د افغانستان د عدلیې وزیر ډاکتر بصیر انور

تاند- د افغانستان د عدلیې وزیر ډاکتر بصیر انور وايي، ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې د افغانستان له بې ثباتۍ څخه په استفادې د دغه هیواد د پرمختګ او ودې مخه ونیسي.

ډاکتر انور د سعودي عربستان د سفر په ترڅ کې په ریاض ښار کې شرق الاوسط ورځپاڼې ته وویل:«له بده مرغه ایران لا هم د دې لپاره چې د افغانستان بې ثباتي اوږده شي زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې مداخله کوي.»

ده همداراز د مخدرو موادو د کاروباریانو په اړه وویل چې هغوی هم د افغانستان د بې ثباتۍ هڅه کوي څو خپل غیرقانوني کاروبار ته دوام ورکړای شي.

د افغانستان د عدلیې وزیر وویل چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې په هدف د سولې د عالي شورا لپاره نوی بنیاد جوړ کړ.

ډاکتر انور زیاته کړه، ده د ریاض د سفر په لړ کې د سعودي عربستان د عدلیې له وزیر ډاکتر ولید بن محمد السماني سره ولیدل.

د افغانستان د عدلیې وزیر وویل چې د افغانستان او سعودي عربستان د عدلیې وزارتونه په خپل منځ کې همکاري لري او افغانستان غواړي چې د دوو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ موافقه لاسلیک کړي ځکه چې د سعودي عربستان قوانین له قرآن او سنت څخه اخیستل شوي او د افغانستان قوانین او محکمې هم له قرآن او سنت څخه الهام اخلي.

د افغانستان د عدلیې وزیر همداراز وویل چې هیواد یې غواړي چې خپل قاضیان سعودي عربستان ته واستوي څو د خپلو ظرفیتونو د لوړولو لپاره په ریاض کې د قضاییه قوې په انستیتیوت کې نورې زده کړې وکړي.

ایران او سعودي عربستان په خپل منځ کې د یمن او سوریې پر سر سخت اختلاف لري او رسنۍ یې، په تېره بیا ایرانۍ رسنۍ عموماً د نورو هیوادونو د چارواکو څرګندونې د خپل سیال هیواد خلاف په تحریف شوي ډول وړاندې کوي.

One thought on “د عدلیې وزیر وايي ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي”
  1. دادآيران لاس وهنه دپرون ورځې يا د۱۰کلو خبره نده که دآفغانستان وتاريخ ته وکتل سي دا د۲۰۰کلو خبره ده چه ايران دآفغانستان په کورنې چارو کي لاس وهنه کوي .داسلامي نړي دبرهم کيدو لپاره څو مضخرف او تندرويه ګروپونه لکه دعربستان وهابيان ، دمصر آخوان المسلمين ، لښکر طيبه ،او دآيران اولبنان شعيه افراطيون چه دموساد او کفري نړي سره تنګاه تنګ ارتباطاط لري.
    راځم اصلي مطلب ته ضرور نه وه چه دعدلې وزير دا مطلب دعربستان دعدلې وزير ته چه آيران زموږ په داخلي چاروکې لاس وهنه کوي.
    دواړه دآفغانستان دخلګو دښمنان دي اودوئ په خپل منځ کي ژور اختلافات لري او موږ يو کمزورئ هيواد يو.دډيپلوماسي له نقطه نظره دا خبره بايد هيڅ نه وائ سوې.ځکه دسپي مخ بيا موږ ته راآوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *