تاند- په افغانستان کې د انتخاباتي لانجې د پای ته رسولو په هدف د جمعې په ورځ /اګست۸/ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا په اړه یوه اعلامیه لاسلیک شوه. سره له دې چې ممکن دا جوړجاړی په افغانستان کې انتخاباتي جنجال پای ته ورسوي خو د خلکو پر رایو او ولسواکۍ ښايي د خلکو باور هم پای ته ورسوي.

له دې وروسته به نه یوازې دوهم کاندید بلکې درېم، څلورم… کاندیدان هم د انتخاباتو د نتیجې نه مني او په حکومت کې به د مساوي ونډې د ترلاسه کولو لپاره د ګواښ او تهدید شیوو ته مخه کوي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د لاسلیک شوي سند پر اساس حکومت تقریباً د دواړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي. که څه هم بریالی کاندید به ولسمشر وي خو ناکام کاندید نه یوازې په حکومت کې مساوي حق لري بلکې د اپوزیسیون مشري هم ترلاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ظاهره د دې غیردیموکراتیکې موافقې دفاع په دې خاطر کوي چې د ده په باور که دا کار نه وای شوی افغانستان د کورنۍ جګړې ښکار کېده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د چارو ريیس سکاټ سمیت وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب وروستۍ موافقې (د ښاغلیو غني او عبدالله) وښودله چې افغان مشران د عامو افغان رای ورکوونکو خلاف ولسواکۍ ته تیار نه دي.

دی وايي، له بده مرغه په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي مګر دا هم حقیقت دی چې ملیونونو افغانانو د سر خطر په غاړه اخیستی او د طالبانو له تهدید سره سره یې رایه استعمال کړې ده.

ښاغلی سمیت د واک وېش ناکام بولي او وايي:«ما په وروستیو کې په کمبودیا (۱۹۹۳)، کوټ پي اورس (۲۰۰۵)، کنیا (۲۰۰۷) او زیمبابوې (۲۰۰۸) کې د انتخاباتو په نتیجه کې څلور ګډ حکومتونه لیدلي چې جوړ شوي دي.

د ده په وینا تر ټولو په ښه مورد کې حکومت یوازې توانېدلی چې حالات بېرته کړکېچن نه شي.

خو دی په عین حال کې هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اصلاحات راولي چې ولسمشر کرزي ورته توجه نه ده کړې. خو که د واک د شریکولو معنا دا وي چې بیا هم هغو فاسدو کسانو ته چوکۍ ورکړای شي چې د فساد له پلوه یې افغانستان ته په نړۍ کې د لومړۍ درجې نوم ورکړ، د افغانستان حالات به تر بدو بدتره شي.

0 thoughts on “د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي جوړجاړي پر ولسواکي د خلکو باور زیانمن کړ”
  1. ورور جانه دټولټاکنی ددویم راوند نه روسته که فکردی وی طالبانو په خپل جګړیز پلان کی ډیر شدت راوست هلته حمله دلته حمله همدغه کار ددی سبب وګرځید چی اشرف غنی او عبدالله عبدالله سره نږدی کړی ترڅو دخپل دښمن مقابل کی چی په سوله باور نلری یو ګډپلیت فارم ته داخل شی.
    ددی کار څخه چی طالبان یی په دغه حساسه شیبه کی جنګ ته وهڅول د هغو هیوادونو خصوصاً دپاکستان ګټه اوفایده دا ده چی پاکستان هیڅکله باثبات اوپه امن کی پروت افغانستان نه غواړی.
    پاکستان کوشیش دادی چی په ا فغانستان کی دی جګړه وی اوپه فساد کی دی اخته حکومت ولری ترڅو دوی وکولای شی له دغی لیاری دامریکا ضد دولتونو څخه اقتصادی کومکونه اوښیی نوری ګټی دامریکانو سره دمزاحمت اوجګړی په پلمه چی طالبان یی په نیابتی ډول ترسره کوی ترلاسه کړی او دبلی خوا له همدغی لیاری په افغان حکومت خپل غوښتنی دیو فشار دوسیلی په اساسی چی هغه ددریوند کرښی منل د داسو بند جوړول دهند درول ختمول اوپاکستان ته په معدنی برخه کی زیاتی پروژی ورکول دی ومنی.
    ددغسی وضعیت په لیدوسره دتحول او تداوم ټیم مجبور شو چی داصلاحاتو اوهمپالنی ټیم سره یو ګډ لید لوری ولری اوخبره د ملی وحدت په حکومت اوداساسی قانون په بالادستی تمامه کړی اود(جان کیری په اعلامیه )دستخط وکړی همدغه کار په سیاسی لحاظ سره طالبانو ته یو سخت ګذار او ځواب دی .
    خوای کاش چی طالبانو په دغه حساس وخت کی پخپل سیاسی زکاوت په ښودولو سره خپلو بادرانو ته د رد ځواب په ویلو دراتلونکی منتخب حکومت سره وفاداری ښودلای وای ترڅو منتخب حکومت داداری فساد او زورواکانو جړه له بیخه ویستلای وای خو افسوس داسی ونشو !
    خبره به دیو شاعر پدی شعر تمامه کړم چی وایی :
    تاته شم هغی ته شم یوازی زما ځان دی
    یو طرف ته ډانګ دی بل طرف ته پړانګ دی

  2. وطنوالو، دوستانو ،اوكرانو او مظلومو ولسونوته به دير احترام به يوه متل كي دخبل دزره درد او كومي أرز وكأني او هيلي جه مو لرلي او هغه دسمندر به درياب كي لاهو او باقي مانده دظالمانو داسبو دسوم لأندي خاوري اوايري شوي، دمو كراسي ولاره به سوته كراسي او مشاركتي تبديله شوه
    متل دي جه واءي:
    اسمان جه غوريزي هغسي نه وريزي

  3. سلام وطنوالو
    داكتر صاحب اشرف غنى په انخاباتى كمپاين كى همشه داخبره كوله چى تولو افغانانوته په زره پورى وه هغه داوه: كه گوته مو سپينه وى مخ موتور ده او كه گوته موتوره وى مخ مو سپين ده موژ خو خپلى گوتى د داكتر غنى په گته تورى كرى اوس مخ دچا…….

  4. اشرف غني ته د عزت لاره داده چې دا د بی ننګی حکومت پريږدي. دده سرنوشت به تر كرزي هم بد شي. وگورو چي عبدالله چيري او په چا حكومت كوي

  5. درنو وطنوالو
    امريكا چى تل دولسواكى نارى وهـى او دنرى نظامونه يو په بل پسي د دكتاتورى په نامه له منحًه ورى اوس تولو افغانانو په سترگو وليده چى په افغانستان كى حًه دول ولسواكى راوستله او داسى نظام جورى چى دسقاو دزوى نظام هـم پرى شه ده حًكه چى دسقاو زوى تول واك په خپل لاس كى وه . دامريكا په داسى مداخلو تول ملت په قصدى دول دطالبانو شاته دروى. او افغانستان بيرته پاكستان ته تسليموى جان كيرى وويل : چى امريكا دافغانستان داساسي قانون ملاتركوى ، شوى موافقه اوداجرايي چوكى رامنحًته كيدادافغانستان له اساسي قانون سره په تكر كى نده او تل يي ويل چى موژ دافغانستان په كورنيو چارو كى مراخله نه كوو . په ريشتيا چى مداخله ونكره له خپلو غلامانو حًخه يي دتول ملت دارادى په ضد دفاع وكره او دافغانستان ملت ته يي ديوه خس په سترگه هم ونه كتل بيا به زموژ بيحسه او دپيسو شاماران دپشتنو مشران په يو حًو دالرو خوشحال كرى او دوى به بيا بيرتونه تاوى خو دا مشران نه دخداى په حساب او كتاب باورلرى او نه دى دوه ميلونه شهدانوحرمت په حًاى كوى . اى ويدو پشتنو نور دخدا لپاره دخپل حًان دپاره خپل تصميم په خپله ونيسى داشرم ده چى انتخابات موژگتلى او حكومت دوه ولسوالى كوى نور دافغانستان نوم هـم بدل كرى جنوبى افريقا ورته وايي. مننه

  6. ټولو لوستونکو سلام وړاندی کوم
    زه خپل نظر په دوه متلونو باندی پیل کوم اول دا چی ( هماغه زوړ ملا او زړی تروایح) دوهم دا چی ( آب تا ګلو بچه زیر پای) راتلونکی حکومت به د کرزی تر حکومت ډیر فاسد وی او د افغانستان مظلوم خلک به ډیر زیات متضرر شی ځکه چی مخکی د خارجیانو ټول کمکونه غلا کیدل اوس نو هغه پیسی هم نشته اوس به نو د افغانستان هیڅ وګړی لدی غلو په امان نوی او درشوت او زور ګویی غږ به دا ځل تر اسمان ورسی. افسوس د مظلوم اوولس د رایو او تکلیفونو. اوس دا ثابته شوه چی دا ټول د خپلو خلکو د لوټولو او قدرت لپاره دخوار وطن ته راځی، غنی باباه هم خپل اوولس تر پښو لاندی کړ افغانان اوس غولیږی نه دا دو حدت ملی حکومت ندی دا بیا ایتلافی حکومت دی چی افغانان یی دربدر کړل نه به حساب وی نه کتاب. دا ځل یی د لوټولو لپاره ښه اتفاق وکړ،لږ له خدایه وبریږی دا مملکت دیوی ولسوالی ندی، دغی جهاد او مقاومت دا هیواد وران کړ او دا نوم پدی دریو مادو کښی بیا راغلی. غنی صاحب که کامیابه سیاست مدار وی نو افغانستان به په ریښتیا هم ښه لوری ته بوزی او ددی غلو څخه به یی خلاص کړی هریو ددی داړه مارانو یو ریس جمهور دی بیرون ته لاړ شه چی په خلکو څرنګه ظلم کیږی په هر صورت ما چی ستا کمپاینران لکه بعضی معزول غله والیان ولیدل نو امید مو ختم شوو ځکه هماغه زړی تراویح شوی

  7. ډیر افسوس ما داسې ګڼله چې د افغانانو واک د افغانانو په لاس دی مګر اوس په دې پوه شوم چې خطا شوی یم هغه د چا خبره چې یو ملګري بل ته وویل چې زیات احمق یې نو هغه ورته وویل چې دوه کاله مې له تاسې سره د رفاقت وشوه اوس ته پوه شوې نو ته له ما هم زیات احمق یې داچې زه اوس دې ته ورسیدم چې د افغانستان واک امریکنی دی نو دا زما په حماقت دلالت کوي خو له خپل خدایه بیا هم شکر داره یم چې اوس خو مې ماغزو کار وکړو بیا چې تر هغه امریکا په دې هیواد کې وي نو په ټاکنو کې به ګډون نه خپله وکړم او نه به فامیل دې ته پریږدم چې دغه ګنده پروسیجر کې شراکت وکړي افسوس او صد افسوس چې هندوستان په دومره زیات نفوس کې په یوه میاشت کې ټاکنې کوي اما افغانان چې د پردیو مزدوران دي تراوسه یې سره شخړه ده حدیث مبارک دی چې که څوک ځانته چوکۍ غواړي دوي سره الله تعالی مرسته نه کوي فکر کوم د افغانستان راتلونکی حکومت د الله تعالی د مرستو هم بې برخې شو دغه مفکرین دې الله تعالی په خپل غضب ککړ کړه ځکه مونږ کمزوري به څه وکړو فقط خیراوې به ورته کوو نشته د وطن اصلي بچیان ( وا میرویس خانه چیرې یې ، وا احمدخانه چیرې یې ، وا وزیر اکبرخانه چیرې یې د مکناټن بچي پرمونږ لوبې کوي ، وا زمان خانه راجګ شه زمونږ په وینو بیا انګریزان مستي کوي )
    خدایه څه شول پښتنو کې هغه تنګ تنګ کمیسونه === چې به تلل د ننګ ډګر ته په ګډا او اتڼو کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *