تاند- د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د دوی خبرو تراوسه پوري مثبته نتیجه نه ده لرلې خو خوشبینه دي چې ستونزې به حل شي.
پرون د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي له عبدالله عبدالله وغوښتل چې انتخاباتي پروسې ته راوګرځي او خپل شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کړي. اشرف غني وویل چې دوی همدا کار کړی او د ۱۸۰۰ سرغړونو او درغلیو مستند شکایتونه یې ثبت کړي دي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي سید فاضل سانچارکي د انتخاباتو له کمیسیون سره د عبدالله عبدالله د خبرو په اړه وویل:«تراوسه پوري خبرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. موږ هیله لرو چې خبرې دوام وکړي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون زموږ غوښتنو ته درناوی وکړي.»
په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور وویل چې کمیسیون د انتخاباتو د پروسې لپاره دی ځکه تیار دی چې د عبدالله اندېښنو ته ځواب ووايي.
ده زیاته ړه:«موږ تیار یوو چې د ښاغلي عبدالله اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووایو، خو محترم کاندیدان باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.»
ګل مرجان یی نه منی
خا ین جان (ګل مرجان ) یې نه منې. ځکه چې دګران هیواد او هیواد والو وهوسا یې او ګټو ته ژمن نه دی. صرف دده هد ف چوکۍ او قصر جمهورې دی وبس
گل مرجان د ومنی پدی کی به یی حیر وی که نه د افعانستانه به ورک شی.