د پښتو ژبې د پياوړې شاعرعبدالهادي هادي پنځه شعري ټولګه( اخى چې لنډې فاصلى واى) اوس اوس د شمله راډيو له خوا د مومند خپرندويې ټولنې په تخنيکي همکارۍ په ٢٠٠٠ ټوکو کې خپره شوه.
دا د ښاغلي هادي د هغو تازه شعرونو ټولګه ده چې د کډوالۍ پرمهال يې په استراليا کې ليکلي او تر اوسه يې يوازې د فېسبوک له لارې تر خپلو مينه والو رسولي وو. شعر دا ټولګه خپلې مېرمنې ته ډالۍ کړې ده.
په ياده شوې ټولګه کې د شعر لوستونکى د شاعر د پرديسۍ درد، د بېلتون اسويلي له خپلې ټولې غزليزې ښکلا سره حس کولى شي، د فورم له لحاظه يې زياته برخه غزلونه دي چې نږدې ټول هغه يې د شاعر د ځانګړې شعري ژبې له اړخه رندانه او مست رنګ لري.
په ټولګه د ښاغلو پوهاند خالق رشيد، علم ګل سحر، عارف خزان او ګل رحمن رحماني ليکنې راغلې او دهغه د شاعرۍ بېلابېل اړخونه يې څېړلي دي.
پوهاند رشيد د خپلې ليکنې په يوه برخه کې ليکي: هادي ته موږ په ځوانۍ کې د پښتو ځوان یاغي شاعر وایه ، یومهال ارواښاد عاصي راڅخه پوښتنه وکړه : « په پښتو زما معادل شاعر لرئ ؟ » ده فکرکاوه چې زه به اوس د لایق ، کاوون او یا نورو نوم ورته واخلم ، نیغ په نیغه مې ورته وویل چې : « ستا معادل په پښتومعاصر شعري بهیرکې زموږ تر ټولو ځوان شاعر هادي هادي… » په حیرانۍ یې راته وکتل، مانا داچې داخبره ښه پرې ونه لګیده، خو ما په صادقانه توګه خپل تحلیل ورته ووایه ، ډیره موده وروسته یې چې د کابل په ورانیو کې ولیدلم بیایی را ته ویل « استاد به همو نظرت ایستاده اید ؟ » ورته مې خندل : « اکنون به سطح ایشان هم نیستید… » د زړه له کومی يې راته وخندل اوویی ویل چې : « استاده ته رښتیا وایې زماهم نور په دغه ملک کې ټیکاو نه کیږي له وطنه وځم » هماغه وچې ایران ته لاړ او هلته یې هم خپله څیره د هغوي په آینه کې ولیده او خواشینی بیرته وطن ته راستون او نیمه خوا دمرګي میلمه شو.
شاعر او کره کتونکي ښاغلي علم ګل سحر ( د غزل د ښکلا انتقلاب) تر نوم لاندې ليکنه کې د هادي د شعرونو پر فورم او منځپانګه بحث کړى او يو ځاى ليکي:
د هادي صاحب شعرونه له ښکلو انځورونو مالامال دي، نوموړی پخپل شعر کې انځورونو ته ډیره توجه کوي په دقت یې له ورځني ژونده را اخلي د هغه په شعرونو کې له ښکلو انځورونو سره مخ کیږو چې د ده شعر ته یې لا ښکلا وربښلې ده، په لاندې شعر کې یې هم ساده کلیوالي انځورونه ګورو هم خپلو خلکو ته پیغامونه، چې هم صحنې د لوستونکو سترګو ته نیغې دروي او هم یې په شعر د داستان تنده ماتیدای شي
عارف خزان د هادي د پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ پرتلنه کړې او ګل رحمن رحماني د نوموړي هغه حبسيه شعرونو ته اشاره کړې چې نوموړي د وطن په درد او جلاوالي کې ليکلي دي.
د ټولګې يوه برخه نظمونه هم لري چې شاعر په کې بيا هم د غزل په څېر خوږلت ساتلى او لوستونکو ته د خپل ژوند او خاورې په اړه د پرتليز احساس او فکر ځواک ورکوي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هادي صيب د شعرونو څلور ټولګې خپرې شوې چې اوسمهال د کتاب په بازار کې نايابه دي، خو وروستۍ ټولګه يې له يوه اوږده ځنډ وروسته خپرېږي. نوموړى دا مهال له خپلې کورنۍ سره د استراليا پلازمينه سيدني کې ژوند کوي او د شمله په نوم راډيو چارې ور په غاړه دي.
د ټولګې د پښتۍ طرحه د پياوړي انځور ګر منتظر مسيد، ډيزاين چارې د ايمليار ساجد، چاپچارى د ګل رحمن رحماني او مالي تمويل د استراليا مېشتى فرهنګيال او پانګه وال قاضي انور خان منګل له لوري تر سره شوې دي.
ټاکل شوې چې په کابل او د استراليا په ګډون ځينو بهرنيو هېوادونو کې د نوموړې ټولګې د مخکتنې غونډې هم تر سره شي. ددې ټولګې د ځينو شعرونو يوه غږيزه ټولګه هم د سي ډي او دکلمې په بڼه له دې وړاندې خپره شوې ده. د شعر او ادب ټولو مينه والو ته دې مبارک وي.
دا هم له دې ټولګې يو ښکلى غزل:
خراب
فتحو خراب کړي یو او ماتو خراب کړي یو
موږ یاره دا خپلو خواهشاتو خراب کړي یو
چاته به په جنګ کې زموږ د ماتې کیسه نه وي یاد
هر ځلې دښمن په دې مادیاتو خراب کړي یو
بس چې د تقدیر د بدلیدو تکل مو کړی دی
خپلو اورنیو احساساتو خراب کړي یو
موږ چې کله هم چاته د کور لارې پرانیستې دي
ځینو تباه کړي یو او زیاتو خراب کړي یو
نورو ته دښمن په نیرنګونو بلا جوړه کړي
موږ خو د دې خپل کاله حالاتو خراب کړي یو
اوس به مو وختي د تمدن برجونه جوړ وو خو
هر ځل یو څو خامو بې احتیاطو خراب کړي یو
څنګه مو هادي په تشو لاسو، سوبه وکړله؟
څنګه اوس د نورو امکاناتو خراب کړي یو؟
۲۷مارچ۲۰۱۲
سیډني