تاند- په داسې حال کې، چې د عراق په جنوب کې احتجاجونه دوام لري، د صدام حسین لور ویلي چې دا اعتراضونه له دې سره ارتباط نه لري.
د عراق په جنوب کې یوه اوونۍ وړاندې د اقتصادي تنګسې پر خلاف احتجاجونه د بصرې له بندري ښاره پیل شول او کربلا او څو نورو ښارونو ته وغځېدل چې په لړ کې یې لږترلږه ۳ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي هم دي.
د عراق حکومتي رسنیو ادعا کړې چې دا اعتراضونه د عراق د پخواني اعدام شوي ولسمشر صدام حسین د لور رغد صدام په لمسون پیل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د عراق د جنوب اکثره اوسېدونکي شیعه مذهبه او د صدام حسین مخالف دي.
په یوه ټویټري پاڼه کې، چې ادعا یې کړې وه چې د رغد صدام ده، له خلکو غوښتل شوي وو چې دولتي ادارې او د ګوندونو دفترونه وسوځوي.
خو رغد صدام، د دې په ترڅ کې چې د عراق د جنوبي ولایتونو د خلکو احتجاجونه د امریکا او ایران د لاسوهنو په وړاندې د ولسي پاڅون په توګه ستایلي، ویلي چې د دفترونو د سوځېدو غوښتنه دې نه ده کړې بلکې د دې په نوم جعلي ټویټرپاڼه جوړه شوې ده.
رغد صدام ته په منسوبه ټویټر پاڼه کې د دې له قوله ویل شوي«د بصرې سترو خلکو ته دې سلام وي چې د دغه ښار د خورماوو د ونو په شان لوړ دي… هماغه راز چې تاسو له نیواکګرو او د ایران او امریکا له نوکرانو سره مبارزه وکړه، نن مو د ګوډاګیو ګوندونو پر ضد پاڅون کړی او ځانونه ازادوئ.»
رغد صدام دا ټویټ رد کړ، ویې ویل چې دا د دې په نوم کوم جعلکار خپور کړی دی.
سلامونه
که له ځلمو نه پوره نه سوه
…اِستانه جنکۍ به دې ګټينه!