تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کمپاین په جرم یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي، د ولسمشر فرهنګي سلاکار او پخوانی ویاند شاه حسین مرتضوي او د ولسمشر بل سلاکار عبدالرحیم عزیزي یې جریمه کړی دی.

د کمیسیون چارواکو تاند ته وویل، یاد ټول کسان یې په کمپایني غونډو کې د ګډون له کبله جریمه کړي دي.

 د یاد کمیسیون کمیشنرې انیسه امیري زیاته کړه، صلاح الدین رباني یې لس زره افغانۍ جریمه کړی خو د کابل پوهنتون رئیس او د ولسمشر سلاکار ښاغلی مرتضوي هم جریمه او هم د رایې له حق څخه محروم کړل شوي دي: (( دولتي کارمندان کمپایني غونډه کې ګډون یا فیسبوکي تبلیغات نشي کولی خو دوی  دا کار کړی دی، ځکه موږ هم جریمه کړل.))

 شاه حسین مرتضوي بیا  وايي، ده ته خبر نه دی ورکول شوی بلکې له فیسبوک څخه خبر شو چې جریمه او له رایې محروم شوی دی: (( د رایې حق راڅخه یوازې محکمه اخیستلی شي.))

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، حق لري چې د سرغړونو په صورت کې یو کس له ۵ زره افغانیو تر یو لک افغانیو جریمه کړي.؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *