تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ګواښ کړی چې د ټاکنو کمېسیون د یو مشخص ټاکنیز ټیم په اشاره کارونه کوي چې دې کار یې خپلواکي له سوال سره مخ کړې او کارونه یې مشروعیت نه لري.

ښاغلي عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، که د ټاکنو کمېسیون خپل قانوني مسیر ته راونه ګرځي، مسوولیت به یې د هغه چا به غاړه وي چې دا بنسټ یې په ناقانونه لاره ورسیخ کړی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، د یو تقلبي حکومت د مخنیوي لپاره به له هر ډول مشروع او سوله ییزې لارې کار واخلي او هیڅوک به یې د خلکو د غوښتنو مخه ونه نیولی شي.

ښاغلي عبدالله لیکلي، په ۲۰۱۴ کال کې یوه ډله له درغلۍ سره واک ته ورسېده، خو اوس دې په دې فکر نه اوسي چې ۲۰۱۴ دې بیا تکرار شي: (( متقلب ټیم ته معلومه شوه چې په خلکو کې ځای نه لري، په ټاکنو کې يې پراخې پيسې مصرف کړې، خلک یې تطمیع کړل، ویې ګواښل او هره وسیله یې وکاروله خو د ټاکنو پایلې واضحه وې، دوی باید د ۲۰۱۴ کال خوبونه ونه ویني.))

ښاغلي عبدالله دا ګواښونه په داسې حال کې کړې دي، چې د نوموړي پلویانو په ۶ ولایتونو کې د ټاکنو مرکزونه په زور تړلي خو کمېسیون ویلي چې که یې معترضان د ولایتي دفترونو له مخې پورته نه شي، له حکومته به مرسته وغواړي.

8 thoughts on “د عبدالله ګواښ: نه د درغلۍ حکومت منم، نه د کمېسیون روانې چارې منم”
  1. ښاغلی ورور عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون قانوني مسیر دا دی چه ستاسو ټیم باید خپل ټول عوارض او ستونزی د کمیسیون د شکایاتو برخی ته ورکړی، چه ستاسو ټول مراحل د ټاکنو کمېسیون د قانون پر بنسټ پر مخ ولاړ شی

  2. اکثریت ولایات حساب شده یعنی از ۳۴ ولایت ۲۸ ان تصفیه شده و باقی ۶ ولایت از دست سر خیلان دزدان متوقف برایش کسی بگوید که جناب داکتر صاحب چطور می‌توانی با ۶ ولایت خود را برنده اعلان کنی؟ اگر در کدام ولایت دیگری یا رای و یا هم نفوذ میداشتی انرا نیز مسدود میکردی پس از برای الله بشرم و بگذار که نتیجه اعلان شود در هر انتخابات خود مشکل سازی نمودی. لطفا حیا کن بس است.

  3. ښاغلی داکتر ګلمرجان یې بیا نه مني. له بلې خوا ګلمرجان رښتیاویلي دی چې په 2014 کال کې د دوی ټیم په درغلیو ، ګواښ او لنډغرتوب سره یو غیر قانونی اجراییه ریاست جوړ کړ او د دې غریب او مظلوم ملت له وینو یې هره ورځ ځان ته نوې دریشی واخیسته ، خپل اولادونه او کورنۍ یې هند کې ځای پرځای کړه . هره اونۍ د خپلې کورنۍ لیدو ته د هند په چکر لاړ او ملت ته ېې د یوې افغانۍ خیر هم ونه رسید.دادی یوځل بیا د « نه منم » له شعار سره غواړي ، خپل دغه منحوس او شوم هدف ته ورسیږي .

  4. هسی خوشی په ډرتو دی سر دی په قبر کی به د انکر او منکر سره دی هم لانجه وی هسی شرمیدی دی راخستی دی د ایزک بچیه

  5. له نېکمرغه یاخوشبختانه اوس افغانان د داکتر ګلمرجان پدې زاړه سیاست « نه یې منم » پوه شویدي . هغه لندغر او کوڅه ډب یې هم په کابل کې رسوا شول . د دوی رایې هم بایومتریک شویدي.
    د 35 میلیوني هېواد په کچه د دوی د ټولو رایو ورکوونکو او ملاتړو شمېر له درې څلور سوه زرو نه اوړي . بنا له دوی هېڅ تشویش ندی پکار . امنیتي ارګانونه پرځای پرېږده ، ملت یې په خالي لاس هم پرځای کښېنولی شي.

  6. د ګلمرجان هیڅ هم له لاسه نه کیږي دا ځل لڼډه غري نشي کولی، ځکه خوشبختانه امر الله صالح صایب ورسره نشته

  7. سلامونه،
    ګرانو تاندوالو لوستونکو ،
    یو خو ډیر دا د ګلمرجان نوم باندې شخوند مه وهئ او وخت مه ضایع کوئ؛ په ۲۰۱۴ کې هم ډیرئ پښتنو افغانانو همدا ګلمرجان یادوه ،آخر مو ولیده چې ملا جانکیري څنګه ځای پر ځای کړ او دهاغه لیک له مخې ېې آن ۵۰ % ده ته، ۲۰ % مهګک ته او ۵% مامدخان ته ورکړل ؛ دوهم متفکر ساب هم ورته خوشاله و چې ۵۰ % خو ماته ورسید ؛ اوس ورته مالومیږي چې خارجه، داخله ، معارف او ۶-۷ ولایتونو کې ولې فساد زیات دی؟ ؛اوبيا مالم عطا ېې هلته؛ظياجان معسود بېل او …مافياوو ېې بېل باج اخيسته!

    آ د تورسن خبره په دا پورتنۍ فیګور سره د شفاخانه ی نور ( د کابل سترګو روغتون) کې د چپړاسي دنده ورته ډیره مناسبه بریښي.
    ولس دوی ټولو ته د رایو نه کاروولو سره (نه) ویلي ؛ او په هغه له ۱۹ ملیونه څخه ۱-۲ ملیونو هم د دکتورا اشرف غني ځينې مثبتو کړنو ته ورکړي ممکن؛
    اوس دې دوی دا ۶-۷ ولایتونو دروازې پریږدي چې دا د بسو ګۍ تبه وشکیږي .
    و من الله التوفیق

  8. وروڼو ! دا د ګلمرجان نوم باندې ډیر شخوند مه وهئ او وخت مه ضایع کوئ.
    د تورسن ساب خبره ، دی د سترګو د روغتون (شفاخانه ی نور ) چپړاسيتوب لیاقت هم نه لري!!
    او په ۶-۷ ولایتونو کې دوی حتمن بیدریغه جعلکاري او تقلب کړی چې له بیا شمیرنې ېې ډاریږي ( دزد سر خود پر داره!)
    خدای دې د م. اشرف غني مل شي. آمین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *