تاند، جمعه، د قوس ۸مه: په کابل کې نن د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله په پلوۍ لاریون ته راوتلي معترضان بېرته سره خواره شول.
دغه لاریونوال چې شمېر یې کم و، خو د ښار له څو سیمو څخه د کابل پښتونستان څلور لارې ته راټول شوي وو او د دوی په وینا په ټاکنو کې د درغلۍ مخنیوي غوښتنه یې وکړه.
په دې ډله کې د ولسمشر غني د ټیم پخوانۍ غړې او اوسنۍ مخالفې فرخنده زهرا نادري وویل، نه پرېږدي چې یوه کوچنۍ ډله د دې په وینا د افغانستان په تاریخ او ارزښتونو یو وار بیا واکمنه شي.
د معترضانو په ډله کې د ثبات او همپالنې د ډلې مشران هیڅ تر سترګو نه شول او نه هم عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو سره د خبرو لپاره له اجرائیه ریاست څخه ووت.
په ټولنیزو شبکو کې خلکو دا یو ناکام لاریون بللی او د عبدالله عبدالله د ډلې ګواښونه یې د خندا وړ بللي دي.
د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي چې د ثبات او همپالنې په ټیم د نیوکو له امله مشهور دی، لیکلي چې د عبدالله عبدالله په پلوۍ لاریون ته راټول شوي کسان بیرته په کاسټرو کې د حق المظاهرې په ۵۰۰ افغانیو لاس و ګرېوان شوي دي.
خو د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند فریدون خوځون بیا داسې انځورونه هم خپاره کړي دي چې ښيي د دغې ډلې معترضان له اعتراض وروسته پاتې شوني ټولوي او د مدني لاریوني شېوې استازیتوب کوي.
په پای کې لاریونوالو خپل پرېکړه لیک هم وړاندې کړی دی چې د ثبات او همپالنې د ټیم غوښتنې په کې ذکر شوې دي:
د لاریونوالو پرېکړه لیک:
د خلکو په رایو او اراده کې د مکرر جعل او لاسوهنو، په افغانستان کې ټاکنې او د ولسواکۍ بهیر حساس او خطرناک پړاو ته رسولی دی. افغانان هر ځل په پوره مېړانې او هېوادپالنې صندقونو ته ورځي او رایه ورکوي؛ څو د خلکو د ارادې پر اساس، د یوه موټي افغانستان، ملي ارزښتونو، اصلاحاتو او د خلکو په برخلیک کې بدلون راوستلو ته ژمن او باورمند دولت رامنځته شي؛ خو هر ځل ځينې په تقلب، جعل او فساد سره د افغانستان د ستر ملت له ارادې سره لوبې کوي.
افغانانو د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نېټه، د مرګ ګواښ او ټولو قربانیو په منلو سره رایه ورکړه، اما دېموکراسۍ ته ځینو خاینو څېرو، یو ځل بیا هڅه وکړه، چې د خلکو رایې تحریف کړي او له جعل او تزویر څخه د رامنځته شوي حکومت د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان باعزته، با شرفه او غیور خلک ـ شریف قومونه، مذاهب او بېلابېلو ولایتونه سبا جمعه ( د لیندۍ اتمه ـ ۱۳۹۸ ) متقلب جریان او د هغوی ملاتړ ته روښانه پيغام لري:
1. د افغانستان خلک دا ځل اجازه نه ورکوي چې په درغلیو رامنځته شوی دولت یې پر سرنوشت حاکم شي او د تل لپاره زموږ په هېواد کې د ټاکنو او ولسواکۍ څراغ خاموش شي. متقلب ټیم، د ټاکنو کمېسیون او نړیواله ټولنه نباید د افغان ملت د حق غوښتنې غږ عادي وګڼي. افغانانو ته ډاډ ورکوو چې په تول توان به د هغوی له رایو او حقونو دفاع وکړو او هغه نظام ته به اجازه ورنکړو چې په جعل او او تزویر رامنځته شوی وي.
2. د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو د نافذه قانون، طرزالعملونو او لوایحو مسیر ته وګرځي او د یوه ټیم غوښتنو او مطالباتو ته د تمکین کولو پر ځای دې د افغان ملت غږ واوري. د ټاکنو کمېسیون باید فوراً ۳۰۰زره غیر بایو میټریک او جعلي رایې له بهیر بهر کړي او په ټاکنیزه پروسه کې دې خپله بې طرفي او خپلواکي ثابته کړي. کنه د هر ډول سیاسي ـ ټاکنیز بحران مسوولیت او د پایلو مسوولیت به یې د ټاکنو کمېسیون د غړو پر غاړه وي.
3. نړیواله ټولنه باید د ناهنجاره او بحراني وضعیت په درک کولو سره، خپل اصولي او قانوني مسیر ته د ټاکنیزې پروسې د بېرته ګرځولو لپاره هڅې وکړي. نړیوال همکاران نباید اجازه ورکړي چې افغانستان بېرته د غیرولسي نظامونو تیارو ته وګرځي. د ۲۰۱۹ کال ټاکنې د دېکتاتورۍ او ولسواکۍ ترمنځ فاصل خط دی.
4. امنیتي ځواکونه، زموږ بچیان، ورونه او خویندې دي. تمه مو دا ده چې هغوی د عدالت د تحقق، پر باطل د حق د بریالي کېدو او زموږ ماشومانو ته د روښانه راتلونکې لپاره تضمین اوسي. امنیتي ځواکونه دې د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتنې په اعتراضونو او لاریونونو کې په پوره ناپېیلتوب، امانت دارۍ او هېواددوستۍ چلن وکړي او د معترضانو امنیت دې تامین او تضمین کړي.
5. که د ټاکنو کمېسیون او ذیدخل نهادونه، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم قانوني او مشروع غوښتنو او مطالبانو ته ځواب ونه وايي، موږ به له ټولو مشروع، سوله ییزو او ولسي ګزینو څخه واک ته د خلکو د رایو او واقعي ارادې د رسولو لپاره کار واخلو او د تقلب کارانو لمن به د تل لپاره ټوله کړو.
6. په بېلابېلو ولایاتو کې د خلکو له خودجوشه شجاعانه حضور څخه چې د تقلبي او مشکوکو رایو د برخلیک تر روښانه کېدو پورې یې د کمېسیون دروازې تړلي ملاتړ کوو.
دانتخاباتو مستقل کمیسیون نور باید لمړنی پایلی و نه ځنډوی او چوکی پرستوعناصرو ته نور موقع د امنیت او عامه نظم د خرابولو ور نکړی . کله چه نتایج اعلان شی هغه ټیمونه او کاندیدان چه نتایج نه منی د شکایت د قانونی طریقی نه بغیرد عامه خلکو د تحریکولو او عامه نظم او امنیت د ګډوډکولو له لاری غواړی خپلو کرغیړنو مخو ته ځان ورسوی باید سمدلاسه ددی لوی جرم په خاطر لویی څارنوالی ته د تحقیق د پاره وسپارل شی او د قانون سره سم ددغه جرم او ددوی د غیر قانونی شتمنیو پوره حساب ورسره وشی . نور ملت د خاینانو، غلو او قانون ماتوونکو په مقابل کی حوصله نلری ، ملت د حساب اخیستلو او عدالت غوښتنه کوی.