عبدالله

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې په ګڼه کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وروستیو لانجمنو څرګندونو په اړه په یوه تبصره کې ویلي، ښاغلی عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو حملو د هلمند ولایت مرکز له ګواښ سره مخامخ کړی او په افغانستان کې د اساسي قانون د احتمالي کړکیچ څرک د څرګندیدو په حال کې دی.

ځینو څارونکو ورځپاڼې ته ویلي، ډاکټرعبدالله یوازې د ملي یووالي په حکومت کې دننه نه دی منزوي شوی بلکې حتی خپلو پلویانو یې هم لاس ترې اخیستی.

څارونکي وايي، د عبدالله تندې څرګندونې په داسې حال کې چې وسله طالبان د پرمختګ په حال کې دي دوی ته حیرانوونکې وي، ځکه حتی ده په خپله هم اعتراف وکړ چې حکومت نه دی توانیدلی د هغو سرتېرو مړي ومومي چې له یوې اوونۍ راهیسې په هلمند کې طالبانو محاصره کړي دي.

نیویارک ټایمز د سیاسي چارو د کارپوه هارون میر له قوله لیکي چې وايي، ښاغلي عبدالله د ۲۰۱۴ کال په لانجمنو انتخاباتو کې د جمعیت اسلامي په مرسته او ملاتړ پرمختګ وکړ خو د نوموړي په وینا وروسته له دې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او د واک له ویش سره یې موافقه وکړه، پلویان یې ترې ناامیده شول.

ښاغلی میر وايي، په دې وروستیو کې د عبدالله پلویانو پر نوموړي له دې کبله انتقاد کاوه چې د ولسمشرغني د ځینو اقداماتو په وړاندې یې هیڅ راز مقاومت نه کاوه.

نیویارک ټایمز د هارون میر له قوله زیاتوي چې، عبدالله د جمعیت کاندید و، خو ویې نشو کړای چې په سم ډول د دې ګوند استازیتوب وکړي او د میر په وینا اوس به د هغه لپاره ډیره ناوخته او ګرانه وي چې بیا د خپلو پلویانو ملاتړ ترلاسه کړي.

ورځپاڼه د شنبې په ورځ د ولسمشر او اجراییه رییس احتمالي کتنې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، ښاغلی عبدالله هیله لري چې ولسمشر به په واقعیتونو پوه شي او منطقي عمل به وکړي ځکه لکه څنګه چې ده په خپله انتقادي وینا کې ویلي، د کیک او کلچو په ورکولو سره د خلکو د غولولو وخت تېر شوی دی.

One thought on “د عبدالله عبدالله پر څرګندونو د نیویارک ټایمز تبصره”
  1. فغاني کلتور باندې بايد ملنډې ونه وهل شي ، افغانان که هرڅومره غريب هم وی د میلمه خوشالولو کوښښ کي زيار باسي ، خوکه میلمه په خپل عزت پوه نشونو دوباره ېې دروازه پرمخ تړو چې ولسمشر هم دا کار وکړ او ښه ېې وکړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *