تاند. د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم نن اعلان وکړ چې سر له ننه /یکشنبه/ د انتخاباتو له خپلواکو کمیسیونونو سره ټولې اړیکې پرې کوي او نور دا کمیسیونونه په رسمیت نه پېژني.

د عبدالله د انتخاباتي کمیسیون یوه غړي نصرالله بریالي ارسلايي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوی هیڅ غوښتنه نه ده منلې ځکه نور دا کمیسیون په رسمیت نه پېزني او که د دوی د پرېکړې په نتیجه کې هرڅه پېښ شول مسوولیت یې د انتخاباتو د کمیسیونونو په غاړه دی.

ارسلايي وویل چې دوی د انتخاباتو له کمسیونه ۱۳ غوښتنې کړې وې خو کمیسیون رد کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې عبدالله عبدالله تر دې مخکې ۳ غوښتنې کړې وې جې د انتخاباتو کمیسیون وايي ټولو ته یې ځواب ویلی دی.

عبدالله عبدالله د جوزا په ۲۴مه د انتخاباتو په مازدیګر د کابل ختیځ ته د امرخېل له لوري د رایپاڼو په وړلو اعتراض وکړ او هڅه یې وکړه چې په دې قضیې د انتخاباتو مشروعیت شکمن کړي، د انتخاباتو په سبا یې د انتخاباتو د کمیسیون له لوري په ټاکنو کې د څه باندې ۷ ملیون تنو د ګډون پر اعلان اعتراض وکړ، په درېمه ورځ یې د لویې پکتیا په ولایتونو کې د اچول شویو رایو پر زیاتوالي شک څرګند کړ، ویې ویل چې په دغو ولایتونو کې د هغوی تر نفوس زیاتې رایې اچول شوي دي.

خو نن د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي ښاغلي ارسلايي وویل چې د انتخاباتو له کمیسیونه یې ۱۳ غوښتنې کړې وې چې ځواب نه دی ورته ویل شوی.

د انتخاباتو له کمیسیونونو سره د عبدالله د همکارۍ د بېرته پیلولو یو اساسي شرط د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل استعفا وه.

خو ښاغلي ارسلايي وویل چې د امرخېل استعفا وښودله چې د دوی تور حقیقت و مګر د امرخېل له استعفا وروسته د انتخاباتو د کمیسیون د مشر له لوري د امرخېل ستاینې وښودله چې د انتخاباتو د کمیسیون رييس هم بې پرې نه دی.

ملګروملتو هم امرخېل ستایلی و او ویلي یې و، دا چې وروستي انتخابات تر تېرو هغو زیات بریالي او منظم ول، یو اساسي علت یې په کمیسیون کې د امرخېل په شان د تجربه کارو کسانو موجودیت و.

خو ارسلايي د ملګروملتو د پرې او بې پرې توب په اړه څه ونه ویل.

ارسلايي وايي چې په هغو ولایتونو کې دې له سره انتخابات وشي چې د اچول شویو رایو شمېر یې د هغو تر نفوسو زیات دی.

6 thoughts on “د عبدالله ټیم وايي نور د انتخاباتو کمیسیونونه په رسمیت نه پېژتي”
  1. دا ارسلایی لا کوم ډول حیوان دی؟ ډیره جالبه ده ګل مرجان لکه چی مریض شوی وی اوس یی نور بړیڅی کوڅی ته راووتل. ارسلایی ، وړیاخیل ، شولګر، رحیمی، داود پیمان ، پړیم چوپړه، حضرت علی …. سړی نه بالکل لار ورکه شی . داسی معلومیږی لکه د خوږی بچیان په هره میاشت کی یوځل لنګیږی.
    خیر د ملت ارادی ته دوی تغییر نشی ورکولی. کاروان تیریږی سپی به ورته غاپی.

  2. ګرانه وروره سردار جانه دوی ته دسپي ویل د سپیو توهین دی دوی له سپیو هم بتره دي سپي خو له دوی پټ ګرځي

    نور

  3. بلی بی وجدانه متهمین غیر له تور لګولو بیڅایه پروپګند جوړولو دجهاد په نامه دخلکو تشویش وغیره وغیره رټل شوی اعمالو لاس پوری کول نن ده او که سبا ستا کر غیړن ویښتان به در توی شو ختی ستا داوسیدو څای هم افغا نستان کی نشته ته پرادی وی دپردیو پهلمسون دکار کاوو پرادیوته ورشه چه ورڅ دښه شی دوه دری تا جک او اوزبک او هزاره نن پا چاهی غواړی دیته وای ستره بی ادبی دپښتانو په مقابل کی ولی پښتانه حو صله مند قوم ده کنه ………………………..ږ

  4. دعبدالله غوندی جهادی ! دهجرت په وخت کی دهری کورنی سره یو یا دوه سپی هم مها جر شوی وو دهغه سپیو هجرت په جهاد کی حسا بیږی ؟ دبعضی انسا نانونه سپی وفادار وی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *