تاند- د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، په وروستیو کلونو کې دغه وزارت د ۴۵ سیاسي ګوندونو فعالیت لغوه کړی دی.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان ځینې سیاسي ګوندونه ویجاړوونکی رول لوبوي ځکه چې ډېر یې د قومي او ژبنیو فعالیتونو د زیاتولو لپاره جوړ شوي دي.
د ښاغلي انور په وینا، په هغه هیواد کې چې د ولسواکي تجربه لږه وي، سیاسي ګوندونه منفي رول لوبوي.
ده وویل چې په افغانستان کې اکثره ګوندونه د قومي او سمتي فعالیتونو لپاره جوړ شوي دي.
د عدلیې وزارت پر اساس په تېرو څو کلونو کې د ۴۵ ګوندونو د فعالیت جواز اخیستل شوی دی.