د عبدالله پلویانو نن ماښام یو ځل بیا د ولسمشر کرزي عکس د جرګې په خیمه کې څیري کړ. په دې ویدیو کې د عبدالله ډ پلویانو په لاس کې تمانچه هم ښکاري.
تر دې مخکې نن سهار /سې شنبه/ د عبدالله پلویانو د کرزي عکس راکوز کړی و او پر ځای یې د عبدالله عکس ځړولی و چې وروسته امنیتي ځواکونو او د احمد ضیا مسعود زوی زبیر مسود بېرته د ولسمشر کرزي عکس نصب کړ.
راپورونه وايي چې د عبدالله یو شمېر پلویان ماښام ناوخته مهال د لویې جرګې خیمې ته په زور ورننوتل، د کرزي عکس یې راکوز کړ او بیا یې پرې کړ.
ویل شوي چې د اکثرو حمله کوونکو عبدالله والو په لاس کې وسلې وې.
د عبدالله د پلویانو دې اقدام د امنیتي ځواکونو د نه اقدام کولو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي. د لویې جرګې خیمه کلکه ساتل کېږي ځکه چې د مهمو پرېکړو او غونډو مرکز او سمبول ګڼل کېږي.
Thanks god for destroying the picture of killer of PASHTOONS for 13 kharzai
Karzai needs to be brought to Hague
دا تاسو څه وایی ملی امنیت لاس نلری ؟ایا دعبدالله پلویان ندی ؟
I think he deserves it. Killing Pashtuns, kissing Rabani’s hands and visiting Masaud’s grave did not earn him any respect by the Northern alliance.