تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د راپورونو له مخې د عبدالله عبدلله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم سرپل ولایت لپاره نوی والي ټاکلی دی.

راپورونه وايي چې د عبدالله او دوستم سلګونو پلویانو د ولایت پر دفتر هجوم روووړ او وروسته یې نوی والي معرفي کړ.

د ثبات او همپالنې ټيم سرچینې وایي چې نن ( شنبه کب ۳ ) محمد نور رحماني د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د سرپل ولایت د والي په توګه وګومارل شو.

محمد نور رحماني

د سرپل ولایت اوسنی والي عبدالقادر آشنا دی، چې ویل کېږي د ثبات او همپالنې د پلویانو له لوري له کاري دفتر څخه ایستل شوی، او پر ځای یې محمد نور رحماني د عبدالله عبدالله لوري د والي په توګه ګمارل شوی دی.

سرچینې زیاته کړه چې د پنجشیر ولایت برحاله والي انجنیر کمال هم د ثبات او همپالنې ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، او د ثبات او همپالنې لخوا د پنجشیر د والي په توګه پاتې شوی دی.

تر هغه وروسته چې ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، او ولسمشر غني یې یو ځل بیا د افغانستان ولسمشر اعلان کړ، د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو پایلې نامشروع وګڼلې او خپل ټيم یې د ټاکنو بریالی ټيم اعلان کړ.

عبدالرشید دوستم چې د ثبات او همپالنې ټيم له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېږي، د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته یې وویل چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو شمېر ولایتونو کې نوي والیان وټاکي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه د ثبات او همپالنې ټيم له لوري د سرپل ولایت د معرفي کېدو پر وړاندې غبرګوم ندی ښودلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *