تاند- د افغانستان حکومت په کابل کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان د پرونۍ حملې په اړه د څېړنو لپاره یو پلاوی وګوماره.

د وزیرانو د شورا د دارالانشا له خبرپاڼې سره سم د کابل اریانا هوټل ته څېرمه د عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کاروان د ځانمرګي برید په اړه د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی ته دنده سپارل شوې چې په یوه اوونۍ کې د خپلو تحقیقاتو نتیجه اعلان کړي.

پرون د کابل د اریانا د ودونو د سالون مخته وروسته له دې چاودنې وشوې چې عبدالله عبدالله په دغه سالون کې انتخاباتي غونډه پای ته رسولې وه.

په دې پېښه کې ۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

د پېښې د څرنګوالی په اړه عبدالله عبدالله او حکومتي چارواکو متفاوتې څرګندونې کړي دي.

د ارګ له لوري د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ په پلاوي کې دا چارواکي شامل دي:

۱-      د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو پر ضد لوی رئیس، لوی پاسوال سید عبدالغفار، د غړي په توګه.

۲۱      تورنجنرال سید رحیم سعید د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا د لوی ریاست استازې، د غړي په توګه.

۳-      د ملي دفاع وزارت د کشف رئیس، تورنجنرال عبدالمنان فراهی، د غړي په توګه.

۴-      د ملی امنیت د لوی ریاست استازي، برید جنرال ګلستان، د غړي په توګه.

۵-      د لوی څارنوالی د تحقیقاتو لوی رئیس ښاغلي عبدالشکور ستانکزی، د غړي په توګه.

One thought on “د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان د برید په اړه څېړنه کېږي”
  1. خير نه. خو دير شه كار دي
    اما دا وايم جه يوازي عبدالله موراو بلار لري ،يوازي عبدالله أفغان دي . أيا داجه به زرهاوو نور افغانان جه د دا سو بدو انفجاري . قرباني شول كرزي صاحب هلته جيري وي أويا دا جه ته يوازي دعبدالله او فهيم رئيس جمهور يء ولي دي دنورو خلكو خيرني ونه كري دادي يو بآم او دوه هوا حساب شته او حساب ور كونكي ي انشاء الله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *