تاند- د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ لمریز کال پوري له نژدې ۱۸۰۰ افغانانو څخه د هغوی په خپله خوښه د افغانستان تابعیت اخیستل شوی دی.
د دغو کسانو لویې برخې د ایران تابعیت اخیستی دی او د ایران له قوانینو سره سم هغه څوک د دغه هیواد تابعیت نه شي اخیستلی چې همزمانه د بل هیواد تابعیت ولري.
د عدلیې وزارت وايي چې په دغو ۱۸۰۰ کسانو کې اکثرو یې د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ د افغانستان تابعیت پرې ایښی دی او په وروستیو دوو کلونو کې د افغاني تابعیت پرېښودونکو شمېر لږ شوی دی.
د عدلیې وزارت په عین حال کې وايي چې له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۲۹۳ پوري ۱۰۲ تنو بهرنیانو، چې اکثره ایرانیان او د نورو ګاونډیو هیوادونو اتباع ول، د افغانستان تابعیت اخیستی دی.
دا وزارت وايي چې په وروستي یو کال کې یوازې ۲۷ بهرنیانو د افغانستان تابعیت اخیستی دی.
د عدلیې وزارت وايي، اکثره کسان، چې د افغانستان تابعیت یې اخیستی، هغه سړي او ښځې دي چې له افغانانو سره یط ودونه کړي دي.
زه د اصلاحاتو لپاره اصلی عنصر صالح انسان بولم ، دا ورقی سوابق یا صداقت نه ښیی چی چا په تیره کی کورنی یی فساد کړی، تنظیم یی فاسد کړی ،په معاملو یی ځان کرسی ته رسولی، د خپل جیب او خیټی نه ها خوا هم فکر کولی شی؟ ملی اخلاق او ملی اهدافو سره نژدی پاتی شوی که د شرق او غرب ترمینځ فاصله لری؟ د یو ولایتی رئیس په تقرر ، تازیان یی څو اخلی؟ او داسی نور چی دا پاڼی هغه معلومات نشی ورکولی خو اصلی جوهر په سړیتوب او عالی آدمیت کی پروت دی چی هیڅکله د هیچا سره خیانت نکوی