د  روان کال د ثور پر ۱۸ نېټه په کابل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په مطبوعاتي تالار کې د پیاوړي کیسه لیکوال عبدالوکيل سوله مل د دریوو تازه خپروشویو کیسه ییزو ټولګو( چې زمانه خرابه شي، اغزن پالنګ او داروی کور کننده) د مخکتنې غونډه جوړه شوه چې لسګونو لیکوالانو او فرهنګیانو په کې ګډون وکړ.

تر تلاوت او ملي سرود وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت  ویاند ښاغلي صابر مومند د  کیسه لیکوال عبدالوکيل سوله مل ژوند لیک ولوست، ورپسې د ولسمشر فرهنګي سلاکار او کره کتونکي  استاد اسدالله غضنفر لنډه وينا وکړه اود داستاني ادب په برخه کې یې د ښاغلي سوله مل ژمنتیا او وړتیا یې وستایله.

همدارنګه د غونډې په ترڅ کې پیاوړي کیسه لیکوال زرین انځور، لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال، استاد نجیب منلي، انور وفا سمندر، پوهاند اسمعیل یون، ښاغلي واعیظي ، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري او یو شمېر نورو لیکوالو پر کتابونو، کیسو او د لیکوال پر سبک باندې خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د دود له مخې د مخورو مېلمنو له خوا د کتابونو مخ پرانيسته وشوه اود کابل مېشتو شینواروټولنې له خوا ښاغلي سوله مل ته ستاینلیک ورکړل شو. په پای کې ښاغلي سوله مل له ټولو ګډونوالو او وینا والو څخه مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *