېږي.

دغه راز موافقه شوې ده چې په درو خپلواکو ادارو لکه افغانستان بانک، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواک ریاست او سره میاشت کې به د یوې مشر د عبدالله عبدالله له لوري ټاکل کېږي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي فیض الله ذکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې هیله لري چې سبا به موافقه خلکو ته اعلان شي.

ایمل فیضي هم وویل چې د دوی په نظر د دواړو کاندیدانو ترمنځ د اختلاف لپاره هیڅ مسله نه ده پاتې خو بیا هم د دواړو کاندیدانو ټیمونه باید ووايي چې کومه مسله ناحل شوې ده.

11 thoughts on “د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ اختلافات حل شول”
  1. زما په نظر اوس د ملی منافعو د تامین په خاطر باید لږ څه قربانی هم ورکړل شی. خو په راتلونکی حکومت کی مضر او خایین شخصیتونه لکه خطا مامد نور ډم یا جنرال ظاهر ظاهر د کرزی باجه او نور ځای ونه لری.
    ټوله توجه له دولت سره صمیمانه همکاری او د خلکو ژوند ښه کولو ، امنیت راوستلو او افغان وژنی د مخنیوی او د راتلونکی لویی جرګی د تیاری لپاره واړول شی.

  2. ء خه جه بؤرته ليكل شوي كه واقيعت ولري دا يوه خائنا نه فيصله ده به دي حالت كي به اشرف غني بد تره دكرزي ناكامه اولسمشر وي
    عبدالله مار أستين است
    به دي حالت كي عبدالله ناكام نه بلكه بريالي دي
    اشرف غني جه بريالي دي ، (بريالي نه بلكه ناكام ريس جمهور دي(

  3. وروستی ننگونی اوپیغورونه ؟ او زماتشویش

    ښاغلی داکتر صیب اشرف غنی ته دافغانستان پدی حساسو او نامعلومه شرایطو کی دولسمشری مبارکی په هغه صورت کی وایم٬ چه لمړی دانتخاباتو نتیجی اعلان شی او ورورسته دملی یووالی دحکومت په اعلان موافقه وشی، او که داسی ونشی نو هم به مودافغانستان داساسی قانون خلاف عمل کړی وی او هم به داسی ښکاره شی چه ولسمشر په انتخاباتو کی بریالی شوی نه دی بلکه دیوسازش او یایوی جرگه گی په مینځ کی مینځ ته راغلی دی.
    نو اول باید دانتخاباتو نتیجی او گټونکی اعلان شی. او څه وخت وروسته دملی حکومت موافقه خلکو ته اعلان شي.

    دډیر احتیاط څخه کار واخله ځکه مقابل گروپ په همدی طمعه دی چه وروسته خلکواو دنیاوالوته وښایی چه که اشرف غنی درغلی نه وای کړی نو ولی دانتخاباتو نتیجه دملی حکومت دموافقی څخه ورورسته اعلان شوه، دا ددرغلی وجه وه چه انتخابات ناکام شول، او اوس مونږ دواړو یو شریک حکومت جوړ کړه، وبه گوری چه عبداله اوتاسی ته ځینی خلک اوملکونه دمبارکی په یوشان دمبارکی پیغام رالیږی
    په دغه باره کی فکروکړی ځکه تاسی زمونږ څخه شه پوهیږی.

    د ملی حکومت په باره کی هم زور اوعمیق فکروکړه، ځکه خه چه نن سبا مطبوعات وای او یا یی لیکی دا خبری او لیکنی ماته دمنلو نه دی، ولو که ډیر غریب او عاجز هم یم،

    وای توره به لالا وهی مړی به عبداله وهی

    په درناوی

  4. صالح به د ملی امنیت ریس شي، عطا نور به د ارګانهای محل ریس شي او ارغندیوال به د اقتصاد په وزارت کی پاته شي.

  5. عبدالله په کومه خوله د واک غوښتلو خبری کوي. له یوی خوا مات شوی دی یعنی انتخابات یی بایللي دي او له بلی خوا واک غواړي. خو خیر. ډير زر به غاښ ماتوونکی ځواب وویني.

  6. اسلام علیکم
    مونگ چی دومره صبر وکرو نو ددی لپاره نه چی دبل عبدالله ته دومره صلاحیت ورکری شی .هعه خو په شکاره سه او سه ونکره زما مطلب دی د کرزی بابا انزور لاندی راگوزارول او د دیرو بی گناه خلکو وزل په مزاهیرو او داسی نور نور ……مونگ له احمرزی نه دا طمعه نه وه. ….خو خیر اوس چی سه شوی خو شوی خو دا به حتماا گورو چی یو مظلم انسان سرنگه خلکو ته خدمت کولی شی

  7. دا جکومت نه بلکه دیکتاتوری او شخصی میراث ده او هم به یی تل په مینځ کی اختلافونه وی ځکه چه دا په دی اموخته دی افسوس د غریبانو او یتیمانو په حال چه په یو داسی نااهله او بیکاره خاوره کی یی پیدا کړی یو الله پاک د هغه دنیا کی د تکالیقو او مقدس چهاد اجر راکړی ځکه جه په دی دنیا کی مو هیځ ونه لیدل غیر د فساد او رنګارنګ تکالیفو ځخه

  8. با این شرایط، امکان تشکیل حکومت وجود ندارد.
    از این یازده فقره شروط تیم اصلاحات و همگرایی، هرگز بوی امید وتوافق سیاسی به مشام نمی رسد.
    دسته ی اصلاحات وهمگرایی خواسته های خود را درتازه ترین ابراز نظر ها به گونه ذیل دسته بندی کرده است:
    مواضع روشن ما
    – نتيجه ی برآمده از تفتيش كمسيون بي اعتبار است
    – كمسيون انتخابات بلحاظ دست داشتن در تقلبات سازمان يافته مشروعيت خودرا از دست داده است.
    – نتيجه كار اين كمسيون نيز مشروعيت ندارد.
    – حكومت ناشي از اعلان نتيجه انتخابات توسط كمسيون مشروعيت ندارد.
    – حكومتي كه مشروعيت نداشته باشد كسي از آن فرمان نمي برد.
    – نظر ما وبسياري از ناظران بيطرف بين المللي اين است كه مشروعيت حكومت آينده را موافقتنامه سياسي هردو نامزد تأمين مي كند.
    – حكومت وحدت ملي توسط هردو تيم تشكيل مي شود.
    – هردو تيم حضور مساويانه ومشترك در ساختار قدرت خواهند داشت.
    – هردو تيم حقوق ونقش مساوي در احراز صلاحيت هاي دولتي خواهند داشت.
    – تيم اصلاحات با گذشت وانعطاف جانب مقابل را به حيث يك طرف كه مقداري رأي دارد مي پذيرد وحاضر است آن را در ساختار قدرت مشاركت دهد.
    – اعلان شتاب زده نتيجه تقلبي انتخابات اوضاع را پيچيده تر مي سازد و تفاهمات نسبي ميان دو نامزد را ضرب صفر مي سازد.
    نتيجه دور دوم بايد باطل اعلان شود ويا به لحاظ عدم تفكيك آراي باك ار ناپاك به عهده تعليق درآيد واساس همكاري دو نامزد متن موافقتنامه سياسي باشد.
    – متن موافقتنامه بايد جايگاه مساويانه هردو تيم را در دولت جمهوري اسلامي افغانستان تأمين كند واين نهايت گذشت تيم اصلاحات است ، با توجه به شرايط خاص كشور.

  9. ډاکتر عبدالله نوې غوښتنې وړاندې کړې

    له څو ورځو راهيسې د ولسمشر کرزي په منځګړتوب د ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله تر منځ د ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سر خبرې روانې دي. داسې ښکارېده چې د ډاکتر عبدالله ټيم ته د زياتو امتيازاتو له ورکولو سره د دواړو نوماندانو تر منځ توافقات نږدې شوي، خو اوس ارګ ته نږدې سرچينې وايي، چې ډاکتر عبدالله نوې غوښتنې وړاندې کړي او توافقات يې له نوي خنډ سره مخ کړې دي. د سرچينې له قوله ډاکتر عبدالله غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو پايلو دې داسې اعلان شي چې يو لوری هم ګټونکی نه وي، بلکې رايې نيم په نيمه وېشل شوې وي. وروسته به ډاکتر عبدالله د ډاکتر اشرف غني د مشرتوب او لوړو زده کړو په پام کې نیولو سره د ولسمشرۍ مقام ډاکتر اشرف غني ته پرېږدي. تر اوسه پورې ډاکتر غني دا غوښتنه نه ده منلې خو د ډاکتر غني پلويان اندېښنه لري، چې د کرزي د پاليسيو او د غني د کمزوري دريځ په پام کې نيولو سره ښايي حتی د ډتکتر عبدالله همدا غوښتنه هم ومنل شي.

  10. داخو رښتیا ګل مر جان ده اوس نو څرنګه چه ټولوته جوته شوه چه ګل مر جان یوه هم نه منی موږ په ملل متحد باندی ږغ کوو چه دا نندری په دغه ډول نه مسلمانو ددین او مذهب دښمنانو دخلکو درایو بی حرمته اوبی ارزښه کاندیدانو نه خلاصیږی هیله ده هغه هندو یا سک چه دافغانستان تبعیت یی منلی وی را وړاندی کړی او اینده ریس دولت شی موږټول ملت یی منو او ملا تړ یی کوو دغه وطن او دوطن خلکوته ملی خاین یوه هم نه منیموږ ددوی له شره خلاص کړیکنه دغسی ناورین به رامنڅ ته شی چه بیا به تاریخ ور باندی څه لیکی داحتمی ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *