تاند – د راپورونو له مخې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله پلویانو په جلال اباد کې د انتخاباتو په ورځ دوه تنه ووژل.

دا پیښه وروسته تر دې رامنځته شوه چې د عبدالله یو شمیر ملاتړیو د اشرف غني پر هغو ملاتړی ډزې وکړې چې شعارونه یې ورکول.

دا پیښه په جلال اباد کې د پخواني جهادي قوماندان انجنیرغفار د کور ترڅنګ وشوه.

په خپله انجنیر غفار هم په یوه ویډیو فلم کې ویلې دي چې یو شمیر ماشومان د ده د کور مخې ته راتلل او شعارونه یې ورکول نو د دوی ساتونکو یو تن امنیتي مسوولانو ته وسپاره.

په یوه بل ویډیو فلم کې بیا یو ږیرور ښکارې چې وایي، زه په خپله مامور یم، اشرف غني ته مې رایه ورکړه او د انجنیر غفار ساتونکو پر ما ډزې وکړې.

د جلال اباد په پیښه کې د اشرف غني د ټیم په وینا درې ماشومان ټپیان شوې دي. په خپله اشرف غني بیا وویل چې موږ باید ماشومانو ته ګلونه ورکړو خو داسې خلک شته چې هغوی ته مرمۍ ورکوي او دغه کسان باید مجازات شي.

 خو وروسته روغتیایي مسوولانو وویل چې هغه دوه تنه چې ټپیان شوي وو له اخیستو ټپونو یې ساه ورکړه.

0 thoughts on “د عبدالله پلویانو د اشرف غني ۲ پلویان وژلي او څو ټپیان کړي”
  1. پروا نه کوی انجنير صيب جهاد کړيدئ ، نور جهادي قومندانان چې په زرګونو ېې وژلي اود کابل ښارېې وران کړئ د ولايت او وزارت مقام ته ورسیدل، او اوس چې انجنير صيب عبدالغفار د نـنګرهار والي کيږي درې ماشومان هیڅ خبره نده ځکه چې انجنير صيب پوهیږي او رته ویل شویدي ( جس کا لاټي اوس کا بهینس ) يعنې د میښې خاوند هغه دئ چې کوتک ېې په لاس کې وی

  2. چه دبل په ماتم کی خپله بر یا غواړی دخدای لعنت دوی پر تا سو قا تلانو خلک اوس بیداره دی دهیچا ویره نلری او نه ډاریږی بدله شرط ده بد ماشی او پاچاهی ډیر سره لیری دی

  3. زه نه پوهیژم چه غفار انجینر دی که جلاد دا خو د یو دهقان څوی دی اوس ولی په مظلوکانو ظلم کوی او بله دا چه د اسلام ناری وهی ایا پوهیژی چه په اخرت کی پوښتنه شته که باور نلری

    مرګ په ظالمانو

  4. انجینر غفار هغه بی شرمه دی کله چی د حزب او جمعیت د کابل د قدرت په نیولو خپل مینځی جنګ وه په زرګونو افغانانو په کی خپل ژوند له لاسه ورکړه بی کوره شول بی عزته شول دا په هغه وخت کی د ننګرهار د ګمرک ریس وه ۵۰ سلنه په خپل ژوند جوړولو مصروفول او ۵۰ سلنه نور یی د چهاراسیاب مشر ته لیږل او هم یی د ننګرهار ځوانان د پیسو په زور د شوری نظار مقابلی ته لیږل . مګر اوس کوم افت پری راغلی چی د هماغه شوری نظار لپاره ننګرهایان وژنی که د ایران ډالری دی چی حضرت علی ورکړی او دده شعور او عقل یی په پیسو اخیستی او سترګی یی سری شوی دی لعنت په هغه ننګرهاری چی اودلا ته یی دداسی خاینانو بیرته رسیدو په خاطر رایه ورکړی وی

  5. ماشومان د وژلو په ځای مینی او شفقت ته اړتیا لری، زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد ص فرمایی څوک چی په ماشومانو شفقت او دمشرانو درناوی نه کوی زموږ له ډلی څخه نه دی، نوداسی خلک د اسلام له دایری خارج دی

  6. بشتوكي يو متل دي وكوره سري ور لأندي وأجره بوزي :
    اول بايد يو ميخانيك ته بايد إنجينر ونه ويل شي ٢:يو قاتل ،جوراو جباول كر ته بايد مجاهد ونه ويل شي داخكه دجهاد كلمه ديره مباركه ،كلمه او مباركو خلكوته استعماليزي
    ٣ : سؤال مي دادي جه أمنيتي اوركان محترم قوماندان صاحب عاملين د جرم نيولي اوكه نه كه جواب نه وي خبله قومانان امنيه هم شايد شريك د جرم أوسي
    زه نه بو هزيم جه دننكرهار اولسونه ولي خبل عكس العمل د دي خطرنا كي فجائع به مقابل كي نه شيء هغه خو مي اوريدلي جه دخلكو زور…دي

  7. عبدلله دټیم پرونۍ بی ساری مناظری :
    هرچا به ویل چه اخر اودلا باندی څه ټکه راپریوتی ده چه ډاکټرصیب سره مناظری ته ولی نه کینی ، دا دملت لویه خطا اوغلطی وه ، دعبدلله ټیم مناظره کوله او پرون یی بی ساری مناظری وکړی دفیس بوک په جلا جلا پاڼو او نورو سوشل میډیا کی یی کتلی شی .
    – دهمپالنی ټیم له نظره همدا مناظره ده چه لوټ کړه ، جفا وکړه ،دخاریجیانو اوباشی وکړه ،ترغرمی په نورو هیواد والو تورنه لګوه او له غرمی ورسته خپلو منځنو کی هم یو په بل داغونه لګوه ، کومه مناظره چه ډاکټر صیب اشرف غنی یادوله ، نه پدی دوی پوهیدل او نه یی کومه دلچسپی ورسره لرله .
    – ملګرو پرونی ټاکنو ته هم دمقدس جهاد ځنی کم مه ګورۍ ، دچا په وړاندی ؟
    دفاسدو، فاسقو، فاجرو، مزدورو، لنډغرو، بیسوادو اپرچونیستو ، چاپلوسو او ملی غدارانو خلاف . ملت پرون خانه ټکانی وکړه کور یی جارو کړو ټولی مضره حشری به د الله په توکل دتاریخ په کچره دانی کی اچوی او ګاربیج کوی به یی .
    – نور د ډاکټر صیب دستایلو پړاو انشا الله پای ته ورسیدو اوس به په نره ورته وایو چه غنی شاباش کړی تعهدات دی دملت سره پوره کړه قانون پلی کړه ، له بی سوادو چاپلوسو ځنی ځان وساته کار اهل کار ته ور کړه

  8. پشتنو کی هم غیرت نه ده پاتی کنه دا څنګه امکان لری چه د عبدالله عبدالله سپی بیرته ژوندی لاړی سی . عبدالله یو زنکه بازبای ناموس او دزرهاو خلکو قاتل ده

  9. د خرو مینه لغته ده . انجنیر غفار هم له ماشومانو سره مینه وکړه او مرمی یی پری واورولی. له قاتلینو او غلو بله کومه هیله نشته. چیرته چی غله ، داړه ماران، چارټګان ، د مور او پلار له خوا عاق شوی او شړل شوی، د مځکو عاصبین ، قاتلین او نور چارعیب شرعی دی د ډبل عبدالله په شاوخوا راټول شویدی. څوک یی له هیواد سره دښمنی لری او د افغانستان په نوم شرمیږی. څوک یی په افغانیت شرمیږی. مشر یی له مبارکو احادیثو منکر دی. خیر له هغه خو ګیله نشته ، ځکه چی د هغه پير یا« پیغمبر » یی شعله ای ماویست وو. زمونږ ګیله له هغوی کیږی چی د پښتنو په سیمه کی اوسیږی خو هیڅ خوی او عادت یی د پښتنو نه وی. اسلام مبارک دین د بیوزلو او ماشومانو اوسپینږیرو درناوی ته خلک رابولی . مګر منافقین یی په مرمیو وژنی. دوی د خلکو له ویره مرمی اوروی او یا چیرته په لارو کی ماینونه خښوی. دوی ته د انسان ژوند د یوی مرغۍ له ژونده هم کم اهمیت لری.
    مګر الله ج خو منتقم دی او قاتلینو ته به تر ټولو سخته سزا ورکړی.
    الله ج د ددی مظلوم شهیدانو معصومانه شهادت قبول او جنت الفردوس یی نصیب کړی . کورنۍ او خپلوانو ته د جمیل صبر ورکړی او قاتلینو او د هغوی ملګرو ته د ابدی دوزخ نصیب کړی . آمین

  10. دی خو لا څه کوئ تاسی د ملا عطاالله لوده خبری واوریدی؟ هغه څومره درواغ د غفار په صفایی کی وویل. الله ج دی دی ظالمانو ته سزا ورکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *