تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې سل په سله ده ګټلې وې، خو د ټاکنو پایلو د ولس اصلي رایه او غوراوی څرګند نه کړ، چې د ښاغلي عبدالله دې خبرې د ځینو افغانانو غبرګونونه را پارولي دي.

ښاغلي عبدالله، چې تیره شپه په کابل کې له طلوع نیوز خصوصي ټلویزون سره خبرې کولې وویل، ولسمشر محمد اشرف غني‌ چې کله ځان ته د ټاکل شوي ولسمشر خطاب کوي نو باید لږ په خپل ګرېوان کې سر ټیټ کړي او ځان ته دې ور یاد کړي چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې څه شوي وو؟

اجرائیه رئیس عبدالله وویل، هغه وخت یې ځکه موازي حکومت اعلان نه کړ، چې د کورنۍ جګړې پیلېدو وېره ورسره وه، او دا ګواښ هم موجود و چې نظام ړنګ شي او طالبان بېرته واک ترلاسه کړي.

دې خبرې نه یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د پخوانیو چارواکو بلکې د ځینو عامو افغانانو غبرګونونه هم پارولي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخواني مشر عبدالستار سعادت، چې د ولسمشر غني له سختو منتقدانو څخه دی، په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې رد کړې دي.

هغه ویلي د ډاکټر عبدالله دا ادعاوي بیخې بې بنسټه او ناسمې دي چې ګواکې په ۲۰۱۴ کال کې یې ټاکنې ګټلې وې
هغه ویلې دوی هغه پریکړه کړې څه چې ولس کړې وه.

بل لورته بیا ځینو عامو افغانانو هم د عبدالله دغه خبره رد کړې چې ګواکې ولس په ده باور کړی و.

دوی وایي ولسمشر غني د ولس غوښتنه وه چې په قانوني ډول وټاکل شو خو د دوی قدرت غوښتنې دغه حکومت بیل او د دوام داره ستونزې لامل شو.

راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه / میزان ۶/ نېټه ترسره کېږي، چې پکې ښاغلی عبدالله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني کلک سیال بلل کېږي.

په دې ټاکنو کې اتلسو نوماندانو ځانونه کاندیدان کړي وو چې ځینې یې د ځینو خپلمنځې ستونزو له امله تراوسه ندې توانیدلې چې خپل ټاکنیز ټیم منسجم او ټاکنیز کمپاینونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *