عبدالرحمن فرقاني-

تاریخ نقلوي: چې د”مرمرای” پروژه ۱۵۰ کاله وړاندې د عثماني امپراتورۍ د پادشاهانو هر یو سلطان عبدالحمید او ورپسې د سلطان عبدالمجید خوب ؤ، چې نن د رجب طیب اوردګان په لاس یې تعبیر ریښتیا شو،  د”مرمرای” پروژه شپیته متره  تر اوبو لاندې د ۱۵ متره په  ارتفاع او ۹ متره په عرض تونل دی، چې په یوه ورځ کې دواړو غاړو ته د یوه ملیون کسانو د لېږد ظرفیت لري، د نړۍ په کچه ډېره ارزښتناکه پروژه ده، نه یوازې د نني عصر بلکې د ټولو عصرونو په کچه لویه او بنسټيزه پروژه ده.

 په ترکیه کې د عدالت او اسلامی پراختیا ګوند د نوې ترکې د جمهوریت دمؤسس مصطفی کمال اتاترک  چې د ترکانو د پلار لقب ورکړل شوی ؤ ، لادینه جمهوریت ړنګ کړ، حاکم ګوندچې لا تراوسه د ځوانۍ په دوران کې ژوند کوي او لا تر اوسه یې د هڅوب  لړۍ نه ده بشپړه شوې، که څه هم چې د نوموړی هڅوب کچه د ځینې لاملونو له کبله اغیزمنه شوې هم ده، لکه اقتصادي ستونزې چې ټوله نړۍ او اوروپا ګواښوي، وتوانیږي چې د کمال اتاترک د جمهوریت مخ په لسو کلونو کې بدل کړي او د ریښتني اسلامي حکومت بنیان په ترکیه کې په پښوو ودروي ، او نړۍ ته خپلې لاسته راوړنې یوه په بله پسې اعلان کړي. اوس مهال د”عدالت او اسلامي پراختیا” ګوندحکومت اوروپا د آسیا سره ونښلوله، هغو اسلامپالو لوېدیځ د ختیځ سره و نښلوه، چې په اړه یې لوېدیځ  اوس مهال خپل ټول ماجور او ګمارل شوي مطبوعات ګمارلي، تر څو یې پر ترهګرۍ او سختدریځۍ تورن  اوله سياسي صحنې څخه لېري کړي!.

پدې شک نشته چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامي نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې د نړۍ پر مخ په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ او په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په تونس کې د اسلامي نهضت غورځنګ په لاره اچولې وه او د خپلې سپیڅلې مبارزې لپاره یې چې کوم میکانیزم غوره کړی ؤ، د اسلامي خوځښتونو د مبارزې په بهیر کې ساری نه لري او په کومه کچه چې دا پروسه د انساني ژوندانه په  چارو کې د اسلام عملي اړخ شونی او پلی کوي او په کومه کچه چې نوموړې پروسه او کړنلاره اسلام ته د انسان په هر اړخیزو چارو کې که هغه سیاسي  چارې وي، که دیني که اقتصادي .. خپل ریښتني مقام ټاکي، په هغه کچه د دغې پروسې د شنډولو لپاره په مصر کې د لویدیځ په لمسون دحسني مبارک د مستبد حکومت د پاتېشونو او په ترکیه کې د اتاترک د علماني حکومت د پاتېشونو او په تونس کې د زین العابدین بن علي د ظالم حکومت د پاتېشونو له لوری هڅې په لاره اچول شوې، تر څو د دغې پروسې خاوندان د هر راز بې بنیاده او بې اساسه تورون په اساس د واکمنۍ څخه ګوښه او د تېر په څېر یې د تورو زندانونو د میلو شاته ولېژي، د سختدریځۍ نه نیولی تر بنسټپالۍ پورې یې په راز راز تورنو  تورن او د سیاسی فعالیت له ډګرڅخه یې ګوښه کړي .

په ترکیه کې د مرمرای ساحل
په ترکیه کې د مرمرای ساحل

په ټول کې اسلامي اصلاحي او منځلاري حرکتونه او ګوندونه د ټولو مغرضو ادعاګانو پر خلاف چې د نوموړو حرکتونو په اړه په نړیوالو رسنیو او محافلو کې خپرېږي، نړیوالې ټولګټې موخې او پروژې په پام کې لري، د ټول بشریت د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره پروژې په پام کې لري.

د نورو ګڼو عوامل سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماري ځواک ته خورا اهمت لري. هغه دمادي ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دي، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږي او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړي، و او په خپله اسلامي پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شي، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبه توپیر لري ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو  لاملونه سره د مادي مصلحت له کبله راوپزول شو.

د ترکیه په څير د مصر اخواني سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د “سویس کانال ” ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوي ظرفیت سره پلې کړي، او ختيځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوي. کوم سوداګریز توکي چې اوس مهال د دوبي له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شي، د دوبي په اقتصادي مارکیټ واکمن  مادي استعماري ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې  په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادي استعماري ځواک  ګټې زیانمنې شي، له دې کبله د اماراتو او سعودي شیخانو د خپلو مادي ګټو د خونديتوب لپاره اسلامي ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامي حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل  وړاندې کوي، خو د اخوانیانو د حکومت  د ړنګېدو یو بنسټیز لامل همدا د “کانال سویس” ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړي بنسټيزه پروژه  بشپړه کړي.

تاریخ شاهد دی، چې د لوېدیځ استعماري ځواک د خپل سیاسي خوځښت او نفوذ په کړۍ کې یوازې خپلو مادي ګټو ته اهمیت ورکوي اوهر وخت خپلې پرېکړې د همدغه موخې د خوندیتوب پر بنسټ  کوي، نو هر کله چې نوموړې ګټې زیانمنېږي، بیا استعماري ځواک او په سیمه کې استبدادي حکومتونه چې یوازنۍ موخه یې د خپل واک اوږدول دي، هر ډول اصول، ارزښتونه او حقوق تر پښو لاندې کوي، او خپل ګټي خوندي ساتي.

                          عبدالرحمن فرقاني

5 thoughts on “د عثماني امپراتورۍ د پادشاهانو خوب، چې تعبیر یې ریښتیا شو”
  1. هغه متل دۍ چه وائي ـ ډوله وهم د کوم ځائ او اواز د د کوم جائ خژئ ـ
    فرقانئ صاحب دهغه ليکنه د يو خاصئ عقيدئ پر بناء د حقايقو نه لرئ ليکلئ ده دا خبره چه په ترکيه کښۍ دا پروژه د اردوغان يا د هغه د ګوند لاسته راوړنه ده غير معقوله خبره ده دا کمال که چيرئ په اسلامۍ نهضتو کښۍ وئي نو دا ۱۴۰۰ کاله مونږ ته هځ خاص لاسته ړاوړنه نه په سترګو کيږۍ اصلئ خبره د اردوغان په دولت کښۍ نه ده بلکئ د کمال اتاترک په غير جانبدار سيکولر سيسټم کښۍ ده چه ترکئ دومره ترقئ کړۍ ده د عثمانئ خلافت کښۍ مسلمانانو بئ د شکه چۍ د يوئ غټئ امپراتورئ خاوندان وو مګر اسلامئ بنسټپالو کښۍ لکه د اوسمحال د تبديل او بدلون هر شکل کفر کڼل کيدو نو همدا وجه وه چۍ د انګليسانو جنګئ بيړئ کله چه د ترکئ بحر غاړو ته ورسيدۍ نو عثمانئ خلافت د نوئ جنګئ بيړيو لپاره هځ علاج نه درلوده او ګته په غاښ د نوئ عصر ټکنالوجئ ته حيران شول او عثمانئ خلافت ړنک شو.همدهغه زوال ته په کتو اتاترک د نوښت لاره خپله کړه چه اوس ترکيه د نورو اسلامئ هيوادونو په پرتله په هر لحاظه يو پرمختئتلئ هيواد دۍ د همدهغئ ډموکراسئ او يو بل د زغمولو نتيجه ده چه اردوغان دولت دۍ.کنه نور اسلامئ نړۍ ته هم وګورئ چه ځومره بۍ معنا وينئ پکئ تويګئ زما په اند يو غير مذهبئ سيسټم کولئ شۍ چه د مسلمانانو د ترقئ وجه وګرزۍ کنه نو دا ۱۴۰۰ کاله خو مونږ ځه نه دۍ کړۍ او که همدا حال وو نو مونږ مسلمانان به ۱۰۰ کاله بعده د دهغه نړئ نورو مخلوقاتو ته د مريخ وګړئ يا ـ ايلين ـ ښکاره کيږو ـ د تشو احساساتو نه هځ نجوړيګئ او په دا اکتفاء کول چه فلانکئ اخترا ۱۰۰۰ کاله پخوا فلان او ډسټان مسلمان کړۍ وو هځ تشه نه ډکوئي ځکه چه نړئ ديته نګورۍ بلکئ په موجوده حالاتو کښۍ ستا انکشاف لاسته ړاوړنو او انسانيت ته د خدمت کولو ته ګورۍ. نور خو لرۍ اسلامئ بنسټپالانو لا تر اوسه د موټر وائيپر،، يا ـ ښيښه پاکئ ـ هم جوړ نکړۍ شو

  2. كه د واقيعتونه خخه ستركي بتي نكرو او انصاف سره قضاوت وكرو نو د تركي د عدالت او برمختك اسلامي كوند يو خل بيا نري ته ثابته كره جي د مرمراي د بروزي به بلي كولو سره يي خبل اهليت، كفايت او وطندوستي وشوده. او لدي كبله بايد نور إسلامي كوندونه د تركي د عدالت او برمختك د إسلامي كوند خخه زده كري. دوه دوري يي به كافي اكثريت سره انتخابات هم وكتل او به بوره شفافيت او صداقت سره يي د خبل هيواد خدمت هم وكر.

  3. ننۍ پرمختلی ترکیه او د هغی پرمختللی ټولنیز جوړښت د مصطفی کمال پاشا میراث دی ! دی کی اردوغان هیڅ برخه نلري! هو ، په بربادۍ کی به شاید برخه ولري !! راځو د اردوغان اسلام ته به یوه ګړئ ځیر شو!! هو ، همدا اردوغان ؤ چه ناټو ته تر اوسه زارۍ او سجدی کوي چه خدایګو ترکیه په اروپایی ټولنه کی شامله کړئ!!! ولی ستاسی دا درواغجن اردوغان د اسلامي خلافت ناره نه وهي ، ولی د اسلامي هیوادونو سره نه یو ځای کیږي او ولی صلیبی او یهودي نړۍ ته یی سترګی نیولي ؟؟؟؟ دویم ، موږ همدا منافق اردوغان ولید چه د سوریی د بی وزله ولس په وژلو اود دی لرغونی هیواد په بشپړ بربادۍ کی دی د امریکا ، ، ناټو او عرب شیخانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی !! چیری دی د هغه ایمان او اسلام؟؟؟ مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *