د خوست په نسبتاً يوه نا امنه  او دپاکستان هېواد سره نېږدي په پوله پراته سرحدي ولسوالۍ عليشيرو تريزيو کې د افغانستان قومونو پيوستون شورا په نوښت د لومړي ځل لپاره  د ولسمشرۍ  نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ لويه غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې چې د سيمې او ولسوالۍ سلګونو تنو ځوانانو ، ديني علماکرامو  او قومي مخورو مشرانو برخه لرله دوي  د ولسمشرۍ  نوماند  ډاکټر عبدالله عبدالله څخه  خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

دغې ولسوالي ګڼوځوانانو يې په دې هدف د ولسمشرۍ  نوماند ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ چې له يوې خوا ورته پخوانيو ولسمشرۍ نوماندانو چې خوست ولايت خلکو  ورته ٩٩ سلنه رايې ورکړې وې ژمنې پوره نکړې ترڅنګ دويته د ډاکټر عبداله عبدالله  کړنلاره او تګلاره په دې ډېره د پام وړ وه چې  د ټول افغانستان په کچه په بېلابېلو  برخو کې  ملي پروګرامونه  او طرحې لري .

مراسم چې د پاک قرآن مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شول وروسته غونډې ته د عليشيرتريزيو ولسوالۍ  د ځوانانو ټولنې مسؤل ښاغلي جلال انوري وينا وکړه .

ښاغلي انورې د خپلو خبرو پر مهال د ولسمشرۍ نوماندانو له ډلې ښاغلی  ډاکټر عبدالله عبدالله يو هغه کانديد ياد کړ د ددې هېواد ملي بنسټونو د بيارغونې او په هېواد کې د ملي پخلاينې تمه ترې کېږي .

 نوموړي  زياته کړه ډاکټر عبدالله عبدالله چې يو سپڅلی څېره ده کولای شي چې  د خپلې کاري ډلې په ملګرتيا د خپلو ملي ګړنلارو له مخې د هېواد په کچه يو  ستر بدلون او همپالنې ته لاره پرانيزي.

انوري د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ په هدف غونډې ته وويل : په دې خاطر يې له ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ چې له مخې ملي يووالي په عمل کې پياده کړي او ترڅنګ د ښاغلي عبدالله عبدالله  په پروګرامونو کې د خوست دابادۍ لپاره مهم پروګرامونه ويني .

بيا غونډې ته د خپلې وينا پر مهال د افغانستان قومونو پيوستون شورا رئيس الحاج غازي نواز تڼي وويل: خوست خلکو چې  په تېرو ولسمشريزو ټولټاکنو کې له کومو کانديدانو څخه خپل  غوڅ ملاتړ اعلان او پاکې رايې ورته وسپارلې وې هغوي يې  پر وړاندې پر ژمنو خاورې اړولي وې ترڅنګ يې ، هغه سترې غوښتنې ور پوره نکړې چې خوستيو ولسونو له ولسمشر ښاغلي حامد کرزي دتېر ټاکنيز کمپاين پر مهال درلودې چې پکې  د خوست ګرديز لارې جوړيدل، د خوست غلام خان لارې رسمي  ترانزيټ او خوست ته دبرېښنا لېنونو راغځول شامل دي .

غازي نواز تڼي همداشان راټوليدنې ته وويل د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ورسره ژمنه کړيده چې د برياليتوب وروسته به د خوست شيخ زايد پوهنتون نړيوالو پوهنتونو سره نښلوي، خوستيو کدرونو ته به پخپله اداره کې ځای ورکوي  او ترڅنګ د خوست غلام خان لاره چې د هېواد نورو ولايتونو  لارو په پرتله کراچۍ ترانزيټي بندر ته ٤٥٠ کيلومتره نيږدې پراته ده په رسمي ډول ترانزيټ کوي.

روپسې غونډې ته په خپل  وار سره قومي مشر او د افغانستان قومونو پيوستون شورا مرستيال الحاج مدير ميرزمان صبري ، قومي مشر حميم منګل او ځينو نورو خبرې وکړي .

وينا والو د خپلو خبرو پر مهال د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله يو وړ کانديد يادولو او ژمنه کوله چې د ټاکنو پر ورځ به خپلې ټولې رايي د نوموړی په ګټه وکاره وي او هېچا ته په ددې اجازه ورنکړي چې په دغو  ټاکنو کې د درغليو له مخې خپل د خوښې  وړ  نوماندانوته کار وکړي او يادې شويو ټاکنو رڼښت او شفافيت د سوال لاندې راولي.

مراسم  د سمسور افغانستان د دوعايې  په  ويلو  او ملي اټن  په کولو  سره پای  ته ورسيدل .

One thought on “د عبد الله عبدالله په ملاتړ کې د قومونو د پیوستون شورا غونډه”
  1. ،باور وکړی چی عبدالله عبدالله ته به په خوست کی څوک یوه رایه هم ورنکړی دا هسی خبری دی او دا يو څو کسان چی یو څو روپۍ یی له عبدالله څخه اخیستی دی په خپلو کی سره ناست او بیا یی د غونډی او د عبدالله څخه د ملاتړنوم ورکړی نور هیڅ هم ندی
    د خوست خلک یوازی یو کاندید لری چی هغه ډاکټر اشرف غنی دی چی هم پوه لری او هم د ټول افغانستان لپاره پلان لری. د خوست ټول قومونه به ډاکټر اشرف غنی ته خپلی رایی ورکوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *