تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د تاند د پلټنو له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو ۴۴ ورځې وشوې، خو عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې د خپلې ناکامۍ منلو ته چمتو نه دی،  په دغو ۴۴ ورځو کې یې تر اوسه۱۲ ځله له بېلابېلو امریکايي چارواکو سره کتلي او نږدې هره اونۍ یو ځل له خپل ملګري او د امریکا له سفیر جان بس سره ویني.

د سرچینو په حواله عبدالله عبدالله امریکایانو ته ډاډ ورکول غواړي چې واک ته په رسېدو یې هرې غوښتنې منلو ته چمتو دی، خو داسې ښکاري چې امریکایان دا ځل نه غواړي د افغانستان د ټاکنو په لانجه کې دخیل شي، له همدې کبله عبدالله پخپله له امریکايي چارواکو سره د ځان لپاره د لابي هڅې ګړندۍ کړې دي.

په دې لړ کې سپیدار ماڼۍ ته د جان بس غیر منتظره تګ راتګ پوښتنې راپورته کړي، خو تر ټولو لویې پوښتنې دا چې له عبدالله سره د امریکايي سناتورانو، د کانګرس د غړو، د دفاع وزیر،د باندنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او نورو چارواکو لیدنې هم له څه شي خالي نه دي.

 د تاند د موندنو له مخې عبدالله عبدالله د ټاکنو له ترسراوي وروسته ۱۲ ځله له امریکايي چارواکو سره کتلي او د خپل بریالیتوب غوښتنه یې ترې کړې ده، خو امریکایانو بیا اووه ځله له ولسمشر غني سره کتلي او له رسمي مسایلو پرته یې ورسره بله خبره نه ده یاده کړې.

همدا راز ولسمشر غني له ټاکنو وروسته د امریکا له سفیر جان باس سره هیڅ ډول لیدنه نه ده کړې.

د نومبر په ۵مه له جان باس سره ویني او د ټاکنو په پروسه ورسره غږېدلی دی.

عبدالله عبدالله له ټاکنو وروسته د نومبر  په ۲مه له جنرال سکاټ میلر سره کتلي او ویلي یې وو چې په امنیت ورسره غږېدلی.

عبدالله عبدالله د اکتوبر په ۳۱مه له زلمي خلیلزاد او د ټرمپ د مشاورې لیزاکورتیس سره کتلي.

عبدالله عبدالله د اکتوبر په ۲۹مه په غیر رسمي ډول په خپل دفتر کې جان باس ته میلمستیا کړې او په خپل سر دواړو د ټاکنو په پروسه بحث کړی دی.

   په همدې ورځ د اکتوبر په ۲۹مه ښاغلی عبدالله د امریکا د سولې انسټیټوټ له مشرې نانسي لینډبورګ سره ویني او جالبه دا ده چې عبدالله ورسره دډیموکراسۍ په ټینګښت خبرې کوي.

 ښاغلی عبدالله د اکتوبر په ۲۷مه بیا له زلمي خلیلزاد سره ویني، په دې لیدنه کې جان باس هم شته او عبدالله په کې له ټاکنو څخه سولې ته د لومړیتوب ورکولو خبره کوي.

 د اکتوبر په ۲۲مه ښاغلی عبدالله له جان باس سره یوه بله دوستانه او د خپل سر لیدنه کوي چې په دې کې هم د ټاکنوې پایلې مهمه موضوع ده.

 د اکتوبر په۲۱مه ښاغلی عبدالله د امریکا د استازو جرګې دمشرې نانسي پلوسي ډېر تود هرکلی کوي، لیدنه ورسره کوي او بیا په خبرپاڼه کې لیکي چې ښاغلي عبدالله ته نانسي پلوسي ویلي چې موږ غواړو په افغانستان کې ستاسو په رهبرۍ سوله راشي، عبدالله عبدالله د (ستاسو) له کلیمې څخه داسې انګیرلې چې شخصا ده ته یې ویلي، نه دا چې (ستاسو) څخه یې مقصد افغانان وي.

 عبدالله د اکتوبر په ۱۶مه د سیګار له مشر جان ساپکو سره وکتل او ویاندانو یې پر ټولنیزو شبکو دې لیدنې ته داسې رنګ ورکړ چې ګواکې عبدالله ته د سیګار مشر ویلي اجرائیه ریاست یوازنۍ اداره ده چې فساد په کې نشته.

عبدالله د اکتوبر په ۱۵مه د امریکا د باندنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره کتلي او د ټاکنو په اړه ورسره غږېدلی دی.

 همدا راز یې د اکتوبر به ۱۰مه د امریکا د سناجرګې د استازو مارګریټ هاسن او کرسون هالین سره وکتل او د ټاکنو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

 دولسمه لیدنه یې د اکتوبر په ۸مه د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي نیکولاسکي سره وکتل او د رایو د شمېرنې په اړه یې ورسره بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ساز لومړي مرستیال امرالله صالح د عبدالله ټیم په معامله ګرۍ تورن کړ او زیاته یې کړه دغه ټیم نامتجانس حالت کې دی، کمپاینر یې له حکمتیار سره معامله کوي، خو مرستیال یې په بل کونج کې کېنولی دی.

ښاغلي صالح، ښاغلي عبدالله ته پېغور ورکړی چې که ته له حکمتیار سره هم د واک لپاره ایتلاف کولی شي، نو له تاسو څه ګیله ده؟

One thought on “د عبدالله پټ راز و نیاز، له امریکایانو سره یې په ۴۴ ورځو کې د ټاکنو اړوند ۱۲ لیدنې کړې دي”
  1. ددی لعنتی قاتل ، غله او اموخته جاسوس عبدالله عبدالله ټول عمر په همدی یادو کسبونو کښي تیر او نور هم دا پلیت د چاپلوسی په وسیله غواړی چی ډبل عبدالله د یو بل خائين او تربیه شوی جاسوس خلیلزاد لپاره د خاصی او وطن خرڅوونکی جاسوسی ته داسی ځان عرضه کړی چی دا پلیت د جمهوریت ریاست چوکی باندی دداسی شرائيطو لاندی کینول شی چی نوموړۍ پلیت یوازی چوکی ولری او امریکا بیا هر څه چی وغواړی نو لاره به کاملآ ورته خلاصه وی ، دا بی تفاوته منورین هنوز هم دی پلیتانو خیانتونو ته کاملآ خاموشی اختیار کړی دی او ملی افغانی جرأت ورڅخه تللۍ دی ! ژوندی دی وی دا بی سواده ملت چی دافغانستان خاوری ساتلو کښي ئي همیش قربانی ورکړی او دا قربانی هنوز هم جریان لری ( که څه هم د خلیلزاد طالبان د ملت قربانیو څخه سوء استفاده کوی لکه قاتلو خرڅ شوو تنظیمونو په شان ) ! مرګ پر دی نامردو مرتجع منورینو چی یوازی او یوازی د ځانو نامشروعی ګټی ورته اولیت لری او یوازی د خارجیانو یرغل لپاره ځانونه خرڅون ته وړاندی کړی دی !!! د ملت زور هیڅ اجنبی یرغل کوونکۍ نشی لرلۍ!!!! دا ثابته شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *