شیما الحیالي

تاند- وروسته له دې چې د عراق پارلمان شیما الحیالي ته د پوهنې د وزیرې په توګه اعتمادرایه ورکړه، څرګنده شوه چې نوموړې له داعش سره کلک تار لري.

د پارلمان له لوري د الحیالي له تاییده وروسته ګڼ شمېر عراقیانو په ټولنیزو رسنیو کې هغه اسناد او ودیویګانې خپرې کړې چې پر موصل ښار د داعش د واکمنۍ په مهال د الحیالي او د هغې د کورنۍ له لوري د داعش ملاتړ ښيي.

د عراق د تروریزم د قربانیانو د کمېټې رييس نافع عیسي الاماره هم تایید کړه چې شیما الحیالي پر موصل د داعش د واکمنۍ په موده کې د دې ډلې ملاتړې وه.

ده دا هم وویل، کله چې عراقي ځواکونو موصل له داعش څخه بېرته ازاداوه، د الحیالي وراره پر عراقي ځواکونو انتحاري برید وکړ.

الاماره او نور عراقیان وايي چې شیما الحیالي د داعش د یوه قوماندان خور ده.

له داعش سره د ارتباط لرلو په اړه د خبرونو له خپرېدو څو ساعته وروسته الحیالي په یوه خبرپاڼه کې وویل چې صدراعظم ته یې خپله استعفا وړاندې کړې ده.

دې ځینې تورونه تایید کړل خو د خپل ورور په اړه یې وویل چې هغه د مجبوریت له مخې له داعش سره یوځای شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *