تاند، یکشنبه، د جدي ۸مه: په کابل کې د امریکا د تر ټولو د مشهور شوي سفیر او د عبدالله عبدالله د نږدې ملګري جان باس کاري موده پای ته ورسېده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن په کابل کې د متحده ایالاتو د سفیر جان باس د کاري مودې د پایته رسېدو په ویاړ هغه او مېرمنې ته یې تودیعي مراسم او د ماښامنۍ میلمستیا هم برابره کړې وه.

ښاغلي ادریس زمان په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د متحده ایالاتو د سفیر د خدمتونو ستاینه وکړه او هغه ته یې په خپلو راتلونکو چارو کې د بریا هیله وکړه.

ادریس زمان د سفیر جان باس ماموریت د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا یو ژمن ماموریت وباله.

ښاغلي جان باس د ادریس په ویاړ د یو سوله ییز ، ثبات لرونکي ، او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هیواد د دوامدارې ژمنتیا ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې جان باس په کابل کې د ارګ د یو سرسخت مخالف په توګه مشهور شوی و چې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې ملګرتیا او لیدنې هم ډېرې کولې.

نوموړي ته په دې وروستیو کې په داسې سترګه کتل کیدل چې ګواکې په ډېره سپین سترګۍ د ولسمشر غني په مخالفت په حکومتي چارو کې د لاسوهنې هڅه کوي.

3 thoughts on “د عبدالله په ملګرتیا مشهور امریکایي سفیر جان باس له افغانستان څخه د تل لپاره رخصت واخیست”
  1. داسی خبرونه هم دی چی امکان لری پمپیو د وزارت خارجه څخه لیری کړی داسی نشی چی جان بس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شی بیا راشی د جانکیری دنده سرته ورسوی

  2. د افغانستان خلک د ټاکنو په پروسې کې د بېروني هېوادونو لاسوهنو سخت په غصه کړي او نه غواړي چې د کمیسیون په چارو کې دې د پخوا په شان څوک مداخله وکړي.

    خلکو د امریکا د سفیرجانبس هغه خبرې په کلکه وغندلې چې وايي” د افغانستان ریاست جمهوري انتخاباتو ګټونکی د اکثریت ولس نمایندګي نه کوي نو راتلونکی ولسمشر دې باید پخپل نوي حکومت کې دې نور کاندیدان هم له ځانه سره په واک کې شریک کړي”.

    ښاغلی جانبس د انتخاباتو له پېل نه د ټاکنو په پروسه کې مداخله کړی او وخت ناوخت یې له رسنیو سره د ریاست جمهوري انتخاباتو په اړه خپل نظر څرګند کړی.

    خلک وایي چې دا امریکايي ديپلومات د ټاکنو په چارو کې بربنډه لاسوهنه کوي او د ولس اعتماد د ټاکنو په پروسه باندې راکموي.

    افغانان د تېرو ټاکنو ترخه تجربه له ځانه سره لري او اجازه نه ورکوي چې نور دې ددوي په سرنوشت باندې لوبې وشي او ددوی د غوښتنو خلاف دې خلک ددوی په سر حکومت وکړي.

    خبریال ټکی کام ته د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ښاغلي آصف سلیمي وویل چې نور افغانان د ټاکنو په ارزښتناکه پروسه کې امریکا او یا بل کوم چا ته د مداخلې کولو اجازه نه ورکوي او که دا کار دوام وکړي نو خلک به د تېر حکومت پشان په امریکا او ولسواکي باندې بې باوره شي او هم به د افغانانو اعتماد د ټاکنو په پروسه راکم شي.

    د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ م کال ریاست جمهوري انتخابات په سختو امنیتي شرایطو کې ترسره شول او د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو یې د امنیت ټینګولو په برخه کې بیا هم د پخوا په شان په کلکه امنیت ټینګ کړو په داسې حال کې چې هېچ چا هم باور نه کولو چې انتخابات دې ترسره شي خو زمونږ ځواکونو ددې پروسې کامیابي حتمي کړه.

    خبریال ټکی کام ته د کابل ښار یو اوسېدونکي ښاغلي رحمان ګل وویل چې “مونږ په زغرده او بې وېرې په دې پروسه کې ګډون وکړو تر څو خپل سرنوشت پخپله رایه وټاکو او ناخوالو ته نور د پای ټکی کېږدو او هېچ چا ته به د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړو او یا به د تېر په شان یو کمزوری حکومت په ځان ونه زغمو”.

    د امریکا سفیر چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی د ۲۰۱۹ کال د ریاست جمهوري ټاکنو کې له پېل نه لاس وهنه کوله او ډېري وخت به یې د دوهم مخکښ کاندید عبدالله عبدالله سره وخت نا وخت لیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *