د افغانستان د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ټويټر حساب د ناڅرګندو هکرانو له خوا هک يا غلا شوى دى.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل دغه موضوع تاييد کړې ده. ده ويلي، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مطبوعاتي ډله هڅه کوي، چې د عبدالله حساب يا اکاونټ بېرته ترلاسه کړي.
د ډاکټر عبدالله په ټويټر کې د جنبش روشنايي په پلوي ځينې ليکنې شوي، چې ښايي په خپله عبدالله نه وي ليکلي.